د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

په قطر کې له دمې مخکې او وروسته د سولې د مذاکراتو څه حال دی؟


په قطر کې د طالب استازو دفتر
په قطر کې د طالب استازو دفتر

په قطر کې امریکايي چارواکو او طالب استازو دمه کړې، خو له دمې مخکې او وروسته د مذاکراتو څه حال دی؟

د افغانستان د سولې عالي شورا د اجرائيه پلاوي یو شمېر غړي وايي چې د دواړو خواوو ترمنځ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او په‌دې اړه چې بیا به د دغه​هېواد خاوره د امریکا پر ضد نه‌کارول کېږي په خبرو کې پرمختګ راغلی دی.

چارواکي وايي په قطر کې د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی.

د سولې د عالي شورا د اجرائیه پلاوي غړی حبیب‌الله فوځي د پنجشنبې په ورخ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۹» ازادي راډیو ته وویل:

"د دواړو خواوو له خبرو داسې ښکاري چې دا دوه شرطونه دواړو ته مهم دي، طالبانو ته دا مهمه ده چې امریکایان باید له افغانستانه ووځي او پر دې موافقه وکړي، خو امریکایان بیا له طالب لوري نه دا غواړي چې افغانستان به بیا د دوی په خلاف نه‌استعمالېږي او د طالبانو او امریکایانو له‌خوا چې په دې برخه کې کومې څرګندونې شوي، داسې ښکاري چې دې موضوع کې پېشرفت شوی دی."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد بیا په خپل یو تازه تویټ کې لیکلي، په داسې حال کې چې په دوحه کې د طالب استازو او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي، په کابل کې هم د سولې د خبرو د یو ټیم د رامنځته کېدلو په برخه کې پرمختګ راغلی دی.

د امریکايي چارواکو او طالب استازو ترمنځ پنځم پړاو خبرې په رسمي ډول د سې شنبې په ورځ پیل شوي.

په‌دغه خبرو کې د پخوا په پرتله لوی بدلون دا دی چې د قطر د دفتر مشر او د ملا هبت‌الله سیاسي مرستیال ملا بردار هم دوحې ته رسېدلی او له امریکايي چارواکو سره‌یې د خبرو په پرانیسته کې برخه اخیستې وه.

طالبانو ویلي چې دا ځل به هم امریکايي چارواکو سره له افغانستانه د دوی د ځواکونو د وتلو پر سر بحث کوي.

دغه خبرې دوه ورځې روانې وې، خو اوس ویل شوي چې دواړه خواوې پنجشنبه او جمعه دمه کوي او د شنبې په ورځ به بیا خبرې پیل شي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو پوه وحید مژده چې دغه خبرې څاري وايي، په خبرو کې پرمختګ شوی، خو لاهم د ځواکونو د وتلو د دقیق مهالوېش په اړه خبرې پاتې دي.

د سیاسي چارو پوه وحید مژده
د سیاسي چارو پوه وحید مژده

نوموړی وايي:

"پرمختګ شوی، خو یوه مسئله چې پر هغې باید خبرې وشي، هغه دا ده چې د امریکايي ځواکونو وتل باید په څومره وخت کې ترسره شي، البته امریکایانو دا خبره کړې چې موږ نیمايي ځواکونه له توافق پرته باسو، خو د پاتې نورو پر سر خبرې روانې دي."

ښاغلی مژده وايي، ښايي په دغو مذاکراتو کې د امریکایانو په وتلو سره د دوی د ځینو تجهیزاتو د ایستلو په اړه هم خبرې وشي، کوم چې د ده په خبره نور یې د استفادې وس، وړتیا او امکانات نه‌لري.

XS
SM
MD
LG