د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

د فوټبال د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونې څېړونکی پلاوی لاهم اروپا ته نه‌دی تللی


د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي

د یوې میاشتي په تېریدو سره بیا هم د افغانستان د فوټبال د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونې د قضیې د څېړلو لپاره پلاوي اروپا ته سفر نه‌دی کړی.

د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، هر کله چې د اروپايي هېوادونو له لوري ویزه د دوی په واک کې ورکړل شي، پلاوی به‌یې سفر وکړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۱» د ازادي راډيو د یوې پوښتنې په ځواب کې زیاته کړه:

د افغانستان د لویې څارنوالۍ لوحه
د افغانستان د لویې څارنوالۍ لوحه

"موږ یوازې ویزې ته په تمه یوو، هر کله چې زموږ د همکارانو په واک کې ورکړل شي، موږ خپل ټول چمتووالی لرو، ترڅو اروپايي هېوادونو ته سفر وکړي او له دغو کسانو سره به له نږدې خبرې وشي، څو د اړتیا وړ اسناد او شواهد ترلاسه شي، څو وکړای شو چې په دې برخه کې وروستۍ پرېکړه وکړو."

ښاغلي رسولي همدارنګه د خلکو اندېښنو ته په ځواب کې وویل چې د دوی اداره هڅه کوي چې دغو اندېښنو ته د پای ټکی کېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې لویې څارنوالۍ نږدې یوه میاشت مخکې ویلي وو چې په دې برخه کې څېړنې تر یوه حده بشپړې شوي او د قضیې د بهرني اړخ د څېړلو لپاره به یو پلاوی اروپا ته ولاړ شي.

د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي، دغه پلاوی به د ۲۰ ورځو په اوږدو کې د قضیې په تړاو له بېلابېلو کسانو، ادارو او اړوندو برخو سره خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې مخکې د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رئیس او ځینو مسؤلینو له‌خوا د فوټبال د ښځینه ملي لوبډلې لوبغاړي جنسي ځورول شوي، لويې څارنوالۍ د دغه فدراسیون رئیس او یو شمېر مسؤلین ممنوع‌الخروج اعلان کړل او دندې یې وځنډولې.

د افغانستان د نجونو د فوټبال لوبډلې لوبغاړي
د افغانستان د نجونو د فوټبال لوبډلې لوبغاړي

لویې څارنوالۍ د خپلو ارزونو وروسته د دغه فدراسیون د مشر کرام‌الدین کریم او یو شمېر نورو مسؤلینو دندې وځنډولې او ممنوع‌الخروج یې اعلان کړل.

له بلې‌خوا د الکوزي د مجتمع نړیوال شرکت چې د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم لوی مالي ملاتړی و، له دغه فدراسیون سره‌یې د یو میلیون ډالرو په ارزښت خپل تړون فسخه کړ.

په ورته وخت کې د فوټبال فدراسیون ویاند شفیع شاداب وايي، د لويې څارنوالۍ د څېړنو ځنډېدو د هېواد د فوټبال فعالتیونه ټکني کړي دي.

نوموړي وویل:

"هر څومره چې په څېړنو کې ځنډ کېږي، دا د فدراسیون او د لوبغاړو په کارونو منفي اغېزې کوي، که چېري دا قضیه ژر تر ژره اعلان شي، د ټولو په ګټه ده."

دا په داسې حال کې ده چې فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون یوسف کارګر چې د افغانستان د لویې څارنوالۍ له لوري یې دنده هم ځنډول شوې وه د دغه بندیز له رفع کېدو وروسته د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رئیس په توګه انتخاب کړی.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG