د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

د شکایاتو د کمېسیون له پرېکړې وروسته د پاتې ولایتونو انتخاباتي پایلې هم اعلانېږي


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمیشنر سید حفیظ الله هاشمي
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمیشنر سید حفیظ الله هاشمي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د شکایتونو کمېسیون له پرېکړې وروسته به د پاتې ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستي نتایج هم اعلان کړي.

د افغانستان د ۱۲ ولایتونو د ولسي جرګې د ورستیو نتایجو تر اعلان وروسته د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مسؤلین وايي، د پاتې ولایتونو د نتایجو د اعلان لپاره د شکایتونو کمېسیون پرېکړې ته په تمه دي.

د دغه کمېسیون کمیشنر سید حفیظ الله هاشمي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، هر کله چې د شکایتونو کمېسیون د اعتراضونو په تړاو د خپلو څېړنو نتایج له دوی سره شریک کړي، په دې اړه به اقدام وکړي.

ده زیاته کړه:

"د شکایتونو کمېسیون د قانون په اساس یوه میاشت وخت لري چې د خلکو شکایتونو او اعتراضونو ته رسېدنه وکړي او نتایج له مونږ سره شریک کړي، له کابل او بغلان پرته چې لومړني نتایج یې وروسته یې اعلان شوي، د نورو ولایتونو قانوني وخت پوره شوی او د ۱۲ ولایتونو نتایج چې مونږ ته رسېدلي وو، اعلان شوي، خو تراوسه د نورو ولایتونو نتایج نه دي رسېدلي."

ښاغلي هاشمي وویل، د ولسي جرګې د انتخاباتو د لومړنيو نتایجو لېست له شکایتونو کمېسیون سره شریک شوي او د قانون په اساس باید د خلکو اعتراضونو ته رسېدنه وکړي او بېرته کمېسیون ته معلومات ورکړي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تراوسه د بامیان، لغمان، نیمروز، داکنډي، ارزګان، زابل، جوزجان، پروان، سمنګان، پنجشېر، سرپل او کاپیسا په ګډون، د ۱۲ولایتونو وروستي نتایج اعلان کړي.

کمېسیون د انتخاباتو لومړني نتایج هم په ځنډ سره اعلان کړل چې د کمېسیون دا کار د حکومت، د انتخاباتو د څار بنسټونو، په ملي شورا کې د خلکو د استازو او انتخاباتي شکایتونو د کميسیون له انتقادونو سره مخ شوی و.

هغه مهال د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د پایلو د ځنډ لامل په کارونو کې شفافیت یاد کړی.

په ورته وخت کې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، له ټاکل شوې نېټې پر بنسټ یې خپلې څېړنې کړي او د اتو نورو ولایتونو نتایج هم ورستي شوي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون ویاند علي رضا روحاني
د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون ویاند علي رضا روحاني

د یاد کمېسیون ویاند علي رضا روحاني وویل:

"د ولایتونو ابتدايي نتایج په تدریجي ډول او ځنډ سره اعلان شول، په هماغه اساس هغه ولایتونه چې نتایج یې وختي اعلان شوي وو، مونږ یې شکایتونه په خپل وخت وڅېړل او کمېسیون ته مو ولېږل، د اتو نورو ولایتونو نتایج هم ورستي شوي او دېته چمتو دي چې کمېسیون ته یې ولېږو."

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا ټیفا رئیس محمد نعیم ایوب زاده وايي، د انتخاباتي کمېسیونونو ترمنځ د همغږۍ نشتون هغه مسئله ده چې په انتخاباتي چارو کې د ځنډ لامل شوې ده.

نوموړی سپارښتنه کوي چې په پروسه کې د شفافیت لپاره باید دواړه کمېسیونونه په پوره همغږۍ کار وکړي او د هغو ستونزو مخه ونیسي چې کړکېچ رامنځته کوي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG