د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۵۰

په اټمي وسلو سمبال هند او پاکستان بیا هم یو بل ته تازه خبرداری ورکړی


په کشمیر کې هندي ځواکونه
په کشمیر کې هندي ځواکونه

د هند او پاکستان ترمنځ د لویې جګړې په اړه اندېښنې زیاتې شوي او دواړو په اټمي وسلو سمبال هېوادونو یو بل ته تازه خبرداری ورکړی دی.

هند ویلي دي چې د ترورېستي ډلو په نښه کولو ته به دوام ورکړي او پاکستان بیا خبرداری ورکوي چې هېڅ ځواک نه‌شي کولای د دې هېواد پر خاوره برید وکړي.

د هند له‌خوا د سې شنبې «۱۳۹۷ کال د کب ۰۷» په سهار د پاکستان پر خاوره له هوايي برید وروسته د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج وویل، ټول د هند د هوايي ځواک له دې اقدام خوښ دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سواراج
د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سواراج

​نوموړې زیاته کړه:

"خوشحاله یم چې ټولو په یوه خوله لومړی د هند هوايي ځواک ته مبارکي وویله او بیا يې ډاډ ورکړ چې د ترورېزم پر ضد به د حکومت له هر ګامه ملاتړ وکړي. ټولو خپل یووالی څرګند کړ."

نوې ډېلي وايي د سې شنبې د سهار په هوايي برید کې يې د جیش محمد وسله‌والې ډلې یو مرکز په نښه کړی دی چې په نتیجه کې يې ګڼ‌شمېر وسله‌وال وژل شوي دي.

جیش محمد ډله چې په پاکستان کې ده د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د روانې فبرورۍ میاشتې د ۱۴مې نېټې د ځان‌وژونکي حملې مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.

بل لور ته د پاکستان ولسمشر عارف علوي پرون وویل، هېڅ‌څوک نه‌شي کولای پر پاکستان برید وکړي.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي
د پاکستان ولسمشر عارف علوي

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ وسله‌وال ځواکونه نړیوالو ته روزنه ورکولای شي چې له ترورېزم سره څه ډول چلند وکړي. هغوی خپل ځانونه په دې لار کې له لاسه ورکړي. هېڅ‌څوک په سیمه او یا په بل ځای کې مه‌پرېږدئ چې زما هېواد ته د زیان رسولو په اړه فکر وکړي."

د پوځي چارو کارپوهان په‌دې باور دي چې که د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ همداسې دوام وکړي، نو د دواړو هېواونو ترمنځ بل جنګ به لیرې نه‌وي.

هند او پاکستان له ۱۹۴۷ میلادي کال راهیسې تر اوسه پورې په خپلو کې درې ځله جګړه کړې ده چې له امله‌يې سلګونه زره کسان مړه او بې‌ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG