د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

د قطر له نننۍ ناستې د افغانستان د سولې عالي شورا هیله‌مندي!


د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري
د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري

د افغانستان د سولې عالي شورا هیله لري چې د قطر ناسته به بین‌الافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي.

په داسې حال کې چې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د خبرو تېرو څلورو پړاوونو د افغان حکومت لپاره ښه خبرونه نه‌درلودل، د خبرو په پنځم پړاو کې د ملا برادر ورګډېدل هیله بخښونکي ښودل شوي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې ملا برادر د طالبانو یو مهم مشر دی او د پرېکړو صلاحیت لري.

د دې شورا ویاند سید احسان طاهري د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۶» ازادي راډيو ته وویل:

"ملا برادر د طالبانو د تحریک مؤسس او د دغې ډلې د تصمیم نیوونکو په ډله کې راځي، نو داسې معلومېږي چې اوسنۍ ناسته یوه مهمه ناسته ده، موږ هیله لرو چې هلته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیلېدو په اړه ژر تر ژره پرېکړه وشي."

ښاغلی طاهري وايي، د قطر په دې ناسته کې به د بین‌الافغاني خبرو د پیلېدو تر څنګ په اوږدمهاله اوربند هم بحثونه وشي او دوی د ناستې په پای کې د یوه ښه خبر د اورېدو هیله لري.

په ورته وخت کې په همدغه ورځ د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد عمر داوودزي هم په یوه خبري غونډه کې ملا برادر یو مستقل مزاجه او د فکري استقلال درلودونکی شخص یاد کړ او تمه‌یې وښوده چې د قطر له غونډې سره هم‌مهاله د نوموړي رسېدل هلته ښه تمام شي.

ټاکل شوې چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسېدو او په ‌دغه هېواد کې د سولې د ټینګېدو د هڅو په ترڅ کې د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ د افغانستان د سولې لپاره امریکایي پلاوی نن دوشنبه د فبرورۍ په ۲۵مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې بیا د طالبانو له استازو سره خبرې وکړي.

د دغو خبرو په تېر څلورم پړاو کې چې په دوحه کې ترسره شوی او شپږ ورځې یې دوام وکړ، دواړو لورو اعلان وکړ چې پر مهمو موضوعاتو یوې عمومي موافقې ته رسېدلي دي.

د راپورونو له مخې، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو مهالوېش او د دې مسئلې یقیني کول چې له افغانستانه به بیا القاعده یا نورې سخت دریځې ډلې د یوې اډې په توګه کار نه‌اخلي، هغه مسایل وو چې دواړه لوري پرې سلا شوي وو.

د دوحې د نن ورځې د غونډې د اجنډا په اړه ډېر جزئیات نه‌دي ورکړل شوي، خو طالبانو ویلي چې د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د ۱۴ کسیز پلاوي په ترکیب کې به د دوی څلور مشران له پاکستانه هم په ‌دې خبرو کې ګډون کوي.

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د طالبانو مرستیال او د قطر د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر هم د قطر مرکز دوحې ته رسېدلی دی.

ښاغلي مجاهد د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا لا معلومه نه‌ده چې ملا برادر به د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ په خبرو کې برخه ولري که نه.

که څه هم دغې ډلې وړاندې په یوه خپره کړې اعلامیه کې په خبرو کې د ملا برادر ګډون رد کړی و، خو پخوانی طالب چارواکی او د افغانستان د خلاصون لارې د شورا مشر سید اکبر اغا ازادي راډيو ته وویل، فکر کوي چې د قطر په ناسته کې به ملا برادر برخه واخلي او له دغې ناستې به ښې پایلې ترلاسه شي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا له ناستې مخکې رسنیو ته وویل، افغان حکومت هم مسؤلیت لري چې د سولې په وړاندې خنډونه لیرې کړي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

ده زیاته کړه:

"موږ هم مسؤلیت لرو چې د خبرو اترو په وړاندې خنډونه لیرې کړو، که بحث دا وي چې خبرې اترې له کوم ډول یو ټیم سره وشي، موږ باید انعطاف ولرو، داسې یو ټیم جوړ کړو چې په ترکیب کې يې حکومتي استازي، سیاسي او ملي څېرې وي او د دغسې یو ټیم جوړول کولای شي چې د بین‌الافغاني خبرو په وړاندې د طالبانو هر ډول بهانه لیرې کړي."

خو ښاغلی عبدالله طالبان د سولې په وړاندې لوی خنډ بولي، ځکه په خبره‌یې چې یاده ډله لا هم له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو د پیلېدو لپاره یوې پایلې ته نه‌ده رسېدلې.

په وروستیو کې د افغانستان د سولې په اړه هلې ځلې تر بل هر وخت تېزې شوي دي، خو هغه څه چې امریکا او افغان حکومت‌يې هیله لري، د بین‌الافغاني خبرو پیل دی.

امریکايي چارواکو وړاندې ویلي چې له طالبانو سره به له هرې وروستۍ پرېکړې مخکې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه برابروي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG