د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۹

خبرونه

د ټرمپ استازی د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې به د اوکراین ګټې وساتي

د اوکراین لپاره د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی وايي، د ټرمپ له خوا د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په حل لارو کې به د اوکراین ګټې په پام کې ونیول شي.

د هغه په خبره، دا حل لارې به عادلانه وي.

د اوکراین په چارو کې د ټرمپ استازی چې یو متقاعد جنرال دی او کیت کلوګ نومیږي، د چهارشنبې په ورځ فاکس نیوز تلویزیون ته په مرکه کې وویل، " خلک باید پوه شی، چې هڅه نه کوي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او یا روسانو ته امتیاز ورکړي".

د کلوګ په خبره، هڅه يې دا ده چې اوکراین وژغوري او حاکمیت يې وساتي.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرامپ په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې ویلي و، د واک له ترلاسه کولو وروسته به په ۲۴ساعتونو کې د اوکراین جګړه پای ته ورسوي.

خو دا چې څنګه به دا کار کوي، په دې اړه يې جزییات نه و، ورکړي.

دونالډ‌ ټرمپ تازه ویلي، هیله من دی چې په شپږو میاشتو کې د اوکرایین جګړه پای ته ورسوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ریچارډ بینټ؛ مجرمینو ته علني سزا ورکول له نړیوالو قوانیو سرغړونه ده

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورورکونکی ریچارډ بنیټ وايي، د طالبانو له خوا مجرمینو ته په علني ډول سزا ورکول له نړیوالو قوانیو ښکاره سرغړونه ده.

بینټ پرون جمعه د (اپریل۱۱مه) پر خپلې ایکس پاڼې په بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې په علني توګه د څلور کسانو اعدام غندلی او له طالبانو يې غوښتي چې د دغه ډول سزاګانو پلي کیدل ژر تر ژره ودروي.

د طالبانو حکومت پرون په بادغیس، نیمروز او فراه کې څلور کسان اعدام کړل.

د اعدام شویو کسانو د هویت او جرمونو په اړه جزیات خپاره شوي نه دي.

دا څلور اعدامونه د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته په تیرو نژدې څلورو کلونو کې د یوې ورځې په ترڅ کې د اعدامونو تر ټولو لوړه شمیر دی.

د فرانسې خبري اژانس په وینا، له دې اعدامونو سره د طالبانو د واکمنۍ له راستنېدو راهیسې په عام محضر کې د اعدام شویو نارینه وو شمېر ۱۰ ته ورسېد.

ملګرو ملتونو د میانمار زلزله ځپلو لپراه د ۲۷۵میلیونو ډالرو د مرستې غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو په میانمار کې د وروستیو زلزلو له کبله زیانمنو شویو کسانو ته د ۲۷۵ میلیونو ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده.

دوه اونۍ مخکې د میانمار ډیر سیمې یوې زورولې زلزلې ولړزولې.

د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې د پنځه نیم میلیونو اړمنو کسانو سره د پلان شوې ۱،۱ میلیارد ډالرو بودیجې یوازې پنځه سلنه يې ترلاسه کړې ده.

په راپور کې وړاندې راغلي، "د اړمنو کسانو نویو او مخ په زیاتیدونکو اړتیاو ته په پام، اضافي سرچینې او عاجلې مرستې په کار دي".

د راپور په ټکو، دغه نوي غوښتل شوې مرستې چې پر یو نیم میلیون اړمنو کسانو تمرکز لري، هغوو ښځو او ماشومانو ته په کې ځانګړی پام شوی چې له تاوتریخوالي سره مخ دي او یا د زیږون پرمهال روغتیايي خدمتونه ته لاسرسی نه لري.

د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې، څه باندې شپږ میلیونه کسان په زلزله ځپلو سیمو کې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د مارچ په ۲۸مه د ریښتر په کچه ۷،۷ درجې زلزلې د میانمار ډیرې سیمې ولړزولې چې نژدې څلور زره کسان په کې ووژل شوی او په زرهاوو نور په کې ټپیان او بې سرپناه شول.

یوناما په افغانستان کې د اعدامونو د سمدستي دریدو غوښتنه وکړه

UNAMA logo
UNAMA logo

د جمعې په ورځ په افغانستان کې د څلورو کسانو له اعدام وروسته، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) وویل چې د مرګ سزا د ژوند له اساسي حق څخه سرغړونه ده.

د دې اعدامونو د خبر له خپریدو څو ساعته وروسته، یوناما د دې سزا د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

طالبانو د جمعې په ورځ په بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې څلور کسان په عام محضر کې اعدام کړل.

دا د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته په تیرو نژدې څلورو کلونو کې د یوې ورځې په ترڅ کې د اعدامونو تر ټولو لوړه شمیره ده.

د فرانسې خبري اژانس په وینا، له دې اعدامونو سره د طالبانو د واکمنۍ له راستنېدو راهیسې په عام محضر کې د اعدام شویو نارینه وو شمېر ۱۰ ته ورسېد.

د جرمني نوی حکومت بې اسناده افغانان له خپلې خاورې باسي

افغانستان -- له جرمني څخه شړل شوي افغان کډوال د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې ، د سپتمبر ۱۳مه، ۲۰۱۷-ارشیف
افغانستان -- له جرمني څخه شړل شوي افغان کډوال د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې ، د سپتمبر ۱۳مه، ۲۰۱۷-ارشیف

د جرمني نوی حکومت پلان لري چې افغانستان ته د هغو افغانانو د ایستلو لړۍ پراخه کړي چې قانوني اسناد نه لري.

د مسیحي ډیموکرات او مسیحي سوسیال ګوندونو د پارلماني ډلې مشر تورستن فرای د جرمني « بیلد» ورځپاڼې ته ویلي دي چې افغانستان او سوریې ته به د کډوالو د بیرته ستنولو لړۍ چټکه شي. ښاغلي فرای زیاته کړه چې پروسږکال په اوړي کې د یوشمیر کډوالو د ایستلو تجربې وښودله چې دا کار ممکن دی.

جرمني رسنیو د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې په دغه هیواد کې دوه لکه څلویښت زره داسې کډوال شته چې اسناد نه لري.

د ښاغلي فرای په وینا غیرقانوني کډوال باید په هر ډول چې کیږي له جرمني ووځي او غوره به دا وي چې لومړی په خپله خوښه ولاړ شي.

په دغو غیرقانوني کډوالو کې لویه برخه د افغانستان دي.

د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی نن په ناببره سفر روسیې ته ولاړ

ویتکوف
ویتکوف

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو لوړ پوړی سلاکار سټیف ویتکوف روسیې ته تللی دی.

د ازادې اروپا /ازادي راډیو د خبر د مرکز په وینا، ښاغلی ویتکوف په داسې وخت کې دا سفر کوي چې د امریکا اواکراین ترمنځ په واشنګتن کې خبرې روانې دي او بریتانیا او جرمني په بروکسل کې د اوکراین په اړه غونډې لري.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د روسیې دولتي رسنیو ته وویل چې د امریکا ځانګړی استازی سټیف ویټکوف نن (د اپریل په ۱۱مه) روسیې ته ورسید.

ښاغلی ویتکوف به د شنبې په ورځ په عمان کې له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي او د دې سفر په درشل کې دی په روسیې کې تم شوی دی.

واشنګتن په ممبۍ کې د ۲۰۰۸ کال د ترورستي بریدونو طراح هند ته وسپاره

هند - ممبۍ، ۲۸ نومبر ۲۰۰۸-د ترورستي برید پرمهال پوځیان-ارشیف
هند - ممبۍ، ۲۸ نومبر ۲۰۰۸-د ترورستي برید پرمهال پوځیان-ارشیف

د امریکا متحد ایالتونو طهور حسین رانا هند ته وسپاره. دی پاکستاني الاصله کاناډایی دی او هغه کس دی چې په ممبۍ کې د ۲۰۰۸ کال د ترورستي بریدونو طراح بلل کیږي.

د دې بریدونو له امله یوسل او شپږ شپیته کسان ووژل شول چې په دوی کې شپږ تنه امریکایان وو.

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پنجشنبې په ورځ وویل چې متحد ایالتونو د هند د هغو هڅو ملاتړ کړی دی چې د دې بریدونو مسوولین عدالت ته راکاږي.

ښاغلي روبیو زیاته کړه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې چې واشنګتن او نوی ډیلی به د ترهګرۍ له نړیوالې بلا سره د مبارزې لپاره ګډو هڅو ته دوام ورکړي.

هند پخوا هم له واشنګتنه د طهور حسین رانا د ورسپارلو غوښتنه کوله، خو دا پلا چې کله ډونالډ ټرمپ ولسمشر شو د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره یې د رانا د ورسپارلو ژمنه وکړه.

د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د څلورو کسانو اعدام له بشري حقونو څخه د سرغړونو ادامه وبلله

د بښنې نړیوال سازمان
د بښنې نړیوال سازمان

د بښنې د نړیوال سازمان نن د افغانستان په دریو ولایتونو کې په عام محضر کې د څلورو کسانو پر اعدام خواشني څرګنده کړه.

د بښني د نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې دفتر په ایکس پاڼه کې نن لیکلې دي چې په نیمروز، فراه او بادغیس کې د طالبانو له لورې په عام محضر کې د څلورو کسانو اعدام له بشري حقونو څخه د سرغړونو ادامه ده.

دغه دفتر زیاتوي چې د طالبانو چارواکي د بشري حقونو نړیوال قوانین په بشپړ ډول په بې پروایي سره تر پښو لاندې کوي.

له نژدې څلورو کلونو راهیسې چې طالبانو کابل نیولی دی دا په یوه ورځ کې د اعدام تر ټولو لوړه شمیره ده.

د ۵۱ ډالرو مرستې په تور زنداني شوې میرمن خوشي شوه

کسینیا کاریلینا
کسینیا کاریلینا

روسي الاصله امریکایۍ کسینیا کاریلینا چې په روسیه کې د دې لپاره زنداني شوې وه چې په اکراین کې یې له یوې امریکایۍ مرستندویه موسسې سره یو پنځوس ډالر مرسته کړې وه، د تبادلې په ترڅ کې له بنده خوشې شوه.

کاریلینا له ارتور پیتروف سره چې د جرمني او روسیې دوه ګونی تابعت لري او ادعا کیږي چې حساس مایکرو الکترونیک مواد یې صادر کړې دي، تبادله شوه.

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پنجشنبې په ورځ په خواله رسنیو کې د کاریلینا د خوشي کیدو خبر تایید کړ. د روسیې امنیتي څانګې

FSB هم د پیتروف د خوشي کیدو خبر ورکړی دی.

د کاریلینا الوتکه په سیمه ایز وخت د شپې شاوخوا ۱۱ بجې د واشنګټن ډي سي بهر د انډریوز په هوایي ډګر کې ښکته شوه، چیرې چې هغې ته د هغې د کوژدنې لخوا هرکلی وویل شو.

۳۳ کلنه کاریلینا، چې پخوانۍ بالې نڅاګره وه، په ۲۰۱۵ کال کې متحده ایالاتو ته لاړه او په ۲۰۲۱ کال کې یې د امریکا تابعیت ترلاسه کړ.

د جنوري له شلمې راوروسته چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر په توګه لوړه کړې ده دا دوهم ځل دی چې د روسیې او امریکا ترمنځ زندانیان تبادله کیږي.

څیړونکو داسې ماده موندلی چې کولی شي د پلاستیک ځای ونیسي

د څیړونکو یوې ډلې د یوه شفافه، سپک او د تجزیې وړ پوليمر د موندنې خبر ورکړی چې کولی شي د پلاستیک ځای ونیسي.

د امریکا په سان ډیګو ښار کې د کیمیاوي ټولنې ناستې دا نوې موندنه رسما اعلان کړې ده.

دا ماده په ځانګړې ډول له طبیعي سرچینو، د نشایسته له ترکیب او د نباتاتو له پاتې شونو جوړیږي.

ازموینو ښودلې چې دا ماده په طبیعي چاپیریال یا مرطوبو خاور کې د څو اونیو او میاشتو په موده کې له منځه ځي.

څیړونکي وايي، دا نوې ماده نه یوازې روغتیا ته ګټوره ده، بلکې ارزانه هم تمامیږي.

د څیړونکو له خوا دا نوي ماده په داسې حال کې موندل کیږي چې نن سبا نږدې ټول تولید محصولات له پلاستیکي پوښونو سره بازار ته وړاندې کیږي.

له دې مخکې څیړونو ښودلې وه چې د پلاستیک کوچنۍ زرې د خوړو او څښاک له لارې د انسان بدن ته داخلېدای شي.

افغان اصله بریټانیوۍ فرشته جامي چې په ترهګرۍ تورنه وه، په عمري بند محکومه شوه

فرشته جامي
فرشته جامي

بریټانیايي رسنۍ وايي، د لیسټر محکمې د فرشتې جامي په نوم ۳۶کلنې افغانې ښځې ته د عمري بند سزا اورولې.

هغه د بریټانیا د ترهګرۍ ضد د اساسي قانون د پنځمې ماده پر بنسټ، د ترهګریزو اعمالو د ترسره کولو د مقدماتي کړنو په تور په دوو موادو کې مجرمه پیژندل شوې ده.

د بریټانیوي رسنیو د راپورونو له مخې، دغې افغان اصله بریټانیوۍ ښځې تیرکال ځان او خپلو ماشومانو لپاره افغانستان ته یوه طرفه د سفر ټکټونه کړي وو، او غوښتل يې د داعش خراسان څانګې سره په افغانستان کې یوځای شي.

د پولیسو د معلومات له مخې، د هغې له کوره نغدې پیسې هم ترلاسه شوې وې.

د فرشتې جامي له نیولو وروسته پولیسو په یوې اعلامیه کې ویلي و، دا شواهدي يې موندلي چې ښيئ هغې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ پر ټولنیزو رسنیو سخت دریځه او تاوتریخوالي ته هڅونکې متحوا خپره کړې ده.

د بریټانیايې امینتي چارواکو د فرشتې جامي محکومیدل د ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې یو ښه اقدام بللی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG