د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۰

افغانستان کې د اوبو د مهار او مدیریت په اړه «سرخط» څه وايي؟


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د بېلابېلو مطالبو په ځانګړي ډول په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو، سېلابونو او د اوبو د مهار په اړه لیکلي دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکه ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې لیکي، په هېواد کې وروستیو ورښتونو که له يوه پلوه د وچکالۍ څپې له‌منځه یوړې او ولس ته زیری وو، بل‌خوا په ځینو ولایتونو لکه کندهار، هلمند او فراه کې زورورو سېلابونو زموږ د هېوادوالو هست او بود ورسره جارو کړل او د یخنۍ په‌دې موسم کې یې په سپېره ډاک ودرول.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې سېلابونه، زلزلې او نور طبیعي افتونه درنې څپې لري او یوازې حکومت د زیانمنو ستونزو ته نه‌شي رسېدای، بلکې دا د هر هېوادوال په تېره بیا د شتمنو او سوداګرو مسؤلیت دی چې په دا شان پېښو کې د ملي او دیني احساس له مخې راوړاندې شي او په ګډه د لویو غمیزو څپې تم کړي.

سرمقاله لیکونکی د کندهار د سوداګرو اقدام په‌دې برخه کې ستايي چې د زیانمنو لپاره‌یې د ودونو تالارونه او دا شان نور ځایونه سنبال کړل.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم خپله سرمقاله همدې موضوع ته ځانګړې کړې ده.

د هېواد سرمقاله لیکونکی لیکي:

له ډېره بده‌مرغه د وروستیو سېلابونو له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني تاوانونه اوښتي دي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې د راپورونو له مخې په کندهار، هرات، هلمند، زابل او فراه کې سېلابونو له ۲۰ ډېر کسان وژلي او یا یې له ځانه سره وړي دي.

هېواد دا هم لیکلي چې افغان حکومت امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې له سېلاب ځپلو سره هر ډول مرستې ته ودانګي او افغاني سرې میاشتې ټولنې، نور مرستندویو بنسټونو او سوداګرو هم زیانمنو ته د مرستو رسولو لړۍ پیل کړې ده.

خو سرمقاله لیکونکی لیکي چې دا مرستې بسنه نه‌کوي او باید نور هم په‌دې برخه کې اقدام وکړي.

دی په بهرنیو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو هم غږ کوي چې د انساني کرامت او بشر پالنې د ارزښتونو له مخې رامخته شي او په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا د اوبو د مهار او مدیریت په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي دي.

په سرمقاله کې راغلي، سره له دې چې راتلونکی کال به د وړاندوینو برخلاف د اوبو کال وي او خلک به‌یې د سږ او تېرو کلونو په څېر د کمۍ احساس ونه‌کړي، خو مهمه دا ده چې دا پراخې اوبه مهار او مدیریت کړو او د دې پر ځای چې ګاونډیان ترې ګټه واخلي، موږ یې د خپلو شاړو ځمکو د خړوبولو، د برښنا د تولید او نورو برخو کې ترې کار واخلو.

سرخط لیکلي، که د افغانستان اوبه ښې مدیریت او اغېزمنه ګټه ترې واخیستل شي دا سرچینې به د هېواد د اقتصادي ودې لپاره په یوه ښه فکتور بدلې شي.

XS
SM
MD
LG