د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

زلمی خلیل‌زاد: له طالبانو سره په اصولو کې په مهمو موضوعاتو سلا شوې


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ویلي چې په اصولو کې د ځینو مهمو مسایلو د هوکړو په اړه له طالبانو سره سلا شوې دي.

د افغانستان د سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له طالبانو سره په بحثونو کې یې د لومړي ځل لپاره د پام وړ پرمختګونه درلودل.

زلمي خلیل‌زاد زیاته کړه چې په اصولو کې د ځینو مهمو مسایلو د هوکړې په اړه‌یې له طالبانو سره توافق کړی دی.

خو د ده په خبره، مخکې تر دې چې د خپلو هڅو د پرمختګونو په اړه خبرې وکړي، ډېر کارونه دي چې باید ترسره شي.

په کابل کې د امریکا سفارت یوه اعلامیه خپره کړې چې وایي، ښاغلي خلیل‌زاد په یاد سفارت کې له خبریالانو سره په خبرو کې هیله وښوده چې افغانان دې سیاسي اختلافات پرېږدي او له رامنځته شوي فرصته دې د جګړې د ختمېدو لپاره ګټه واخلي.

تر دې اعلامیې څو ساعته وړاندې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ښاغلي خلیل‌زاد له قوله راپور ورکړ چې امریکا او طالبانو د سولې د توافق پر چوکاټ موافقه کړې ده.

په خبرپاڼه کې د دې چوکاټ په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی په کابل کې له خبریالانو سره د خبرو په حال کې
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی په کابل کې له خبریالانو سره د خبرو په حال کې

​ښاغلي خلیل‌زاد خبریالانو ته وویل چې طالبان‌یې هڅولي، څو له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.

د ده په وینا، افغانان باید د ستونزو حل په بین‌الافغاني خبرو کې ولټوي.

افغان ولسمشر اشرف غني هم د دوشنبې په ورځ له طالبانو وغوښتل چې له حکومت سره خبرې وکړي.

خو ایا طالبان به دا هڅونې او غوښتنې جدي وګڼي؟

د سیاسي چارو کارپوه عمر صمد یې له امریکا متحده ایالاتو په اړه داسې وایي:

"دا چې طالبانو ویلي چې مرکچي پلاوی یې د سلا مشورې لپاره نیولی، امکان لري چې کوېټې ته‌یې واستوي او له خپلو مشرانو سره اړیکې ونیسي او یا هم د طالبانو مرکچي پلاوي ته د ملا برادر راتګ د دې ښکارندویي کوي چې طالبان دې ته متوجې شوي چې نه‌شي کولای چې له نورو افغانانو سره د خبرو په اړه یو پرېکنده دریځ ونیسي."

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د افغانستان له حکومت سره د مخامخ خبرو غوښتنې رد کړې دي.

دغه ډله د افغانستان حکومت یو لاسپوڅی حکومت ګڼي.

د طالبانو استازو شپږ ورځې پرله‌پسې په قطر کې د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ له امریکایي پلاوي سره خبرې وکړې.

ښاغلی خلیل‌زاد تر دې خبرو وروسته افغانستان ته راغی او د دوحې د بحثونو جزئیات‌یې له افغان مشرانو سره شریک کړل.

نوموړي هڅه وکړه چې د دغو خبرو په اړه ځینو اندېښنو ته ځواب ووایي.

خلیل‌زاد زیاته کړه چې یو ناسم روایت شته چې ګواکې افغانان د سولې په خبرو کې شامل نه‌دي.

هغه پر خپله ټویټرپاڼه هم لیکلي چې هېڅ‌څوک د سولې پر ډیپلوماسۍ انحصار نه‌لري او ټول په دې کې برخه لرلای شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو په اړه‌یې له طالبانو سره بحث نه‌دی کړی.

خلیل‌زاد د خبرو په یوه برخه کې وویل چې عمده اندېښنه‌یې په افغانستان کې ناامني او بې‌ثباتي ده او له افغان حکومت سره په ګډه کار کوي، څو د اوربند یو هر اړخیز توافق ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړه چې باید د خبرو بهیر بشپړ کړي، ځکه نه‌شي کولای چې وضعیت بې‌ثباته پرېږدي.

XS
SM
MD
LG