د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

د نوماندانو د دوه ګوني تابعیت د معلومولو په اړه له سفارتونو د مرستې غوښتنه شوې


ارشیف، د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات
ارشیف، د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشریزو انتخاباتو د نوماندانو د دوو تابعیتونو د موضوع د معلومولو لپاره‌يې په کابل کې د يو شمېر هېوادونو له سفارتونو رسماً مرسته غوښتې.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزو انتخاباتو د احتمالي نوماندانو د اسنادو پر څېړلو او ارزولو اخته دی.

د نوماندۍ يو مهم شرط د افغانستان تابعیت لرل دي، خو هغوی چې د بل هېواد تابعیت ولري، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په خبره، د احتمالي نوماندانو له نوملړه به وايستل شي.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۲» ازادي راډیو ته وویل چې د دوه تابعیته نوماندانو د پېژندلو لپاره‌یې د بهرنیو چارو وزارت په مرسته په کابل کې د مېشتو يو شمېر هېوادونو له سفارتونو د وضاحت غوښتنه کړې.

د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره ۱۷ نوماندان
د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره ۱۷ نوماندان

ده وویل:

"موږ د بهرنیو چارو د وزارت په مرسته، له هغو سفارتونو چې ممکن ځیني نوماندان د هغه هېواد تابعیت ولري، ورڅخه غوښتي چې په دې اړه له موږ سره حقایق شریک کړي، وبه لیدل شي چې کوم احتمالي نوماند د نورو هېوادونو تابعیت لري، دا موضوع به تر راتلونکو دوو اوونیو معلومه شي."

۱۸ تنو د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو لپاره ځانونه د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره ثبت کړي دي.

د قانون له مخې، دغه کمېسیون دوه اوونۍ وخت لري چې د دغو نوماندانو اسناد وڅېړي.

کوم شرایط چې د ولسمشریزو انتخاباتو د نوماندانو لپاره په نظر کې نیول شوي، په هغه کې د افغانستان د تابعیت لرل، په جرمونو نه‌‌محکومېدل، يو میليون افغانۍ بانکي ضمانت ورکول، د ۴۰ کلنۍ عمر او د یو لکو رأیو ورکوونکو ملاتړ لرل شامل دي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات راتلونکی کال د چنګاښ په ۲۹مه نېته ترسره شي.

په ورته وخت کې له انتخاباتو د څار يو شمېر بنسټونه وايي، د نوماندانو د دوو تابعیتونو لرلو موضوع باید جدي ونیول شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس يوسف رشید د افغانستان له ډيپلوماسۍ او له نورو اړوندو بنسټونو غواړي چې په دې برخه کې توپیري چلند ونه‌کړي.

ارشیف، د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس يوسف رشید
ارشیف، د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس يوسف رشید

ده زیاته کړه:

"هیله لرم، هغه معلومات چې له رسمي چینلونو د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره شریک کېږي، څرګند، شفاف او له سیاسي سلیقو لیرې وي."

ښاغلی رشید ټینګار کوي چې که دوه تابعیته نوماندان لېست ته داخل شي، نو لومړی قانون تر پښو لاندې کېږي او د ټاکنو بهیر له پیله د بې‌باورۍ او درغلیو لور ته ځي او پر دغه ملي بهیر د خلکو باور ته زیان رسېږي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG