د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۵

د ښځو شبکه د سولې په پروسه کې د ښځو پر ۵۰ سلنه ونډې ټينګار کوي


د افغانستان د ښځو شبکې غړي د سولې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې سره وايي، په‌دغه بهیر کې رامنځته شوي پرمختګونه پټ ساتل شوي او د ښځو ونډه هم په‌کې کمرنګه ده.

د دغې شبکې مشرې مېرمن ماري اکرمي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۶» یوې ناستې ته په وینا کې ټينګار وکړ چې د سولې په پروسه کې باید ښځو ته ۵۰ سلنه ونډه ورکړل شي.

نوموړې وايي:

"کله چې موږ وایو افغانې ښځې د ټولنې نیمايي برخه جوړوي باید لږ تر لږه په ټولو پرېکړو او بحثونو کې حضور ولري او ۵۰ سلنه ونډه ورکړل شي او هېڅ معامله موږ ته د منلو وړ نه‌ده."

دغه شبکه وايي، د سولې او پرمختګ په نامه هره هڅه او حرکت چې د افغانستان د ښځو ۱۷ کلنې لاسته راوړنې زیانمنې کړي، د دوی له کلک غبرګون سره به مخ شي.

تر دې وړاندې د مدني ټولنو یو شمېر مسؤلانو او ښځینه فعالانو هم له حکومته غوښتي چې د سولې په پروسه کې باید ونډه ورکړل شي.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په‌دې وروستیو کې د سولې خبرې تر بل هر وخت زیاتې تودې شوې دي.

د سولې د هڅو د پت ساتلو په اړه پخوا هم د یو شمېر ښځینه فعالینو له‌خوا انتقادونه مطرح شوي وو، خو افغان حکومت تل ویلي چې د افغان سولې په اړه هېڅ خبره د افغانستان له خلکو پټ نه‌پاتې کېږي.

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس او د سولې د سیمه‌‌يیزې اجماع په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی وایي، د سولې اړوند خبرو کې حکومت د هېواد د بېلابېلو قشرونو سره سلا مشورې کړي او د مدني ټولنې او د ښځو ونډه هم له پامه نه‌ده غورځول شوې.

ښاغلي داوودزي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۶» یوې خبري غونډې ته وویل، د سولې په مشورتي جرګه کې هم ښځو ته لږ تر لږه ۳۰ سلنه ونډه ورکړل شوې ده.

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس او د سولې د سیمه‌‌يیزې اجماع په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی
د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس او د سولې د سیمه‌‌يیزې اجماع په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی

نوموړی وايي:

"په‌دې لویه جرګه کې د ښځو حضور به لږ تر لږه ۳۰ سلنه وي او د ښځو کمېټه نن د تشکیل کېدو په حال کې ده او ښځې به پوره ونډه لري."

د افغانستان د ښځو شبکه په‌داسې حال کې د سولې په مذاکراتو کې د ښځو په مشارکت ټینګار کوي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد او طالب استازي نن په قطر کې د خبرو اترو پنځم پړاو پیلوي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG