د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۵۰

ټرمپ: د ايران رژيم افراطي دی چې ناوړه کارونه‌یې کړي

ولسمشر ټرمپ په خپله کلنۍ وينا کې
ولسمشر ټرمپ په خپله کلنۍ وينا کې

ولسمشر ډونالد ټرمپ د کانګرس دواړو جرګو ته په خپله کلنۍ وينا کې له روسيې سره د منځ‌واټنه اټمي وسلو د کنټرول له شوي تړونه د امريکا د وتلو د پرېکړې دفاع وکړه.

ښاغلي ټرمپ وويل، موږ تر ډېره دغه تړون تعقيب کړى، خو روسيې له کلونو راهيسې له خپلو هغو مکلفيتونو چې په‌دغه تړون کې درج شوي، سرغړونه کړې ده.

د يادولو وړ ده چې د امريکا متحده ايالاتو او روسيې دغه تړون په ١٩٨٧ میلادي کال کې لاسليک کړى و.

سپينې ماڼۍ د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې د منځ واټنه اټمي وسلو د کنټرول له تړونه وځي، تر دغه اعلان يوه ورځ وروسته مسکو هم له دغه تړونه د وتلو خبره وکړه.

د ايران له مصيبت پاروونکي اټمي تړونه مې د امريکا متحده ايالات وايست.

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د ايران په اړه هم خبرې وکړې.

هغه د ايران رژيم راديکال يا افراطي وباله او ژمنه‌يې وکړه چې تهران به هېڅکله د اټمي وسلو په ترلاسه کولو بريالى نه‌شي.

ارشیف، د امریکا او ایران ګډ بیرغونه
ارشیف، د امریکا او ایران ګډ بیرغونه

ولسمشر ټرمپ د ٢٠١٥ میلادي کال له اټمي تړونه د امريکا د وتلو د پرېکړې دفاع وکړه او ویې‌ویل:

"دا يو افراطي رژيم دى چې ناوړه او بد کارونه کوي. د دې لپاره چې دغه فاسد ديکتاتور نظام بيا هېڅ‌کله اټمي وسلې ترلاسه نه‌کړي، د ايران له مصيبت پاروونکي اټمي تړونه مې د امريکا متحده ايالات وايست."

د دغه تړون پر اساس له ايرانه ځيني اقتصادي بنديزونه لیرې شوي وو، په بدل کې تهران خپل اټمي پروګرام محدود کړى و.

ولسمشر ټرمپ له اټمي تړونه د واشنګټن تر وتلو وروسته پر ايران د بنديزونو د بيا لګولو اعلان کړى دى.

دا وينا په‌داسې حال کې کېږي چې د سپينې ماڼۍ او ډموکراتانو ترمنځ زياتېدونکى کړکېچ د امريکا د فدرال حکومت د ځينو برخو د تړل کېدو سبب شو چې ٣٥ ورځې يې دوام وکړ.

دا وروسته له هغې چې ډموکراتانو د امريکا او مکسيکو پر سرحد د دېوال جوړولو لپاره د ولسمشر ټرمپ د بودجې غوښتنه رد کړه.

ډموکراتانو د نومبر مياشتې په منځ‌مهاله انتخاباتو کې د استازو په جرګه کې اکثريت څوکۍ ګټلې دي.

ټرمپ د ايران رژيم راديکال يا افراطي وباله.

سپينه ماڼۍ او ډموکراتان د فبرورۍ مياشتې د ١٥مې له بل ضرب‌الاجل سره مخامخ دي چې دواړه لوري تر هغه وخته د فدرال حکومت د اغېزمنو شويو برخو د تمويل لپاره يوې نوې موافقې ته ورسېږي، که نه ښايي د حکومت دغه برخې بيا وتړل شي.

ګڼ سياستوال په‌دې باور وو چې ولسمشر ټرمپ ښايي په ملي سطحه د اضطراري حالت د اعلان خبردارى ورکړي چې په مرسته‌يې د دېوال جوړولو پلان عملي کړاى شي.

خو ولسمشر ټرمپ په خپله وينا کې چې ٨٢ دقيقې يې دوام وکړ، دغسې کوم اعلان ونه‌کړ.

نوموړي ټينګار وکړ چې غير قانوني مهاجرت د امريکا لپاره يو خطر ګڼل کېږي.

د ولسمشر ټرمپ په تېره دوه کلنه دوره کې اقتصاد له کليدي مسايلو ګڼل کېده چې ويل کېږي په‌دې موده کې په امريکا کې د بې‌کارۍ سطحه ٤ فيصده کمه شوې ده.

This item is part of
XS
SM
MD
LG