د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

د سولې شورا او پخواني طالب چارواکي: د سولې په خبرو کې لاهم پرمختګ نه‌دی شوی


په قطر کې د سولې په اړه غونډه
په قطر کې د سولې په اړه غونډه

په‌داسې حال کې چې د قطر په مرکز دوحه کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د سولې د خبرو اترو دوهمه ورځ ده یو شمېر پخواني طالب چارواکي او د سولې عالي شورا وايي، لا هم د سولې په خبرو اترو کې مهم پرمختګونه نه‌لیدل کېږي.

د سولې عالي شورا د اجرائیه پلاوي غړي قاضي محمد امین وقاد د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۸» ازادي راډيو سره په خبرو کې یو ځل بیا د سولې په بین‌الافغاني خبرو اترو ټينګار وکړ.

د سولې عالي شورا د اجرائیه پلاوي غړی قاضي محمد امین وقاد
د سولې عالي شورا د اجرائیه پلاوي غړی قاضي محمد امین وقاد

نوموړي زیاته کړه:

"موږ له طالبانو سره د سولې د بین‌الافغاني مذاکراتو ترسره کول غواړو چې دغه بین‌الافغاني مذاکرت به د اوربند او د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبره وکړي، تر اوسه په قطر کې د سولې په خبرو اترو کې پرمختګ نه‌لیدل کېږي، خو راتلونکو ورځو کې به ګورو چې څومره پرمختګ کېږي او موږ هم له طالبانو غوښتنه کوو چې د سولې بین‌الافغاني خبرو ته غاړه کېږدي."

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او طالب استازو ترمنځ پنځم دور خبرې چې د قطر په مرکز دوحه کې پیل شوي، نن د دوهمې ورځې لپاره هم دوام لري.

که څه هم د دواړو خواو ترمنځ د پرونیو خبرو جزئیات او پایلې نه‌‌دي په ډاګه شوي، خو طالبان وايي، دوی خوشبینه دي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او دا چې طالبان به ضمانت ورکوي چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هېواد پر ضد نه‌کارول کېږي، یوه توافق ته ورسېږي.

د طالبانو د قطر د دفتر یوه ویاند سهیل شاهین اسوشیټېډ پرس اژانس ته ویلي، هر کله چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل او دغلته یو اسلامي دولت جوړ شي بیا نو جګړې ته اړتیا نه‌شته او سوله به ټینګېږي.

د طالبانو د قطر د دفتر یو ویاند سهیل شاهین
د طالبانو د قطر د دفتر یو ویاند سهیل شاهین

سهیل شاهین همدا شان ویلي، د سولې په راتلو سره به طالب وسله‌وال د افغانستان په ملي اردو کې شامل شي.

د افغان حکومت او سولې عالي شورا هیله دا وه چې په دې ناسته کې به د بین‌الافغاني خبرو اترو او اوربند په اړه بحثونه وشي، خو د راپورونو پر اساس د تېرې ورځې په خبرو کې یوازې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې نه‌کارېدلو په اړه خبرې شوې دي.

له بلې‌خوا د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر او پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وايي، د قطر په اوسنۍ ناسته کې ښکاره پرمختګ نه‌لیدل کېږي، خو په‌دې ناسته کې د دواړو لورو د باصلاحیته استازو ګډون به وکړای شي چې یو توافق ته زمینه برابره کړي.

د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر او پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا
د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر او پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا

نوموړی وايي:

"په قطر کې تر اوسه هغه پرمختګونه چې تمه‌یې کېده نه‌دي شوي، خو هیلې یې ډېرې دي چې راتلونکو ورځو کې به پرمختګ وشي، زموږ تحلیل دا دی چې دا ځل دواړو لورو نه داسې خلک راغلي چې هغوی د پرېکړې واک لري."

په وروستیو کې د افغان سولې په هلې ځلې تر بل هر وخت تېزې شوي، خو هغه څه چې د دغه پروسې د بریالیتوب لپاره مهم بلل کېږي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې دي چې لا نه‌دي پیل شوي.

خو دا ځل په‌دې خبرو کې د طالبانو د مرستیال او د قطر د سیاسي دفتر د مسؤل ملا عبدالغني برادر ورګډېدل هغه څه دي چې د بین‌الافغاني خبرو اترو پیل ته‌يې هیلې ډېرې کړې دي.

امریکا وړاندې ویلي، تر هغه به په هېڅ موافقه ونه‌شي، څو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې اترې نه‌وي پیل شوي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG