د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

امریکا او طالبان له افغانستانه د امریکايي سرتېرو په وتلو توافق ته نږدې شوي


د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد "ښی" د طالب پلاوي مشر شیر محمد عباس ستانکزی "کین"
د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد "ښی" د طالب پلاوي مشر شیر محمد عباس ستانکزی "کین"

د امریکا متحده ایالاتو د حکومت استازي او طالب مشران له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو په اړه یوه توافق ته نږدې شوي دي.

د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او طالب استازو ترمنځ پنځم دور خبرې چې د قطر په مرکز دوحه کې پیل شوي، نن دوهمه ورځ هم دوام لري.

که څه هم د دواړو خواو ترمنځ د پرونیو خبرو جزئیات او پایلې نه‌دي په ډاګه شوي، خو طالبان وايي، دوی خوشبینه دي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او دا چې طالبان به ضمانت ورکوي چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هېواد پر ضد نه‌کارول کېږي، یوه توافق ته ورسېږي.

د طالبانو د قطر د دفتر یوه ویاند سهیل شاهین اسوشیټډ پرس اژانس ته ویلي، هر کله چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل او دغلته یو اسلامي دولت جوړ شي بیا نو جګړې ته اړتیا نه‌شته او سوله به ټینګېږي.

سهیل شاهین ویلي دي چې د سولې په راتلو سره به طالب وسله‌وال د افغانستان په ملي اردو کې شامل شي.

آرشیف/ د طالبانو د قطر د دفتر یو ویاند سهیل شاهین
آرشیف/ د طالبانو د قطر د دفتر یو ویاند سهیل شاهین

​نوموړي زیاته کړه:

"موږ دوه کلیدي مسئلې لرو:

  • له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل مو هدف دی.
  • د امریکا لپاره بیا دا ډېره مهمه ده چې د افغانستان خاوره به د امریکا او د هغې د متحدانو پر ضد نه‌استعمالېږي."

افغان حکومت چې تر اوسه د امریکا او طالب استازو ترمنځ له روانو خبرو بهر پاتې، وايي څو پورې چې د امریکا له‌خوا د قطر د روانو خبرو رسمي جزئیات په ډاګه نه‌شي، په‌دې اړه څه ویل به له وخته مخکې وي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د دوشنبې په ورځ په خپل ټویټر د قطر د خبرو دا پنځم پړاو مهم وباله او ویې‌ویل چې د لومړي ځل لپاره‌يې د طالبانو له مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر سره ولیدل.

تر اوسه پورې دا نه‌ده روښانه چې طالبان به په څه ډول د افغانستان پر خاوره د حقاني شبکې، القاعده شبکې او نورو وسله‌والو ډلو د فعالیت او امریکا او متحدانو ته‌يې د دې ډلو د ګواښ مخه نیسي.

طالبانو تر دې دمه له افغان حکومت سره د سولې له خبرو انکار کړی، خو متحده ایالات او ناټو تړون ټینګار کوي چې د افغانستان د سولې موافقه به د افغان حکومت په مشرۍ او محوریت کېږي.

امریکا وايي، له طالبانو سره د قطر خبرې اترې د افغان حکومت او د دې ډلې ترمنځ مذاکراتو ته د زمینې برابرولو په هدف ترسره کېږي.

خو طالبانو د خبرو اترو په پنځو پړاونو کې تر اوسه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی دی او تر اوسه پورې يې له افغان حکومت سره د سولې خبرې رد کړې دي.

XS
SM
MD
LG