افغان حکومت وايي، د سولې مشورتي لویې جرګې د تشکیل د کمېسیون او د دارالانشاء تر جوړېدو وروسته به د دې جرګې د ترسره کېدو نهايي نېټه اعلان شي.
دا خبره د ولسمشر اشرف غني ویاند هارون چخانسوري د یکشنبې په شپه «۱۳۹۷ کال د کب ۱۲» ازادي راډيو ته وکړه.
ښاغلي چخانسوري زیاته کړه:
"کله چې فرمان په راتلونکو ورځو کې لاسلیک شي، د لویې جرګې د ترسره کېدو کمېسیون ټاکل کېږي او د سولې د دې لویې مشورتي جرګې دارالانشاء هم جوړېږي. بیا هغوی د دې لپاره چې وګوري د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو خلک راتلی شي، د جرګې د ترسره کولو نهايي تاریخ په خپله اعلانوي."
هارون چخانسوري زیاته کړه چې د سولې عالي شورا د مشورتي لویې جرګې د ترسره کولو لومړني کارونه پيل کړي.
د چخانسوري به خبره ولسمشر اشرف غني د سولې په چارو کې د سیمهییزې اجماع لپاره خپل خاص استازي او د سولې د دارالانشاء مشر عمر داوودزي ته امر کړی چې د مشورتي لویې جرګې د ترسره کولو لپاره ژر تر ژره امادهګي ونیسي.
د سولې عالي شورا د اجرائیه پلاوي غړي محمد امین وقاد هم بیا ازادي راډیو ته تأیید کړه چې د سولې مشورتي لویې جرګې نېټه چې تمه وه د حوت په ۲۶مه وي ځنډېدلې ده.
ښاغلي وقاد زیاته کړه:
"په قطر کې خبرې پیل شوي. دلته د مذاکراتو لپاره یو افغانستان شموله پلاوی د دولت لهخوا جوړېږي. دا هم یو مصروفیت دی. که د سولې په خبرو کې کوم پرمختګ وشي، نو هغه به هم ایجاب کوي چې اوس د مشورتي لویې جرګې ګنجایش نهوي، نو د همدې لپاره دا مسئله «مشورتي لویه جرګه» اوس وځنډېدله."
ښاغلي وقاد وویل چې دا مشورتي لویه جرګه به د نوي ۱۳۹۸ لمریز کال په وري/حمل میاشت کې وشي.
افغان حکومت داسې وخت د سولې مشورتي لویې جرګې ترسره کولو ته هوډ لري چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد له څو ورځو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له استازو سره خبرې کوي.
که څه هم ښاغلي خلیلزاد تازه څه نهدي ویلي، خو تېره اوونۍ د فبرورۍ په ۲۷مه یې په خپله ټویټرپاڼه لیکلي و چې خبرې ورو، خو په ټیکاو مخته ځي.
هغه په کابل کې هم د سولې د خبرو لپاره د یوه ملي ټیم د جوړولو په برخه کې له پرمختګونو یادونه کړې وه.
وسلهوالو طالبانو پرون یکشنبه ناوخته اعلامیه خپره کړه او ویېویل چې د قطر روانې خبرې قدم په قدم روانې دي.
د طالبانو د بیان له مخې خبرې د موضوع د حساسیت او اهمیت په خاطر ورو په مخ ځي.
دوی ویلي، له امریکايي پلاوي سرهیې د جنورۍ خبرې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو او د نورو پر ضد د افغان خاورې د نهکارولو په موافقې مخته ولاړې او دا وار خبرې یې د همدغو موافقو پر څرنګوالي او ماهیت خبرې کېږي.
راپور: صفيالله ستانکزی