د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۵

ایا د هند او پاکستان ترمنځ د بلې جګړې د پیلېدو خطر شته؟


ارشیف، هندي سرتېري
ارشیف، هندي سرتېري

پر هندي ځواکونو د وروستۍ حملې وروسته چې په څو لسیزو کې تر ټولو خونړۍ وه، د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ اوج ته رسېدلی.

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر د پُلوامه په سیمه کې د فبرورۍ د ۱۴مې له حملې وروسته چې له ۴۰ زیات هندي سرتېري په‌کې ووژل شول او مسؤلیت‌یې په پاکستان کې دېره د جیش محمد ډلې منلی، پر دې ډلې د هند د حملې له ګواښونو وروسته، د هند د هوایي ځواکونو جټ الوتکو د تېرې دوشنبې په ورځ د پاکستان په بالاکوټ کې د دې ډلې یو لوی مرکز په نښه کړ.

له دغې حملې وروسته په تېرو دوو ورځو کې د دواړو اټمي وسلې لرونکو هېوادونو هوایي او ځمکني ځواکونه سره مخامخ شوي او په خپلو کې یې څو نښتې کړې دي.

په کشمیر کې د کنټرول لاین یا د هغې کرښې په اوږدو کې چې د کشمیر سیمه سره جلا کوي، د پاکستاني او هندي سرتېرو ترمنځ نښتې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یو د بل د الوتکو د راغورځولو او یو بل ته د جګړې ګواښونو ته په پام سره ایا د دې خطر شته چې د هند او پاکستان ترمنځ بله بشپړه جګړه ونښلي؟

د هغو هېوادونو چې په ۱۹۴۷ میلادي کال له بریتانیا څخه د خپلواکۍ تر اخیستو وروسته تأسیس شوي، ترمنځ د پېښو شویو درې جګړو دوه‌یې د کشمیر پر سر وې.

شاشانک جوشي چې له لندنه د خپرېدونکې ایکونومېسټ مجلې د دفاعي چارو اېډېټر دی، د ازادي راډیو د ګندهارا وېب‌پاڼې ته وویل چې پر هندي ځواکونو خونړۍ حملې او د هند پارلماني انتخاباتو ته په پام سره چې څو میاشتې وروسته ترسره کېږي، د دې ډېر احتمال و چې هند پوځي اقدام وکړي.

شاشانک جوشي د ایکونومېسټ مجلې د دفاعي چارو اېډېټر
شاشانک جوشي د ایکونومېسټ مجلې د دفاعي چارو اېډېټر

د هغه په وینا له ۲۰۰۸ میلادي کال راهیسې داسې یو خطرناکه وضعیت هېڅکله هم نه‌و، رامنځته شوی.

جوشي وویل، هغه کال هم د هند او پاکستان ترمنځ په ممبی کې د یهودانو پر یوه مرکز، د رېل ګاډي په مرکزي تم ځای او څو عصري هوټلونو د منظمو حملو وروسته چې نوې ډېلي یې تور په پاکستان کې دېره لشکر طیبه ډلې پورې کړی و، د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېج اوج ته رسېدلی و.

په‌دغو حملو کې لږ تر لږه ۱۶۶ کسان وژل شوي وو.

د نیویارک د الباني په دولتي پوهنتون کې د جنوبي اسیا د چارو کارپوه کریستوفر کلري وایي، د پوځي شخړې د رامنځته کېدو احتمال ډېر زیات دی.

هغه ګندهارا وېب‌پاڼې ته وویل چې هند به ښایي لکه د ۲۰۱۶ میلادي کال د پېښې په غبرګون کې د پاکستان د خاورې دننه محدود ځایونه په نښه کړي.

په هغه پېښه کې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د اوري په سیمه کې ۲۰ هندي سرتېري وژل شوي وو.

د هند پراخ مساحت، نفوس او اقتصاد ته پام سره داسې ښکاري چې د دې هېواد د ځواکونو شمېر د پاکستاني ځواکونو په نسبت زیات دی.

اټکل کېږي چې هند به په اوس وخت کې په خدمت کې فعال یو میلیون ۲۰۰ زره سرتېري ولري او د احتیاطي سرتېرو شمېر به‌یې هم د پاکستانیو یو میلیون او سل زرو دوه برابره وي.

دواړه هېوادونه د ټانکونو او نورو زغروالو وسایلو د لرلو په برخه کې هم سره توپیر لري.

هند او پاکستان دغه‌راز بېلابېل توغندي او اټمي وسلې هم لري.

هند لوی هوایي ځواک لري، خو ډېرې الوتکې یې لکه په روسیه کې جوړې شوې «مېګ-۲۱» ډوله زړې دي، حال دا چې د پاکستان د هوایي ځواک جټ الوتکې څه نا څه په عصري وسایلو سبمالې دي.

د هند پراخ مساحت ته په پام سره د پاکستان په نسبت د دې هېواد بحري ځواکونه هم ډېر دي، خو په هر صورت ښاغلی جوشي په‌دې باور دی چې هند به د دې لپاره چې د جګړې په ډګر کې برلاسی وي، د متعارفو ځواکونو د منسجم کولو په چاره کې له ستونزو سره مخ وي.

نوموړی وایي، د هند لپاره به څو اوونۍ وخت ونیسي چې د پاکستان په وړاندې خپل ځواکونه له پولې سره ځای پر ځای کړي، خو پاکستان بیا په‌دې برخه کې د هند په نسبت ژر دا کار کولای شي، خو جوشي د دې یادونه هم کوي چې د دواړو هېوادونو اقتصاد او پوځي بودجې ډېر سره توپیر لري.

د چارو کارپوه کریستوفر کلري وایي، دې ته په پام سره چې له ۱۹۷۱ میلادي کال راهیسې د هند او پاکستان ترمنځ بله بشپړه جګړه نه‌ده شوې، دا نه‌ده روښانه چې که د دوی ترمنځ بله بشپړه جګړې پیل شي، هند به‌یې ګټونکی وي.

د کلري په وینا له۱۹۷۱ میلادي کال راهیسې ډېر څه بدل شوي.

هغه وایي، د کارګېل لنډې جګړې چې پاکستان د خپلو ځواکونو د پیاوړي کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ و، وښوده چې دواړه هېوادونه به د یوې بشپړې جګړې د پېښېدو په صورت کې د جنګي وړتیاوو له پلوه له ډېرو ستونزو سره مخامخ وي.

XS
SM
MD
LG