د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

پاکستان وایي، د هند د حملې د ځوابولو حق د ځان لپاره خوندي ساتي


هندۍ مېراژ-۲۰۰۰ جټ الوتکه
هندۍ مېراژ-۲۰۰۰ جټ الوتکه

د پاکستان او هند ترمنځ کړکېچ نن وروسته له هغې یوې نوې مرحلې ته داخل شو چې هند د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د جیش محمد ډلې پر یوه لوی مرکز برید وکړ.

پاکستان وایي، د هند د حملې د ځوابولو حق خوندي ساتي.

دا خبرداری د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن وروسته له هغې ورکړ چې هند د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د جیش محمد سخت دریځې ډلې پر یوه لوی مرکز برید وکړ.

قریشي له خپلو جګ‌پوړو چارواکو سره له یوې مشورتي بېړنۍ غونډې وروسته په لنډو خبرو کې وویل چې هند پر کنټرول لاین «چې کشمیر یې په دوو برخو وېشلی» تېری کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قریشي

​نوموړی وايي:

"دا پر کنټرول لاین تېری دی، دا زه پر کنټرول لاین تېری بولم. پاکستان ورته د مناسب ځواب ویلو، د دفاع حق د ځان لپاره خوندي ساتي."

د پاکستان صدراعظم عمران خان هم نن د نشنل کومانډ ادارې رابلل شوې ځانګړې غونډه کې لارښوونه وکړه چې د وسله‌والو ځواکونو او د پاکستان د خلکو په ګډون د دې هېواد د ځواکونو ټولې برخې دې د هر ډول احتمالاتو لپاره تیاری ولري.

هند له دې مخکې رسماً تأیید کړه چې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې یې د جیش محمد ډلې پر مرکزونو بمباري کړې او د دې ډلې ډېر غړي او تأسیسات‌یې له‌منځه وړي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویجې ګوکلې نن په نوې ډېلي کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې هند په مکرر ډول له پاکستانه غوښتي و چې د جیش محمد ډلې په وړاندې اقدام وکړي او د دې هېواد د خاورې دننه د دغې دلې د سخت دریځو د روزنې او پر وسلو سمبالېدو مخه ونیسي، خو پاکستان په خپله خاوره کې د دغې ترورېستي ډلې د مرکزونو د له‌منځه وړلو لپاره هېڅ پرېکنده اقدام نه‌دی کړی.

د هغه په وینا د باوري استخباراتي معلوماتو له مخې چې موږ ته رسېدلي چې جیش محمد ډله د هند په بېلابېلو برخو کې د نورو ترورېستي حملو هڅه کوي او جهادي فدایان د همدې هدف لپاره روزي، دغه نږدې خطر ته په پام سره د دغه ګواښ د دفع کولو لپاره حمله حتمي وه.

نوموړی وايي:

"هند نن سهار په لومړیو ساعتونو کې د استخباراتو په مشرۍ دغو عملیاتو کې په بالاکوټ کې د جیش محمد ډلې د روزنې پر لوی مرکز برید وکړ. په دغو عملیاتو کې د جیش محمد ډلې یو زیات شمېر ترورېستان، د هغوی روزونکي، جګ‌پوړي قوماندانان او د جهادیانو د ډلې چې د فدایي عملیاتو لپاره روزل کېدل له‌منځه یوړل شول."

پاکستان نن د هند د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر له دې څرګندونو مخکې پر هند تور ولګاوه چې پوځي الوتکې یې د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د پاکستان هوايي قلمرو ته ننوتې دي.

د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال اصف غفور پر ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي و چې هندۍ الوتکې د کشمیر بالاکوټ سیمې ته نږدې د کنټرول له کرښې اوښتي، خو دی زیاتوي چې د پاکستان هوايي ځواکونو د هندي الوتکو پر وړاندې غبرګون وښود.

جنرال غفور وویل، هندي الوتکو څو بمونه وغورځول او بیا په بېړه وتښتېدلې.

د نوموړي په وینا دې بمبارۍ تلفات نه‌درلودل.

بالاکوټ د کنټرول تر کرښې ۸۰ کېلو متره واټن لري.

یوه هندي خبري اژانس «ANI» نن مخکې راپور ورکړی چې د هند جنګي الوتکو نن سهار د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د ترورېسي ډلې پر یو لوی مرکز هوايي حملې وکړې.

۱۲ «مېراج-۲۰۰۰» ډوله جټ الوتکو پر ترورېستي مرکز برید وکړ.

نن مخکې مخکښ سیاستوال راول ګاندي چې د سیاسي کانګرس ګوند مشر دی په تویټر کې د مبارکۍ یو پیغام ورکړی او ویلي یې دي دی د هندي پیلوټانو مېړانه ستایي.

د هند د حکومت د کابینې یوه بل وزیر ګاجیندرا سېنګهـ شیخوت بیا څه زیات جزئیات ورکړي او ویلي یې و چې هندي جټ الوتکو د ترهګرو پر څو مرکزونو حملې کړې دي.

دا له ۱۹۷۱ کال راهیسې لومړی ځل دی چې هند د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو مرکز په نښه کوي او د دې وېره شته چې ورسره به د دواړو ګاونډیو او اټمي وسلې لرونکو هېوادونو کړکېچ لاپسي زیات شي.

د پاکستان او هند په اړیکو کې کړکېچ وروسته له هغه زیات شو چې نږدې دوه اوونۍ مخکې په هندي کشمیر کې د هند د دولتي ملېشه ځواکونو له ۴۰ زیات سرتېري په یوه انتحاري حمله کې ووژل شول.

جیش محمد ډلې چې مرکزونه‌یې په پاکستان کې دي د دې حملې مسؤلیت ومانه.

له دغې حملې وروسته د اسلام‌اباد او نوې ډېلي ترمنځ لفظي جګړه توده شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څلور ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه استولي لیک کې له دې شورا غوښتنه کړې وه چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر، د پلوامه په سیمه کې د ځان وژوکي برید وروسته د هند ګواښونو ته پام وکړي.

شاه محمود قریشي خبرداری ورکړی چې د هند له ګواښونو سره به د سیمې امنیتي وضعیت لا خراب شي.

چین چې په سیمه کې د پاکستان ډېر نژدې متحد دی او په‌دې هېواد کې یې د لسګونو میلیارډ ډالرو پانګونه کړې، له دواړو هېوادونو غوښتي دي چې له زغمه کار واخلي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لوکانګ نن په پیکنګ کې خبریالانو ته وویل چې د جنوبي اسیا د سولې او ثبات لپاره مهمه ده چې دواړه هېوادونه په خپلو کې دوستانه اړیکې او ښه ارتباطات وساتي.

هند او پاکستان له ۱۹۴۷ کال راهیسې چې له بریتانیا د خپلواکۍ له اخېستو وروسته دواړه هېوادونه تأسیس شوي، د دواړو ترمنځ په بشپړه توګه د درې جګړو دوه یې د کشمیر د لانجې پر سر وي.

هند او پاکستان پر بشپړ کشمیر د ملکیت ادعا کوي.

XS
SM
MD
LG