د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۱

ایران په خپلو امنیتي سرتېرو د تېرې اوونۍ د برید په تور ۶ مشکوک کسان نیولي


په ایران کې د تېرې اوونۍ د خونړي برید سیمه
په ایران کې د تېرې اوونۍ د خونړي برید سیمه

ایران وایي، شپږ تنه مشکوک کسان‌یې د دغه هېواد په جنوب کې پر امنیتي ځواکونو د تېرې اوونۍ په برید کې د لاس لرلو په تور نیولي دي.

د ایران سپاه پاسداران د فبرورۍ په ۱۸مه وویل، درې تنه‌یې په سراوان او خاش ښارونو کې د هغوی په پټن‌ځایونو کې نیولي دي.

دغو ځواکونو نیول شوي کسان ترورېستان بللي دي.

د فارس نیمه دولتي خبري اژانس د سیستان بلوچستان ولایت د عمومي څارنوال علي مؤحدي له قوله ویلي چې درې نور کسان هم نیول شوي چې د فبرورۍ د ۱۳مې نېټې په ځانمرګي برید کې په لاس لرلو تورن دي.

د ایران سپاه پاسداران وایي، په سراوان او خاش ښارونو کې د عملیاتو پر مهال‌یې ۱۵۰ کېلو ګرامه چاودېدونکي مواد او ۶۰۰ کېلو ګرامه چاودېدونکي وسایل او هم وسلې او مهمات نیولي دي.

د دغو ځواکونو په وینا نیول شويو کسانو برید کوونکي ته موټر برابر کړی، لارښوونه‌یې کړې او ملاتړ یې کړی دی.

د فبرورۍ په ۱۷مه د ایران د پارلمان مشر علي لاریجاني وویل چې دغه برید په پاکستان کې دننه پلان او له هغه ځایه ترسره شوی وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په‌دغه هېواد کې د پاکستان سفیر د اعتراض په توګه وروغوښت.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي

د دغه وزارت ویاند بهرام قاسمي د فبرورۍ په ۱۸مه خبریالانو ته وویل:

"زموږ لپاره د زغم وړ نه‌ده چې د پاکستان دولت او پوځ ونه‌شي کولای له خپلې خاورې څخه د ایران پر وړاندې د دې ډول شرارت او ترورېستي اقداماتو مخه ونیسي."

تسنیم خبري اژانس بیا د ایران د پوځ د لوی درستیز محمد باقري له قوله ویلي چې هېواد یې د پاکستان چارواکو ته د ترورېستي ډلو د پټو او نیمه پټو روزنیزو مرکزونو په اړه معلومات شریک کړي دي.

ښاغلي باقري د پاکستان د پوځ له قوماندانانو سره په ټیلیفوني خبرو کې له هغوی غوښتي چې یا دې له دغو ډلو سره مقابله وکړي او یا دې ایراني ځواکونو ته اجازه ورکړي چې لاس په کار شي.

د فبرورۍ د ۱۳مې ځانمرګی برید چې د امنیتي ځواکونو پر یوه بس شوی دی په کلونو کې د ایران پر ځواکونو یو له خونړیو بریدونو ګڼل شوی دی چې د سپاه پاسداران انقلاب ۲۷ تنه ځواکونه په‌کې ووژل شول.

سُني تُندلاري ډلې جیش‌العدل د هغه برید مسؤلیت اخیستی دی.

سیستان بلوچستان د پاکستان او افغانستان سره د ایران پر پوله پروت دی چې وسله‌والې ډلې او قاچاق کوونکي پر همدې لارې تګ راتګ کوي.

په‌دې سیمه کې تر ډېره سُني مذهبي بلوڅان مېشت دي.

اسلام‌اباد دا برید غندلی او له ایران سره‌یې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

ایران په پرله‌پسې ډول ویلي چې وسله‌والې ډلې په پاکستان کې دننه له خپلو پټن ځایونو څخه فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG