د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

ایران کې انتحاري حملې د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو لږ تر لږه ۲۷ تنه وژلي


ایران کې د سپاه پاسداران انقلاب پر ځواکونو انتحاري حمله شوې چې لږ تر لږه ۲۷ تنه یې وژلي او لس تنه نور یې ټپیان کړي.
ایران کې د سپاه پاسداران انقلاب پر ځواکونو انتحاري حمله شوې چې لږ تر لږه ۲۷ تنه یې وژلي او لس تنه نور یې ټپیان کړي.

د ایران په سیستان بلوچستان ولایت کې د چهارشنبې د ورځې ځان وژونکي برید د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو لږ تر لږه ۲۷ تنه وژلي او ۱۰ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د ایران ایرنا او فارس اژانسونو خبر ورکړی دی چې برید کوونکي انتحاري دا حمله د زاهدان-خاش پر لویه لار پر هغه بس کړې ده چې د سپاه سرتېرې یې انتقالول.

د جیش‌العدل په نوم بېلتون غوښتونکې ډلې ویلي دي چې دا انتحاري حمله دوی کړې او د بس ۴۰ تنه سورلۍ چې پوځیان وو، وژلي دي.

فارس اژانس د دې پېښې یوه وېډیو خپره کړې ده چې په‌کې د بس د اوسپنو ټوټې ښکاري.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمي فارس اژانس ته وویل چې د هېواد پوځ او استخبارات به د دې حملې غچ واخلي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیا دا برید د منځني ختیځ له کنفرانس سره چې په وارسا کې دی مرتبط وباله.

محمد جواد ظریف په ټویټر کې لیکلي دي چې د وارسا د غونډې له پیل سره دا ترورېستي حمله تصادفي نه‌ده، خو ده د خپلې دې ادعا لپاره کوم دلیل نه‌دی بیان کړی.

دا حمله د ایران پر سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو تر ټولو سخت برید دی، دا ځواکونه په مستقیم ډول د ایران د مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي تر قوماندې لاندې دي.

نږدې دوه اوونۍ مخکې د ایران د سیستان بلوچستان ولایت په مرکز زاهدان کې دوه چاودنې شوې وې چې درې پولیس په‌کې ټپیان شوي وو، د هغو بریدونو مسؤلیت هم جیش‌العدل ډلې منلی و.

همداراز تېر کال د ډسمبر په میاشت کې په چابهار بندر کې دوه پولیس وژل شوي وو او ۴۲ تنه نور کسان ټپیان شوي وو.

په ایران کې پر امنیتي ځواکونو د دې بریدونو په لړ کې په مني کې د اهوار په ښار کې د رسم ګذشت پر مهال پر ایراني سرتېرو حمله وشوه چې ۲۵ تنه ووژل شول، په وژل شویو کې ۱۲ تنه د سپاه پاسداران انقلاب سرتېري وو.

د ایران د سیستان بلوچستان اکثر اوسېدونکي بلوڅان او سنیان دي.

دا سیمه د مخدره موادو د قاچاقوړونکو د خشونت سیمه هم ده.

جیش‌العدل وایي چې دوی د بلوڅانو لپاره د زیاتو حقونو غوښتونکي دي.

XS
SM
MD
LG