د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، راتلونکې اوونۍ به وکولای شي چې د داعش د وسلهوالې ډلې د «فزیکي خلافت» ماتې اعلان کړي.
ولسمشر ټرمپ دا خبرې په واشنګټن کې د داعش د وسلهوالې ډلې پر ضد د نړیوال ائتلاف د غړو هېوادونو د استازو په غونډه کې کړې دي.
د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د داعش د وسلهوالې ډلې پر ضد د ۷۹ غړو هېوادنو د ائتلاف راټولو شویو چارواکو ته ولسمشر ټرمپ وویل:
"د امریکا د متحده ایالاتو پوځ، زموږ د ائتلاف شریکانو او د سوریې ډموکراتو ځواکونو، په سوریه او عراق کې عملاً ټولې هغې سیمې چې مخکې د داعش د وسلهوالې ډلې په لاس کې وې ازادې کړې دي."
ولسمشر ټرمپ له سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه خپلې پرېکړې ته په اشارې وویل:
"موږ په تمه یو چې خپلو جنګیالیو ته کور ته په راستنېدو تود هرکلی ووایو."
تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د داعش د وسلهوالې ډلې پر ضد ائتلاف کې د خپل هېواد متحدانو ته وویل، له سوریې د امریکايي ځواکونو وتل د داعش ډلې پر ضد د واشنګټن د جګړې د پای ته رسېدو په معنی نهدی.
مایک پامپیو د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د داعش پر ضد د نړیوال ائتلاف د غړو هېوادونو د چارواکو د غونډې په پرانیسته کې وویل، دا ډله تر اوسه «یو خطرناک ګواښ» دی.
نوموړي وویل:
"موږ له تاسو سره څنګ په څنګ خپلې جګړې ته ادامه ورکوو. د سرتېرو وتل یو تاکتیکي بدلون دی. په مأموریت کې کوم بدلون نهدی. د سرتېرو ایستل، تشکیلات، طرحه یا هغه صلاحیتونه چې دا مبارزه پرې ولاړه ده نهبدلوي. بلکې په واقعیت کې په یو زاړه جنګ کې یوه نوې مرحله ده. د سرتېرو ایستل به همغږي شي او د سوریې په اړه زموږ پالېسۍ کې بدلون نهدی راغلی."
دا غونډه وروسته له هغې جوړېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره میاشت اعلان وکړ چې له سوریې څخه ټول دوه زره امریکايي سرتېري وباسي.
انتقاد کوونکو وویل چې د امریکايي ځواکونو وتل به یوه تشه رامنځته کړي چې په سوریه او عراق کې به بېرته د داعش د وسلهوالې ډلې د جنګیالیو د انسجام سبب شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خپلو متحدانو ته وویل، امریکا به د داعش د وسلهوالې ډلې پر ضد د جګړې مشرتابه ته دوام ورکړي، خو له نورو هېوادونو یې هم وغوښتل چې د دې ډلې د بشپړ ورکاوي لپاره دې ژمن پاتې شي.
تر دې یوه ورځ مخکې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل خبرداری ورکړ چې د داعش ډله لا هم رهبران، جنګیالي، سرچینې او مفکوره لري چې د دې ډلې هڅې تأمینوي.
د امریکا د دفاع وزارت مفتش هم په یو وروستي راپور کې خبرداری ورکړی چې له سوریې څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته ممکنه ده چې د اسلامي دولت وسلهواله ډله یا داعش له شپږو میاشتو څخه تر یو کال پورې موده کې بېرته منسجمه شي او سوریه کې یوه محدوده سیمه بېرته تر خپل کنټرول لاندې راولي.