د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

رحیمي: د کابل د عبدالرحمن جامع جومات ملا امام په یوه حمله کې ټپي شوی


آرشیف، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي
آرشیف، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار د عبدالرحمن د جامع جومات ملا امام مولوي عبد السلام عابد د نامعلومو کسانو په حمله کې ټپي شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار د عبدالرحمن د جامع جومات پر ملا امام د حملې د څرنګوالي په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په مولوي عبدالسلام عابد باندې شااوخوا ۱۱ بجې د باغ بالا په سیمه کې دلاسي بم حمله شوې ده.

ده وویل:

"نن له غرمې مخکې شااوخوا ۱۱ بجې کله چې د عبدالرحمن د جامع جومات ملا امام جومات ته په لاره و، د باغ بالا په سیمه کې د لاسي بم حمله ورباندې شوې چې روغتیايي وضعیت یې بشپړ د ډاډ وړ دی او پېښه د پولیسو تر څېړنو لاندې ده."

دا لومړی ځل نه دی چې په کابل ښار کې په دیني علمانو حملې کېږي، بلکې شااوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې د کابل د دیني عالمانو شورا رئیس مولوي عبدالبصیر حقاني په کابل کې د نامعلومو وسله ‌والو له لوري ووژل شو.

له دغې پېښې څو ورځې وروسته د کابل په اورانوس هوټل کې د دیني عالمانو په یوې غونډه انتحاري حمله وشوه.

ارشیف، د کابل په ارانوس هوټل کې د دیني عالمانو په غونډه کې د چاودنې د ځای یو انځور
ارشیف، د کابل په ارانوس هوټل کې د دیني عالمانو په غونډه کې د چاودنې د ځای یو انځور

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دغه حمله کې۵۰ تنه وژل شوي او شااوخوا ۸۳ ټپیان شوي وو.

که څه هم د دغو حملو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه وانه خیست، خو دغه حملې په ملي او نړیوال کچه وغندل شوې.

په ورته وخت کې د افغانستان د حج او قافو وزارت په دیني علمانو په ځانګړې توګه په مولوي عابد حمله غندي او له امنیتي ځواکونو غواړي چې په دې اړه کره او هر اړخیزه څېړنه وکړي.

د دغه وزارت ویاند ناصرالدین دریځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"مولوي صاحب ښه سړی و، د هېڅ چا پرضد یې څرګندونې نه دي کړي، دا ډول حملې او د دیني عالمانو وژنه په اسلام کې روا نه ده، ملا امامان یوازې د ممبر له لارې خلکو ته دیني څرګندونې کوي."

د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون وايي، په افغانستان کې بېلابېلې ترورېستي ډلې فعالیت کوي چې حکومت یې باید په پېژندنه کې هڅې وکړي.

په ورته وخت کې د کابل د امینې قوماندانۍ مسؤلین وايي، په کابل ښار کې یې د جنايي جرمونو او ملکي کسانو د ترور د مخنیوي لپاره پراخ تدابیر نیولي دي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG