د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون وایي چې لا تر اوسه په افغانستان کې شرایط دې ته نهدي برابر چې له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو وتلو ته مهالوېش وټاکل شي.
د دغه کمېسیون رئیس نثار احمد غوریانی وایي چې لا هم ترورېستي ډلې د افغانستان، سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ بلل کېږي او باید دا موضوع په پام کې ونیول شي.
ښاغلي غوریاني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۸» ازادي راډیو ته وویل، که څه هم افغان امنیتي ځواکونه اوس ښې وړتیاوې لري، خو لا هم د بهرنیو ځواکونو ملاتړ او مرستو ته اړتیا شته.
نوموړي زیاته کړه:
"ترورېستي ډلې د نړۍ په کچه فعالیت لري او که واک ته ورسېږي بیا به هم د تېرو دوو لسیزو په څېر چې ټوله نړۍ له القاعدې څخه اندېښمنه وه بیا به هم هماغسې شي. زه اوس لازمه ګڼم چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې حضور ولري ځکه چې افغانستان او د دې هېواد امنیتي ځواکونه د هغوی قاطع ملاتړ ته اړتیا لري."
دا غوښتنه پهداسې حال کې مطرح کېږي چې په مسکو کې د یو شمېر افغان سیاسیونو او د طالبانو د استازو ترمنځ په وروستۍ ناسته کې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار شوی دی.
په ورته وخت کې طالبانو له افغاستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه ضد او نقیضې خبرې کړي.
د دې ډلې د قطر د دفتر مرستیال او د مسکو د وروستۍ غونډې ګډونوال عبدالسلام حنفي وویل چې له امریکا سره د هغوی د موافقې پر اساس تر نږدې درېیو میاشتو به نیمایي امریکایي ځواکونه له افغانستانه وځي.
خو د مسکو په غونډه کې د طالبانو د پلاوي مشر شیر محمد عباس ستانکزي دا خبره رد کړه.
تازه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې له دې هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه کوم مهالوېش نهدی ټاکل شوی.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د مهالوېش په اړه تر اوسه کومه موافقه نهده شوې.
په عین حال کې د امنیتي چارو پوه باري عارض انتقاد کوي چې په تېرو ۱۸ کلونو کې بهرني ځواکونه ونهتوانېدل چې په افغانستان کې امنیت ټینګ کړي.
دی وایي چې لا تر اوسه هم پهدې هېواد کې وضعیت کړکېچن دی او بهرني ځواکونه باید پهدې برخه کې مسؤلانه عمل وکړي.
نوموړی وايي:
"د بهرنیو ځواکونو وتل په هېڅ صورت داسې نهدي متصور چې دوی ټولې ستونزې همداسې پرېږدي او ووځي، بهرني ځواکونه پهدې هېواد کې ځانګړی مسؤلیت لري، یعنې داسې نهشي کېدای چې پهدې هېواد کې وضعیت له پخوا نه هم کړکېچن پرېږدي او دوی ووځي."
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د کانګرس په ګډه غونډه کې په خپلۍ وروستۍ وینا کې وویل چې د امریکایي چارواکو او طالبانو ترمنځ د خبرو د پرمختګ په صورت کې به دوی وتوانېږي چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو حضور راکم کړي.
له بله پلوه د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم وایي چې هېڅڅوک په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو دایمي حضور نهغواړي، خو د ده په خبره اوسمهال له ترورېزم سره د مبارزې لپاره د نړیوالو ځواکونو حضور پهدې هېواد کې یوه اړتیا ده.
راپور: نسیم شفق