داسې ویل کېږي چې د امریکا ولسمشر به نن د فبرورۍ په ۵مه کانګرس ته په کلنۍ وینا کې له داعشه د بشپړ ګټلي بري زېری وکړي.
د امریکا هر جمهور رئیس په دودیز ډول د کال په پیل کې د کانګرس دواړو خونو ته وینا کوي.
په دې وینا کې ولسمشر پر بودجه، ملي اولیتونو، اقتصادي وضعیت او په داسې نورو مهمو مسئلو غږېږي.
د اسوشیټېډ پرس په حواله، ولسمشر ډونالد ټرمپ به نن کانګرس ته ووايي چې د داعش وسلهواله ډله نور نړیوال امنیت ته ګواښ نهشي پېښولای.
خو د امریکا د دفاعي چارو څارونکي اندېښنه لري چې د داعش وسلهوال وخت تېروي او دې ته منتظر دي چې امریکايي پوځيان څه وخت د جګړې له ډګره وځي.
په امریکا کې د پوځي چارو یو شمېر څارونکي باور لري چې که امریکايي پوځیان په بيړه له سوریې ووځي، د داعش ډله کولای شي چې په شپږو میاشتو یا یوه کال کې بیا منسجمه شي.
ولسمشر ډونالد ټرمپ په ډسمبر کې پر ټویټر اعلان وکړ چې له سوریې خپل ټول عسکر باسي.
ټرمپ ادعا وکړه چې د داعش وسلهوالې ډلې ماته خوړلې ده.
خو د امریکا د دفاع وزارت یوې څارونکې ډلې د دوشنبې په ورځ په يوه راپور کې خبرداری ورکړ چې داعش لا هم جدي خطر دی.
د راپور په حواله، که امریکا د ترورېزم سره پر مبارزې فشار جاري ونهساتي، د داعش په جګړه پاخه وسلهوال په سوریه کې بیا منسجمېدلای شي.
د امریکا ولسمشر په ابتدا کې ویلي وو چې په چټکۍ به له سوریې عسکر باسي او د امریکا متحدانیې هم متعجب کړي.
د ټرمپ د دې نظر له امله جېمز مټېس د امریکا له دفاع وزارته استعفا وکړه.
د ټرمپ د ادارې د استخباراتو مشر هم وویل چې داعش جدي خطر دی او په منځني ختيځ کې له ترورېزم سره د مبارزې د ائتلاف امریکایي مشر له دندې لیرې شو.
ډونالد ټرمپ همداراز خپل پوځ ته امر وکړ چې له افغانستانه د تقریباً نیمايي عسکرو د ایستلو پلان جوړ کړي.
د امریکا په سنا کې د دواړو ګوندونو استازو د ټرمپ له دې نظر سره چې له سوریې او افغانستانه عسکر باسي یا یې شمېر کموي، مخالفت څرګند کړی دی.
په سنا کې پرون هغه لایحه تصویب شوه چې د اکثریت جمهوري غوښتونکو مشر میچ مکانل جوړه کړې وه.
لایحې ته د سنا ۷۰ غړو موافقې رأیې ورکړې او یوازې ۲۶ مخالفې رأیې ورسره ثبت شوې دي.
دې څرګنده کړه چې د سنا جمهوري غوښتونکي او ډموکراتان پر دې مسئله موافق نظر لري.
په لایحه کې ویل شوي چې د داعش او القاعده پر ضد په مبارزه کې پرمختګ شوی، خو دواړه ډلې لا هم جدي ګواښ پېښولای شي.
لایحې خبرداری ورکړی چې له سوریې او افغانستانه د امریکايي پوځيانو په ایستلو کې بیړه به داسې خلا پرېږدي چې ایران یا روسیهیې ډکولای شي.
بهرنی سیاست یوه اساسي مسئله ده چې د ډونالد ټرمپ او په سنا کې د جمهوري غوښتونکو ترمنځیې جدي اختلاف پیدا کړی دی.
د سنا د جمهوري غوښتونکي اکثریت مشر مچ مکانل تېره اوونۍ سنا ته د لایحې د وړاندې کولو په غونډه کې وویل چې داعش او القاعده لا هم شکست نهدی خوړلی.
نوې تصویب شوې لایحه د قانون له نظره لازمالاجرا نهده.
د لایحې هدف د کانګرس او سپینې ماڼۍ ترمنځ د همکارۍ زیاتول دي، څو دواړه وتوانېږي چې د افغانستان او سوریې لپاره اوږدمهاله ستراتېژي جوړه کړي او له دې هېوادونو د امریکايي پوځیانو په ایستلو کې د بيړې خطرونه وګڼي.