د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

اتمر: د انتخاباتي کمېسیونونو د رئیسانو او غړو لیرې کول د قانون خلاف عمل دی


د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید او د سولې او اعتدال د انتخاباتي ټیم مشر محمد حنیف اتمر
د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید او د سولې او اعتدال د انتخاباتي ټیم مشر محمد حنیف اتمر

د افغانستان جمهوري ریاست ته کاندید محمد حنیف اتمر وايي، افغان دولت د انتخاباتي کمېسیونونو د رئیسانو او غړو په لیرې کولو کې قانون په پام کې نه‌دی نیولی او بېړنی اقدام‌یې کړی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید، د سولې او اعتدال د انتخاباتي ټیم مشر محمد حنیف اتمر د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۲۹» په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، جمهوري ریاست ته د کاندیدانو او سیاسي ګوندونو له مشورو پرته د دولت له‌خوا له دندو د انتخاباتي کمېسیونونو د رئیسانو او غړو لیرې کېدل یوه بېړنۍ هڅه او د قانون خلاف عمل دی.

ښاغلي اتمر وویل، په انتخاباتي کمېسیونونو کې د اصلاحاتو راوستل د هېواد د اکثرو سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو غوښتنه وه، خو له یوه سره د دواړو انتخاباتي کمېسیونونو د رئیسانو او غړو لیرې کول په راتلونکو انتخاباتو کې د دولت مداخلې ته د زمینو د برابرولو په معنی دي.

دی وایي:

"زموږ ټیم تأکید کوي چې دغه انتخابات باید شفاف، ازاد، عادلانه او له ملي اعتبار سره دایر شي، د انتخاباتو په اړه باید د حکومت انحصار له‌منځه لاړ او پر ځای یې رښتینی سیاسي مشارکت رامنځته شي، موږ غواړو چې په دې پروسه کې د هېواد سیاسي مشران او مدني بنسټونه شریک وي."

ښاغلي اتمر دا هم وویل چې د جمهوري ریاست انتخابات باید د ترتیب شوي مهالوېش سره سم ترسره شي.

ده وویل، د سولې د مذاکراتو په خاطر روانې هڅې باید د انتخاباتو خنډ نه‌شي، بلکې دواړه پروسې باید یو له بل سره مرسته وکړي.

ښاغلي اتمر وویل، د ولسي جرګې د انتخاباتو د نتایجو په ځنډېدو کې یوازې د کمېسیونونو رئیسان او غړي مسؤل نه، بلکې تخنیکي تجهیزات چې د دولت له‌خوا تیار شوي وو هم د پروسې په کمزورۍ کې رول لري.

په ورته وخت کې "اي. اېس. جي" یا د افغانستان د انتخاباتو ملاتړې نړیوالې ډلې په یوه سرخلاصي لیک کې ویلي چې د انتخاباتي کمېسیونونو د رئیسانو او غړو په انتخابولو کې باید شفافیت او دقت په پام کې ونیول شي.

دغې ډلې له سیاسي ګوندونو، مدني بنسټونو او د جمهوري ریاست له کاندیدانو په کلکه غوښتي چې په دې پروسه کې خپل مسؤلیتونه په ښه توګه ترسره او د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره بې‌پرې، تجربه لرونکي او مسلکي کسان وټاکي.

د افغانستان د انتخاباتو په ملاتړې نړیوالې ډله کې یوناما، اروپايي ټولنه، امریکا، جاپان، جرمني، استرالیا او بریتانیا شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د انتخاباتو د قانون د بدلون د طرحې له تصویب او توشېح وروسته جمهوري ریاست اعلان کړه چې له دې سره د انتخاباتي کمېسیونونو کمېشنران لیرې شوي ګڼل کېږي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په همدې ورځ د فرمان په صادرولو سره د انتخاباتي کمېسیونونو د دارالانشاء رئیسان د یادو کمېسیونونو د مؤقتو سرپرستو رئیسانو په توګه وګمارل.

بل‌خوا د افغانستان د جمهور رئیس ویاند هارون چخانسوري د دوشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل، د انتخاباتو په قانون کې د بدلون راوستل د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو د معتبرو استازو د مشورو او پرېکړې له مخې شوي او کله چې دغه پرېکړه تصویب او توشېح شوه، قانون حکم کوي چې د انتخاباتي کمېسیونونو رئیسان او غړي له دندو لیرې کېږي.

د افغانستان د جمهور رئیس ویاند هارون چخانسوري
د افغانستان د جمهور رئیس ویاند هارون چخانسوري

ده زیاته کړه:

"د دې قانون پر اساس، پخواني کمېشنران نور عزل دي، هغه کسان چې فکر کوي چې حکومت دوی عزل کړي، دا سمه نه‌ده، هیله کوم چې دوی چې دا فکر کوي، باید حقوقي مسايلو ته رجوع وکړي او معلومات له خلکو سره شریک او تشویش ایجاد نه‌کړي."

سربېره پر دې دولتي چارواکو او په تېره د جمهور رئيس دوهم مرستیال سرور دانش د جمعې په ورځ له افغانستانه د شوروي پوځونو د وتلو د ۳۰مې کلیزې په مناسبت په جوړې شوې ناسته کې له سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونو وغوښتل چې د انتخاباتي کمېسیونونو د نویو غړو لپاره د خپلو استازو لېست په یوه اوونۍ کې جمهوري ریاست ته وسپاري.

ښاغلي دانش همدا شان له سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونو هیله وکړه چې د دغې پروسې له شفافیت او خپلواکۍ سره مرسته وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG