د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۴

د سولې مشورتي لویه جرګه ځنډېدلې


د سولې د عالي شورا د اجرائیه پلاوي غړی قاضي محمد امین وقاد
د سولې د عالي شورا د اجرائیه پلاوي غړی قاضي محمد امین وقاد

د افغانستان د سولې د عالي شورا د اجرائیه پلاوي یو شمېر غړي وايي چې د سولې مشورتي لویه جرګه ځنډېدلې ده.

د دغې شورا د اجرائیه پلاوي غړی قاضي محمد امین وقاد د یکشنبې د ورځې به ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دا جرګه به د کب په میاشت کې نه، بلکې د را روان لمریز کال په حمل میاشت کې جوړه شي.

ده زیاته کړه:

"ولسمشر په یوه کنفرانس کې د سولې د عالي شورا د دالانشا رئیس عمر داودزي ته پروګرام ورکړ چې د حوت د میاشتې په اخر کې د سولې مشورتي لویه جرګه جوړه کړي، په دې برخه کې کارونه پیل شوی وو او مخته هم ولاړل، خو داودزي اعلان وکړ چې د څه مصلحت له مخې او حالاتو ته په پام سره د حوت په میاشت کې دغه جرګه دایرېدلای نه شي او په حمل میاشت کې به جوړه شي."

خو ښاغلي وقاد ونه ویل چې دقیقه نېټه به یې کومه وي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارلانشا رئیس څو ورځې مخکې یوې خبري غونډې ته وویل چې دا جرګه به په خپل وخت یعنې د حوت د میاشتې په ۲۶مه جوړه شي.

عمر داودزي دغې غونډې ته دا هم ویلي وو چې په دغه جرګه کې به تر ۲۰۰۰ زیات کسان برخه واخلي چې حد اقل دېرش سلنه به یې ښځې وي.

نوموړي د دغې جرګې ورځې دوه ښودلې وې، خو ویلي یې وو چې د اوږدېدو امکان یې شته.

د سولې د عالي شورا د اجرائیه پلاوي غړی قاضي محمد امین وقاد د دغې جرګې د تعویق د لاملونو په اړه وايي:

"هلته په قطر کې خبرې روانې دي او دلته په افغانستان کې د دولت له خوا د مذاکراتو یو افغانستان شموله پلاوی جوړېږي او کېدای شي چې د سولې په خبرو کې پرمختګ هم راشي، نو د همدغو حالاتو په نظر کې نیولو سره کېدای شي چې دا جرګه ځنډېدلې وي."

خو نوموړی وايي چې ښاغلي داودزي د دغې جرګې د ځنډېدو د لامل په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG