د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۵۴

افغانستان

د کرنې او مالدارۍ وزارت: ارزګان کې کرنیزو پروژو پراختیا موندلې

د ارزګان مرکز
د ارزګان مرکز

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په ارزګان ولایت کې د کرنیزو پروژو له پراختیا خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، د نوموړي ولایت ۸۰ سلنه خلک په کرنه بوخت دي چې تر ډېره حاصلات د انارو، بادامو او طبي بوټو په برخه کې دي.

د نوموړي په خبره د ارزګان والي له دغه وزارته غوښتي چي په نوموړي ولایت کې د انارو د ساتنې لپاره د سړو خونو، د اوبو د ذخيرو او سربندونو، حیواني کلینیکونو او نباتي افتونو او ناروغیو د تشخیص د مرکزونو غوښتنه کړې ده.

د ښاغلي رستمي په وینا، په‌دې ټولو سره به هغه ولایت کې د کرنې سکټور نور هم پرمختګ وکړي او ورسره به د کروندګرو او باغ لرونکو په اقتصاد کې د پام وړ بدلون راشي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د تازه ورښتونو اټکل شوی

ارشیف
ارشیف

د افغانستان په یو ویشت ولایتونو کې پنجشنبه د ورښتونو او د سیلونو د بهیدو اټکل شوی دی.

د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، پنجشیر، لوګر، پکتیا، خوست، پروان، بغلان، میدان‌وردګ، بدخشان، تخار، سمنګان، کندز، بلخ سرپل، بامیان، غور او دایکندي ولایتونو کې له لسو تر دیرش ملي مترو پورې د بارانونو د وریدو او د سیلونو د بهیدو امکانات شته.

د افغانستان له پېښو سره د مبارزې د ادارې په وینا د حمل له شپږمې تر څلرویشتمې په افغانستان کې د ورښتونو او سیلونو له امله یو سل او اووه اویا کسان ووژل شوي او نهه تنه لاهم تري تم دي.

متقي د عربستان له سفیر سره د کابل-اسلام اباد پر روغې جوړې خبرې وکړې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر سره د افغانستان او پاکستان د روغې جوړې د مذاکراتو په تړاو خبرې وکړې.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلې دي چې د چهارشنبې په ورځ امیر خان متقي د افغانستان لپاره د سعودي عربستان سفیر فیصل طلق البقمي ته په چین کې د ترسره شویو خبرو په اړه معلومات ورکړل.

د خبرپاڼې له مخې ښاغلي متقي وویل چې هیله یې دا ده چې تعبیرات او جزیي تخنیکي مسایل د افغانستان-پاکستان د مذاکراتو د پرمختګ بهیر له خنډ سره مخامخ نه کړي.

د چین په ارومچي کې د پیکنګ په منځګړیتوب د اپریل له لومړۍ نیټې تر اوومې پورې د افغان طالبانو او پاکستان د استازیو تر منځ د سولې غیر رسمي خبرې ترسره شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي د جاپان په مرسته د افغانستان روغتیايي خدمات پیاوړي کوي

د جاپان بیرغ ، ارشیف
د جاپان بیرغ ، ارشیف

د روغتیا نړیوال سازمان وايي د جاپان په مرسته د افغانستان د روغتیايي پاملرنې سیستم پیاوړی کوي.

ددغه سازمان د افغانستان څانګې د چهارشنبې په ورځ خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د جاپان د حکومت او ولس په "سخاوتمندانه" مرسته د افغانستان د روغتیايي خدماتو سیستم د بیړنۍ پاملرنې څخه نیولې د ناروغیو ترتشخیص او اساسي خدماتو پورې پياوړی کوي.

د افغانستان د روغتیايي خدماتو سیستم چې له پخوا هم د څو لسیزو جګړو له امله کمزوری شوی هیوادته د ملیونو کډوالو د ستنیدو له امله ترفشار لاندې دی.

ملګري ملتونه وايي له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته ستنې شوې ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ دي

اسلام کلا بندر ته یوه راستنیدونکې کورنۍ ، ارشیف
اسلام کلا بندر ته یوه راستنیدونکې کورنۍ ، ارشیف

ملګري ملتونه وايي له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته ستنې شوې ښځې، د فقر، ناوړه ګټې اخیستنې اوستونزو سره د مقابلې لپاره دخطرناکو لارو چارو د غوره کولو له زیات خطر سره مخ دي.

ملګړي ملتونه وايي ددغو ستنو شویو ښځو څخه یوازی ۱۷ سلنه یې د خپل کاروبار عاید ترلاسه کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې نن چهارشنبه په خپله ایکسپاڼه لیکلي دي چې افغانستان ته د ستنو شویو ښځو د اقتصادي ادغام په اړه یوه څېړنه کې، د هغوی د اقتصادي ګډون پر وړاندې خنډونه پېژندل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې دا څېړنه عملي سپارښتنې وړاندې کوي څو د ستنېدونکو ښځو اقتصادي جذب پیاوړی شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په وینا، که څه هم بیړنۍ بشري اړتیاوې باید لا هم پوره شي، خو دا هم ډېر مهم دي چې په اوږدمهالو حللارو پانګونه وشي.

بلخوا د اروپايي اتحادیې د ملکي ساتنې او بشري مرستو ادارې د دوشنبې په ورځ، د حمل ۲۴مه، په یوه راپور کې وویل چې ډېری افغانان چې له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي، نه کور لري، نه عاید او نه هم لومړنیو خدماتو ته لاسرسی.

دې ادارې زیاته کړې چې د افغانستان د نازکو شرایطو په پام کې نیولو سره، ښځې او ماشومان تر ټولو زیات زیانګالي دي.

نوراحمد لکڼوال په خپلې په زړه پورې لوبې د چینای سوپرکینګز پرونۍ بریا کې ونډه واخیسته

افغان سپنر نوراحمد لکڼوال ، ارشیف
افغان سپنر نوراحمد لکڼوال ، ارشیف

افغان سپنر نوراحمد لکڼوال دهند د غوره لیګ پرونۍ سیالۍ کې په زړه پورې لوبې سره د چینای سوپرکینګز لوبډلې په بریا کې مهمه ونډه واخیسته.

هغه د ۲۱ رنزونو په ورکولو سره درې ویکټې واخیستې.

په نتیجه کې چینای سوپر کینګز، سیالې لوبډلې کلکته نایت رایدرز ته د ۳۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او پرله پسې دویمه بریا یې خپله کړه.

چینای ټیم چې پنځه ځلې یې اتلولې ګټلې د ۵ ویکټو په مټ ۱۹۲ رنزونه جوړ کړي وو.

وروسته نور احمد لکڼوال د خپل کیڼ لاس سپین بالینګ سره کلکته یوازې ۱۶۰-۷ کې ایساره کړه.

د کلکته د ټیم درې ویکټې ژر ولوېدلې ، خو ټیم لا هم په سیالۍ کې و تر څو چې نور احمد لکڼوال برید وکړ.

نوراحمد د کلکتې د ټیم کیپټان آینکیا رهاني په ۲۸ منډو وسوځاوه او د استرالیا لوبغاړی کامیرون ګرین پرته لدې چې کوم رنزو وکړي هغه یې هم وسوځاوه خو په رینکو سینګ باندې یې هیتریک ونه شو کړای .

خو رینکو هم ډېر دوام ونه کړ او په شپږ منډو کې کیچ شو، چې له امله یې کلکته ۹۰-۶ ته راولوېده.

وروسته راومن پاول او رامدیپ سینګ دواړو هڅې وکړې چې لوبه بیرته راژوندۍ کړي خو دوی ونه شو کړای چې لوبې ته د اړتیا وړ چټکتیا ورکړي.

د طالب چارواکو د بندیزونو د لیسټ نویو زیاتوونو د طالبانو غبرګون پارولی

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د لوړپوړ طالب چارواکو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لیسټ کې نوې زیاتوونې غیر عادلانه او د افغانانو د حقونو تر پښو لاندې کول بللي.

هغه د سې شنبې په ورځ د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو او تلویزیون ته ویلي چې بندیزونه له پیل څخه بې اغیزې وو.

مجاهد ټینګار وکړ چې طالبان له نړیوالې ټولنې سره تفاهم غواړي او تمه لري چې ملګري ملتونه د سیاسي فشار پرځای د افغانستان او نړۍ د نږدې کولو لپاره کار وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د څلورو لوړ پوړو طالب چارواکو په اړه د بندیزونو لیست تازه کړ. په دې اقدام کې محمد حسن اخوند، عبدالغني برادر، امیر خان متقي او هدایت الله بدري شامل دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې دا بدلونونه نوي بندیزونه نه دي، بلکې د دې اشخاصو د هویتي معلوماتو د بشپړولو او کره والي لپاره د ۱۹۸۸ پریکړه لیک په چوکاټ کې شوي دي.

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۱ کال کې په ۱۹۸۸ پرېکړه لیک سره د طالبانو په لوړپوړو چارواکو د شتمنیو د کنګلولو، سفري بندیزونو او د وسلو د ګرځولو ممانعت لګولی.

د هند له خوا له افغانستان سره د نري رنځ د واکسین مرسته

یو روغتون کې د ماشوم عکس
یو روغتون کې د ماشوم عکس

هند افغانستان ته د نري رنځ یا توبرکلوز ۱۳ ټنه واکسین او نور اړوند مواد مرسته کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال د سې شنبې په ورځ لیکلي چې دا مرسته د ماشومانو د نري رنځ واکسین پروګرام د پیاوړتیا په هدف شوې.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په دې مرسته شویو موادو کې نږدې لس میلیونه د نري رنځ واکسینونه او څه باندې یو میلیون تیتانوس واکسینونه شامل دي.

هند مخکې هم په تېره د کونړ د زلزله ځپلو لپاره له افغانستان سره طبي مرسته کړې ده.

په هرات کې لاریون ترسره شو

Afghanistan -- West Afghanistan province Herat full map نقشه هرات graphic, 26 October 2016
Afghanistan -- West Afghanistan province Herat full map نقشه هرات graphic, 26 October 2016

د هرات په ښار کې نن د یوه لاریون په ترڅ کې د هغو ملکیانو جسدونه خاورو ته وسپارل چې د جمعې په ورځ په انجیل ولسوالي کې د ناپيژاندو وسله والو د ډزو پرمهال وژل شوي وو.

طلوع نیوز د لاریون کوونکو شمیر په زرګونه یاد کړی دی. دې لاریون کوونکو د ترهګرو او برید کوونکو پرضد شعارونه ورکړل او د طالبانو له حکومته یې وغوښتل چې د دې پېښې عاملان معلوم کړي او سزا ورکړي.

د جمعې په ورځ د هرات په انجیل ولسوالي کې وسله والو یولس تنه شیعه ووژل. تر اوسه کوم کس یا کومې ډلې د دې حملې مسوولیت نه دی منلی.

په بغلان کې څلور تنه وژل شوي

په بغلان کې د طالبان امنیه قوانداني وایي، د یوه برید په ترڅ کې څلور تنه په جنجان ولسوالي کې وژل شوي او درې تنه ټپیان شوې دي.

امنیه قوماندانۍ په یوه بیان کې ویلي دي چې دا پېښه د دوشنبې په ماښام د لمانځه پرمهال رامنځته شوې ده. بیان زیاتوي چې دا پېښه د شخصي دښمنۍ له مخې شوې ده او دوه تنه تورن نیول شوې دي.

د تکواندو افغان لوبغاړي یعقوبي خپل ارمنستاني سیال ته ماته ورکړه

د افغانستان د تکواندو لوبغاړی مهدي یعقوبي
د افغانستان د تکواندو لوبغاړی مهدي یعقوبي

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې لوبغاړي مهدي یعقوبي د اوزبېکستان په نړیوالو سیالیو کې خپل ارمنستاني سیال ته ماته ورکړه.

دا مسابقه چې نن په اوزبېکستان کې ترسره شوه، د افغانستان د نوو ځوانانو د تکواندو ملي لوبغاړی مهدي یعقوبي وتوانېد په منفي ۴۵ کیلوګرام وزن کې خپل ارمنستاني سیال ته شکست ورکړي او په دغو سیالیو کې بل پړاو ته لار ومومي.

د نوو ځوانانو د تکواندو نړیوالې سیالۍ د اوزبېکستان په کوربه‌توب پرون پیل شوې چې پکې څلور افغان لوبغاړو ګډون کړی دی.

په دې سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ د نړۍ د یوسل او پنځلس هیوادونو نهه سوه یو نوي لوبغاړو برخه اخیستې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG