د افغانستان د فوتبال د ټیم سر روزونکی وايي، د لويې څارنوالۍ له خوا د فوټبال د فدراسیون له رهبرۍ د تحقیقاتو ځنډ د هېواد پر فوټبال ناوړه اثر غورځولی دی.
د فوټبال د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونو په اړه د افغانستان د لويې څارنوالۍ له خوا د فوټبال د فدراسیون پر مشرتابه د لګېدلو تورونو په څېړلو کې ځنډ د هېواد د فوټبال پروګرامونه له ستونزو سره مخ کړي دي.
د افغانستان د فوټبال د ټیم سر روزونکي انوش دستګیر د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دغه فدراسیون د رئیس او سکرترجنرال او ځینو نورو مسؤلینو د دندو ځنډېدو د هېواد فوټبال زیانمن کړی دی.
د ده په خبره، د لویې څارنوالۍ د څېړنو د نتایجو پورې حکومت باید دغې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
دی زیاتوي:
"کله چې د یوه بنسټ د رئيس دنده ځنډېږي، بنسټ له یو لړ ستونزو سره مخ کېږي، کومې ستونزې چې موږ يې لرو، هغه مالي او فني دي، زموږ کارونه په فیفا کې بند دي، د افغانستان د فوټبال د ټیم د مربي په توګه هیله کوم چې ډېر ژر زموږ د سکرتر جنرال کار ځانګړی شي، باید ووایم چې له لوېې څارنوالۍ خوښ یوو چې د فني مرستیال تعلیق یې رفع کړ."
په پام کې وه چې افغانستان د مارچ په میاشت کې له کوېټ سره د فوټبال سیالي وکړي، خو د هېواد د فوټبال د سر روزونکي په خبره، دغه سیالي د فني ستونزو له امله لغوه شوه.
له بلې خوا د الکوزي د مجتمع نړیوال شرکت چې د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم لوی مالي ملاتړی و، له دغه فدراسیون سره یې د یو میلیون ډالرو په ارزښت خپل تړون فسخه کړ.
دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې مخکې د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې چې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د رئیس او ځینو مسؤلینو له خوا د فوټبال د ښځینه ملي لوبډلې لوبغاړي جنسي ځورول شوي، لويې څارنوالۍ د دغه فدراسیون رئیس او یو شمېر مسؤلین ممنوع الخروج اعلان کړل او دندې یې وځنډولې.
لوېې څارنوالۍ د خپلو ارزونو وروسته د دغه فدراسیون د فني مرستیال یوسف کارګر دنده له تعلیقه وایسته.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي مخکې له دې ویلي چې د دوی یو پلاوی د لا څېړنو په هدف اروپا ته تللی دی.
د فوټبال د ملي ټیم یو شمېر ښځینه لوبغاړي چې د فوټبال د فدراسیون پر مشرانو یې دغه تورونه پورې کړي، په ځینو اروپايي هېوادونو کې اوسېږي.
په ورته وخت کې د فوټبال د فدراسیون ویاند شفیع شاداب وايي، د لويې څارنوالۍ د څېړنو ځنډېدو د هېواد د فوټبال فعالتیونه ټکني کړي دي.
ده د فوټبال د دوو تمریني کمپونو لغوه کېدو ته اشاره وکړه او ويې ویل، په فدراسیون کې د فني او مالي ستونزو له امله دغه کمپونه لغوه شوي دي.
خو د افغانستان د فوټبال د فدراسیون فني مرستیال یوسف کارګر ازادي راډیو ته وویل، د لويې څارنوالۍ د څېړنو غځېدو د هېواد پر فوټبال هېڅ منفي اغېز نه دی کړی.
ده زیاته کړه:
"له کوېټ سره د سیالیو لغوه کېدل په الکوزي کمپنۍ پورې اړه لري، نه د لويې څارنوالۍ څېړنو او تورونو پورې، که د یو رئيس یا مرستیال دنده ځنډېږي، سېستم خو شته، د فوټبال فدراسیون خپل ټول کارونه د اساسنامې او پروګرامونو له مخې پرمخ وړي."
په ورته وخت کې د الکوزي شرکت چې کوم لیک د فوټبال فدراسیون ته استولی، د تړون د لغوه کېدو دلیل یې په فدراسیون کې اداري تشه ښودلې ده.
خو د افغانستان د فوټبال د فدراسیون فني مرستیال وايي، د هېواد د فوټبال پروګرامونه د دولت د بودجې له خوا تمویلېږي.
راپور: خان محمد سیند