د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۹

د سولې شورا: د سولې په روانو خبرو کې باید افغان پلاوی ورګډ شي


د سولې شورا مرستیال جمال‌الدین بدر
د سولې شورا مرستیال جمال‌الدین بدر

په داسې حال کې چې وسله‌والو طالبانو لا هم له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته د هوکړې سر نه‌دی خوځولی، د افغانستان د سولې عالي شورا غوښتنه کوي چې نور باید د سولې په روانو خبرو کې افغان پلاوی ورګډ شي.

د دې شورا مرستیال جمال‌الدین بدر د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۹» ازادي راډيو ته وویل چې د سولې په خبرو کې د افغان پلاوي نه‌موجودیت روانې هڅې له ستونزو سره مخ کوي.

د سولې عالي شورا نېښان
د سولې عالي شورا نېښان

نوموړی وايي:

"د جګړې تمویلوونکي هېوادونه که هغه پاکستان یا هم امریکا او یا نور هېوادونه دي هغوی چې د سولې لپاره‌یې هڅې تېزې کړې دي دا ښه خبره ده، خو دلته په مېکانیزم کې ستونزه ده هغه دا چې تر دې دمه د سولې په خبرو کې افغان با صلاحیته پلاوی نه‌شته چې دا یوه خلا رامنځته کوي، نو اوس چې د سولې لپاره نیتونه ښه دي، نو ولې اصلي خلک باید شاته پاتې شي؟"

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد لا هم په کابل کې دی او د سولې په اړه خپلو لیدنو کتنو ته دوام ورکوي.

د سولې په خبرو کې د افغان پلاوي نه‌موجودیت روانې هڅې له ستونزو سره مخ کوي.

راپورونه وايي چې ښاغلی خلیل‌زاد به د نن ورځې په جریان د حکومت له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او یو شمېر سیاستوالو سره وګوري.

تېر ماښام ښاغلي خلیل‌زاد په کابل کې د امریکا په سفارت کې له یو شمېر خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې له طالبانو سره په بحثونو کې یې د لومړي ځل لپاره د پام وړ پرمختګونه درلودل.

په کابل کې د امریکا له سفارته په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي خلیل‌زاد په یاد سفارت کې له خبریالانو سره په خبرو کې هېله وښوده چې افغانان دې سیاسي اختلافات پرېږدي او له رامنځته شوي فرصته دې د جګړې د ختمېدو لپاره ګټه واخلي.

ښاغلي خلیل‌زاد خبریالانو ته وویل چې طالبان‌یې هڅولي، څو له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.

د ده په وینا، افغانان باید د ستونزو حل په بین‌الافغاني خبرو کې ولټوي.

په قطر کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي شپږ ورځنۍ خبرې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ پای ته ورسېدې.

که څه هم په یو شمېر راپورونو کې ویل شوي چې د قطر په ناسته کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو، په افغانستان کې د مؤقت حکومت په رامنځته کولو او یو شمېر نورو مسایلو هوکړه شوې، خو نه طالبانو او نه هم امریکا په‌دې اړه رسمي څه ویلي دي.

زلمي خلیل‌زاد په قطر کې له طالب استازو سره تر خبرو اترو وروسته د یکشنبې د ورځې ماښام ناوخته له ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه کې وویل، د افغانستان د نظام د راتلونکي جوړښت په اړه‌يې له طالبانو سره هېڅ‌راز خبرې او بحث نه‌دی کړی.

تمه ښودل شوې چې د امریکا متحده ایالات استازي او طالبان به د فبروري په ۲۵مه بیا سره کېني.

افغان ولسمشر اشرف غني هم د دوشنبې په ورځ له طالبانو وغوښتل چې له حکومت سره خبرې وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړې ارین یون که څه هم د سولې د روانو خبرو په اړه هیله‌منده ده، خو نوموړې په‌دې برخه کې ځینې اندېښنې هم لري.

د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړې ارین یون
د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړې ارین یون

اغلې یون زیاته کړه:

"د سولې کومې مذاکرې چې ترسره شوي، ولس ورته ډېر هیله‌مند دی، خو ځیني اندېښنې شته چې باید په اړه‌يې له ګاونډیو هېوادونو او امریکا څخه قوي او کلک ضمانتونه واخیستل شي، څو یو وار بیا افغانستان په کورنیو جګړو بدل نه‌شي."

اغلې یون غوښتنه کوي چې باید په‌‌دې برخه کې له ګاونډیو هېوادونو څخه په افغانستان کې د نه‌لاسوهنې ضمانت واخیستل شي.

نوموړې وايي، همدا شان باید له امریکا هم قوي ضمانت واخیستل شي ځکه د اغلې یون په وینا که وېره دا ده چې د امریکايي ځواکونو په وتلو سره یو وار بیا افغانستان د جګړې په ډګر بدل نه‌شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG