د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۲۳

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی ارمان لوڼی چا وواژه؟


ارشیف، د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی محمد ابراهیم ارمان لوڼی
ارشیف، د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی محمد ابراهیم ارمان لوڼی

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی محمد ابراهیم لوڼی چې په ارمان لوڼي مشهور و، د پاکستان د پولیسو په حمله کې ووژل شو.

ارمان لوڼی پرون د فبرورۍ په ۲مه د بلوچستان په لورلايي سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلویانو څلور ورځني پرلت ته ورغلی و.

د ارمان ملګرو ازادي راډیو ته وویل چې پولیسو تر پرلت وروسته لار ورته نیولې وه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی محمد ابراهیم ارمان لوڼی
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی محمد ابراهیم ارمان لوڼی

د هغه یوه ملګري قیوم اتمانخېل چې د پېښې په وخت کې ورسره و، پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل:

"موږ ته د پولیسو سیمه ييز مشر په لار کې ولاړ و او نور ګڼ شمېر پولیس هم په ملکي جامو کې او د نورو حکومتي ادارو مامورین هم ورسره وو، له هغوی سره کاغذونه وو، ارمان ته یې ګوته ونیوه او ويې ویل چې دغه دی، یوه پولیس د ټوپک په بټ (کُنداغ) ارمان په څټ کې وواهه او هغه په سړک ولوېد."

قیوم اتمانخېل زیاته کړه:

"موږ چې په موټر کې روغتون ته ورساوه، پولیس هلته مخکې له مخکې رسېدلي وو، ډاکتران یې نه راپرېښودل، موږ یې نه ور پرېښودو، وروسته یې مړی راکړ چې موږ د باچاخان چوک ته راوړ."

محمد ابراهیم ارمان لوڼی د بلوچستان ایالت د کوټې په ډګري کالج کې د پښتو ژبې استاد و.

د هغه خور وړانګه لوڼۍ هم د پښتون ژغورنې غورځنګ له فعالو غړو ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین پر ټوېټر بېګا ولیکل چې ارمان لوڼی د پاکستان د پولیسو د تشدد له امله وژل شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین

د پاکستان د مرکزي پارلمان غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مشر محسن داوړ بېګا پر ټوېټر د ارمان لوڼي د قتل پرضد پولیسو ته د ثبت کړي عرض یوه کاپي خپره کړې ده.

په دې سند کې ادعا شوې چې د عطاالرحمن ترین په نوم د پولیسو یوه افسر ارمان لوڼی پېژندلی، هغه یې وهلی، وژلی او د روغتون لاره یې ورته بنده کړې وه.

خو د بلوچستان ایالت د لورلايي سیمې د پولیسو مشر عطا الرحمن ترین د دې پېښې په اړه له مشال راډیو سره له خبرو ډډه وکړه.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسون بېګا په یوه بیان کې ویلي چې ارمان لوڼي حق درلود چې په سوله ییز ډول اعتراض وکړي.

دې کمېسون پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې د ارمان لوڼي د ظالمانه قتل ځواب باید وویل شي.

د پښتون ژغورنې غورڅنګ پلویانو د جنورۍ په ۲۹مه نېټه په لورلايي کې پرلت پیل کړ.

په لورلايي کې پرلت پرون پای ته ورسېد.

د هغوی د پرلت هدف د پاکستان له حکومته د دې غوښتنه وه چې د ترورېستي حملو د مخنیوي لپاره اوچت ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG