د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۷

د کډوالو چارو وزارت ۱۲ زره داخلي بې‌ځایه شویو کورنیو سره د مرستو وېش پيل کړی


ارشیف، د ننګرهار له خوګیاڼو راکډه شوي کډوال
ارشیف، د ننګرهار له خوګیاڼو راکډه شوي کډوال

د کډوالو چارو وزارت وايي، په ټول هېواد کې ۸۴ زره داخلي بې‌ځایه شوې کورنۍ دي چې له دې ډلې ۱۲ زره کورنیو سره د افغانستان حکومت له خپلې بودجې څخه د مرستو لړۍ پيل کړې.

د همدې مرستو د لړۍ د پیل په خاطر د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي ننګرهار ته راغلی و او د یکشنبې په ورځ‌یې رسنیو ته وويل دغه مرسته په ۱۴ ولایتونو کې داخلي بې‌ځایه شویو کورنیو ته ورکول کېږي چې ننګرهار هم له دې ډلې څخه دی.

ارشیف، د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي په یوه خبري غونډه کې

نوموړي وویل:

"نن تاسو شاهد یاستئ چې موږ داخلي بې‌ځایه شویو کورنیو ته د ژمنیو توکو مرسته پيل کړه، په ټوله کې ۸۴ زره داخلي بې‌ځایه شوې کورنۍ لرو چې سږ کال د افغانستان حکومت په لومړي ځل له خپلې بودجې ۱۸۰ ميلیونه افغانۍ په ۱۴ ولایتونو کې ۱۲ زره کورنیو سره مرسته کوي."

د ننګرهار والي حيات‌الله حيات وايي، په پام کې ده چې د دې ولایت ۹۰۰ کورنیو ته د ۱۳ نیم ميلیونه افغانيو په اندازه نغدي مرستې ووېشل شي او همدارنګه د بې‌ځایه شویو او راستنېدونکو کډوالو لپاره د سرپناه ستونزې حل مهم دی او په نږدې راتلونکي کې به د ښارګوټو د وېش لړۍ هم پيل شي.

ارشیف، د ننګرهار والي حيات الله حيات په یوه خبري غونډه کې

ښاغلي حیات زیاته کړه:

"د ښارګوټو ستونزه شته، موږ جدي پرې کار روان کړی دی او په نږدې وخت کې به د کډوالو او ښوونکو د ښارګوټو د وېش لړۍ پيل کړو."

د داخلي بې‌ځایه شویو له ډلې دین خان وايي، د جګړو له امله د خوګياڼو د وزیرو له سیمې راکوچېدلي او د ژمي په موسم کې دا مرسته دوی سره ډېر کمک کولای شي.

دی وايي، اکثراً کورنۍ په ډېر بد حالت کې ژوند کوي او افغان حکومت باید د دوی د ستونزو حل لپاره لا پام زیات کړي.

دی زیاتوي:

"مرسته وشوه او موږ ته‌يې د ۱۵ زره افغانیو په اندازه نغد چيټونه راکړل او دلته داسې کورنۍ شته چې ډېرې زیاتې مجبورې دي، هغوی په‌دې سخت ژمي کې نه سرپناه لري او نه د خوراک درک‌يې شته دغه ډول مرستې باید زیاتې شي."

د داخلي بې‌ځایه شویو کورنیو په خبره په‌دې ولایت کې د وروستیو جنګ جګړو له امله په سلګونه کورنۍ مختلفو سیمو ته کوچېدلي او غوښتنه‌يې دا ده چې د دوی له سیمو څخه دې د جګړې ټغر ټول شي، څو ټولې کورنۍ خپلو مېنو ستنې شي.

دا راپور په غږ کې هم اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:19 0:00
مستقیم لېنک

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG