د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۸

داوودزی: د سولې د مشورتي جرګې له جوړېدو هدف ملي اجماع ته رسېدل دي


د سولي عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد عمر داوودزی د سولې اړوند د دوشنبې ورځې په غونډه کې
د سولي عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد عمر داوودزی د سولې اړوند د دوشنبې ورځې په غونډه کې

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس وایي، د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو هدف دا دی چې افغانان د تل‌پاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ملي اجماع ته ورسېږي.

محمد عمر داوودزي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۶» په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې په دغه جرګه کې به په دې اړه هم بحث وشي چې له غیر رسمي خواوو له‌خوا چې له طالبانو سره کوم مذاکرات کېږي، څنګه کېدای شي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ مسقیمو خبرو ته زمینه‌ساز واوسي.

د ښاغلي داوودزي ټينګار پر دې دی چې د سولې په مشورتي لویه جرګه کې باید د افغانستان ټول اقشار پرته له کوم سیاسي رقابته ګډون وکړي.

د درېیم ځل لپاره د لویې جرګې د جوړېدو هدف د سولې په نوې ستراتېژۍ هوکړې ته رسېدل دي.

د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد عمر داوودزی په دې اړه وايي:

"د سولې عالي شورا او د افغانستان دولت د سولې په اړه ستراتېژي لري چې په تېرو اتو کلونو کې یې ورته پراختیا ورکړې، اوس لویه جرګه د سولې عالي شورا او دولت ته لارښوونه کوي چې اوسني وضعیت ته په کتو په خپلې ستراتېژۍ بیا کتنه وکړي، خو دغه بیا کتنه به د تېرو ۱۸ کلونو د لاسته راوړنو په رڼا کې وي."

ښاغلی داوودزی وايي، بشري حقونه، قانوني خپلواکۍ لکه د بیان ازادي او د ښځو حقونه، اساسي قانون او دولت چې د همدې قانون په چوکاټ کې رامنځته شوي، د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې دي.

د نوموړي په خبره، د دغې جرګې نتایج به بیا د کابل درېیم کنفرانس ته چې ټاکل شوې د سولې له لویې مشورتي جرګې وروسته د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون جوړ شي، هم وړاندې کېږي.

خو هغه څه چې ښاغلی داوودزی وايي، د افغانستان د سولې په اړه نړیواله اجماع رامنځته شوې، خو د نوموړي د څرګندونو له مخې، د سیمې ځیني هېوادونه چې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې د افغانستان په قضایاوو کې ښکېل دي، په دغه هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره‌یې کوم ځانګړی کار نه‌دی کړی چې دغه چاره افغانستان ته ستونزې زېږوي.

د سولې مشورتي لویه جرګه چې ټاکل شوې د کب له ۲۶مې تر ۲۹مې په کابل کې وشي، له ۲۰۰۰ زیات کسان به په‌کې ګډون وکړي چې لږ تر لږه ۳۰ سلنه به‌‌یې ښځې وي.

ارشیف، د افغاستان د لویې جرګې یو انځور
ارشیف، د افغاستان د لویې جرګې یو انځور

د دغو ګډون کوونکو له ډلې به ۱۱۰۰ تنه‌یې له ولایتونو او پاتې به‌یې له کابله وي چې په‌کې د مدني ټولنو، ښځو، رسنیو، پوهنتونونو او نورو بنسټونو استازي شامل دي.

دغه جرګه په داسې حال کې جوړېږي چې په دې وروستیو کې د ځینو هېوادونو له‌خوا د افغانستان د سولې په اړه هڅې پراخې شوې دي.

له طالبانو سره د زلمي خلیل‌زاد د لیدنو کتنو تر څنګ، له دې وړاندې د روسیې او ایران چارواکو هم د دغې ډلې له استازو سره لیدلي دي، خو طالبان تر دې مهاله د افغانستان له حکومت سره مسقیمو خبرو ته نه‌دي حاضر شوي.

بل‌خوا د سولې مشورتي لویه جرګه هم د هغو جرګو په لړ کې کېږي چې په تېر حکومت کې په مختلفو موضوعاتو ترسره شوې دي.

له دې وړاندې په ۲۰۰۲، ۲۰۰۳، ۲۰۰۷، ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو کې د اساسي قانون د تصویب، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیمې په امنیت، سولې او د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون په اړه لویې جرګې شوې دي.

  • اوس پوښتنه دا ده چې د سولې دغه مشورتي جرګه به چې د کب په وروستیو کې کېږي، له پخوانیو سره څه توپير ولري؟

د افغانستان د مدني ټولنو د مجتمع رئیس عزیز رفیعي په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"پخوانیو ځینو جرګو له دې امله نتیجه نه‌ده ورکړې چې د يوې ځانګړې ډلې په انحصار کې وې او دغه ډله تر ډېره دولتي وه، که دغه جرګه د دولت له ولکې بهر شي او خلکو ته موقع ورکړل شي چې د خپلو ستونزو د هواري لپاره خپله حل لارې پیدا کړي، په دې صورت کې بریالۍ کېدای شي."

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد عمر داودزی وايي، د دې لپاره چې ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان دي، نو حکومت ونه‌غوښتل چې د لویې جرګې د جوړولو مسؤلیت واخلي.

د ده په خبره، د دې جرګې د جوړولو مسؤلیت يو غیر حکومتي بنسټ یعنې د سولې عالي شورا ته سپارل شوی دی.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG