د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

د ارمان لوڼي وژنې په افغانستان کې هم تند غبرګونونه راپارولي


د پښتنو د حقونو غوښتونکی مبارز ارمان لوڼي
د پښتنو د حقونو غوښتونکی مبارز ارمان لوڼي

د بلوچستان په لورلايي کې د پښتنو د حقونو د غوښتونکي ارمان لوڼي وژنې په افغانستان کې هم غبرګونونه راپارولي دي.

د پښتنو د حقونو لپاره د راوتلي ځوان ارمان لوڼي وژنې د ډیورند کرښې د ها غاړې تر څنګ په کابل، کونړ، ننګرهار او خوست کې هم تند ولسي غبرګونونه راپارولي دي.

په پایتخت کابل کې د افغان ژغورنې غورځنګ غړو د یوې اعتراضیه راټولیدنې په ترڅ کې د لوڼي وژنه په کلکو ټکو وغندله او ويې ویل چې پاکستان په دا شان وژنو غواړي چې د پښتنو د حق غوښتنې غږ غلی کړي.

په کابل کې د ارمان لوڼي د وژنې په اړه د خلکو غبرګون
په کابل کې د ارمان لوڼي د وژنې په اړه د خلکو غبرګون

د دوی له منځه زهیر زنداني دغې غونډې ته وویل:

"مونږ ټول افغانان د ارمان شهید غم خپل غم ګڼو او په دې سخت وخت کې د خپلو وروڼو تر څنګ ولاړ یوو، مونږ د منظور پښتین ملاتړ کوو او غږ ته يې منتظر یوو، مونږ له دوی سره دا غږ بدرګه کوو چې د وژنې او تاوتریخوالي خلاف یو او باید د دغو وژنو پوښتنه وشي."

له کابل سره هم مهاله په ننګرهار، کونړ او خوست کې هم سلکونه کسان راټول شوي وو او د پښتون ژغورنې غورځنګ له غړو سره يې د ارمان لوڼي د وژل کېدو په تړاو غمشریکي وکړه.

په ننګرهار او کونړ کې راټولو شویو خلکو د نوموړي غایبانه جنازې هم وکړې، خو په کابل کې د غایبانه جنازې تابیا د دوشنبې په ورځ نیول شوې ده.

د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په احتجاجي بڼه دا راټولېدنې له هغې یوه ورځ وروسته کېږي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ غړی ارمان لوڼی د بلوچستان په لورلايي سیمه کې د پولیسو له خوا په اخ او ډب کې ووژل شو.

د دغې غورځنګ مشر منظور پښتین پر پاکستاني پولیسو تور پورې کړی چې له ارمان لوڼي سره یې تاوتریخوالی کړی او په بې رحمانه ډول یې وژلی دی.

د ارمان لوڼي له وژل کېدو وروسته په خواله رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې او د پښتون ژغورنې غورځنګ ویناوې ښيي چې د پاکستان حکومت یو ځل بيا د تاوتریخوالي هڅه کړې او هغو خلکو ته يې اجازه نه ورکوله چې ژوب او قلعه سیف الله ته د نوموړي جنازې ته روان وو.

ارمان لوڼی د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ غړی او د غورځنګ د بلې فعالې وړانګې لوڼۍ ورور و.

۳۵ کلن ارمان په کالج کې د پښتو ادبیاتو استاد و، واده يې کړی او درې لوڼې ترې پاتې شوې.

دا د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړو او پلویانو لومړی کس نه دی چې وژل کېږي، بلکې له دې وړاندې هم د مشال خان، طاهر داوړ او د نقیب الله مسید په څېر ډېر نور ځوانان وژل شوي، خو لا يې چا سپیناوی نه دی کړی.

خو نن په دغو احتجاجونو کې غوښتنه وشوه چې له دې وروسته باید د بشري حقونو تر هر بنسټه دا غږ ورسول شي چې دوی عدالت او حساب غواړي.

په کابل کې د ارمان لوڼي د وژنې په اړه د خلکو غبرګون
په کابل کې د ارمان لوڼي د وژنې په اړه د خلکو غبرګون

د غونډې له منځه اسرار کریمزي وويل:

"په ټولو نړیوالو فورمونو، په ملګرو ملتونو او د بشري حقونو په هر بنسټ غږ کوو چې په دغو ستونزو نورې سترګې پټې نه کړي، افغانان او د لر او بر پښتانه مشران، لیکوالان او سیاسي مبارزین باید نور راپورته شي او زمونږ ستونزې نړیوالو ته وړاندې کړي."

د دې تر څنګ د ارمان لوڼي وژنې د ټولنیزو رسنیو فېسبوک، ټوېټر او نورو سایټونو هم تند غبرګونونه راپارولي دي.

د پاکستان حکومت په رسمي توګه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو په پاکستان او افغانستان کې د خلکو احتجاجي غونډې او غبرګونونه په ډېرېدو دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG