د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۰۳

یو شمېر کابل ښاریان: د کورنیو چارو وزارت وروستيو اقداماتو امنیت نسبي ښه کړی

ارشیف، په کابل کې پولیس د تلاشۍ پر مهال
ارشیف، په کابل کې پولیس د تلاشۍ پر مهال

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، د کورنیو چارو وزارت له وروستیو اقداماتو وروسته د ښار امنیت په نسبي ډول ښه شوی.

  • د ځمکو د غاصیبنو.
  • غیر مسؤله وسله‌والو.
  • وېره خپروونکو
  • او د قانون پر وړاندې د بې‌غوره کسانو په تړاو د کورنیو چارو وزارت د وروستیو اقداماتو په اړه د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، دغه چاره د دې لامل شوې چې دوی د ښار د امنیت په اړه ډاډمن شي.

یو شمېر ښاریانو د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۴» له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د ښار امنیت په نسبي ډول ښه شوی او هیله ده چې دغه اقدامات وغځول شي.

دوی زیاته کړه:

"ابوبکر ځلاند یم، رښتیا هم په‌دې وروستیو کې په امینتي برخه کې د کورنیو چارو وزارت نوې رهبرۍ تر ډېره بریده بدلون راوستی، که په رښتیا سره غلا او غاصبین نیول کېږي او د قانون منګولو ته سپارل کېږي، نو موږ یې د دغو کړنو هرکلی کوو."

"ګلالی، د کابل ښار اوسېدونکی یم، زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې د مجرمو کسانو په اړه چې د کورنیو چارو وزارت له لوري یې نوملړ اعلان شوی، دوی ټول باید ونیول شي او دا اقدام دې په عمل کې ښکاره کړي."

ارشیف، د کورنیو چارو وزارت لوګو
ارشیف، د کورنیو چارو وزارت لوګو

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، ماښام مهال به د غلو او سرغړوونکو کسانو څخه په وېره ګرځېدل.

وسله‌والې غلاوې، د نقلیه وسایطو غلا، انسان تښتونې او د وېرو خپرول هغه څه دي چې کابل ښاریان‌یې اندېښمن کړي وو.

اوس دوی وايي، اندېښنې یې راکمې شوي او له کورنیو چارو وزارته غواړي چې په وروستي اقدام کې د قانون ماتوونکو پر وړاندې جدي واوسي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار د اوسېدونکو د امنیت د ټینګښت لپاره د امنیتي اقداماتو د بدلون خبره کړې ده.

دغه وزارت د ټولو هغو کسانو چې د قانون خلاف چاره‌یې ترسره کړې او له خلکو یې باج اخیستی او یا هم قانون‌یې نقض کړی، یو نوملړ خپور کړی او له خلکو یې غوښتي چې د دغو کسانو په نیولو کې ورسره همکاري وکړي.

تازه د کورنیو چارو وزارت امر کړی چې هېڅ‌څوک په ښار کې د درنو وسلو د انتقال حق نه‌لري.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وایي چې د قانون ماتوونکو پر وړاندې د کورنیو چارو وزارت اقدامات عملي بڼه هم لري.

ارشیف، د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي
ارشیف، د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي

د دغه وزارتد مرستیال ویاند نصرت رحیمي وایي:

"په هره برخه کې چې انتشارات شوي او یا هم امر صادر شوی، په هره برخه کې یې عملي اقدام هم شوی او ډاډ هم دا دی چې په هره برخه کې چې اقدامات کېږي د اوږدمهال لپاره او عملي به وي.​"

د کورنیو چارو وزارت وروستي اقدامات له عامو خلکو سربېره، د ملي شورا او د بشري حقونو د یو شمېر بنسټونو له هرکلي سره هم مخ شوي دي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړو د دغه جرګې د دوشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د کورنیو چارو وزارت له تازه اقداماتو هرکلی وکړ او هیله‌یې څرګنده کړه چې دا هر څه نمایشي نه‌وي او تر کابل پورې هم محدود پاتې نه‌شي.

راپور: فېروزه عزیزي

This item is part of
XS
SM
MD
LG