د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۰

ارګ: له ولسمشر غني سره د امریکا لوی درستیز د افغانستان پر سولې وغږېد


د امریکا لوی درستیز پرون پنجشنبه په کابل کې له ولسمشر غني سره وکتل.
د امریکا لوی درستیز پرون پنجشنبه په کابل کې له ولسمشر غني سره وکتل.

د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر له څرګندونو وروسته د دغه هېواد لوی درستیز پرون پنجشنبه په کابل کې له ولسمشر غني سره وکتل.

ارګ وايي چې په‌دې کتنه کې د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې شوي دي.

د امریکا لوی درستیز جنرال مارک مایلي پرون پنجشنبه د افغانستان د حکومت له مشرانو سره یوه ورځ وروسته له دې وکتل چې د امریکا ولسمشر د پخواني شوروي اتحاد پرضد د افغانانو د جهاد او په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه څرګندونې وکړې او د افغانستان د حکومت له عکس‌العمل سره مخامخ شوې.

ارګ وايي، جنرال مارک مایلي او ورسره ملګري پلاوي پرون مازدیګر په ګلخانې ماڼۍ کې پر افغانستان او جنوبي اسیا د امریکا د ستراتیژۍ د «مثبت» اغېز، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې او پرځان د بسیا کېدو لپاره د افغانستان پر پلان خبرې وکړې.

پرون د افغانستان حکومت د ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې د ورځې د څرګندونو په غبرګون کې بې له دې چې د امریکا د ولسمشر د نوم یادونه وکړي، وویل، د امریکا د رسمي پالیسۍ او د چارواکو د څرګندونو ترمنځ تفاوت شته له همدې کبله د امریکا له دوست حکومته د یو لړ څرګندونو په خاطر، د ځینو پالیسیو د وضاحت په اړه د ډیپلوماټیکو مراجعو له لارې وضاحت غواړي او هیله لري چې په لنډ وخت کې به یې له دوی سره شریک کړي.

د ارګ په خبرپاڼه کې دې ته اشاره نه‌ده شوې چې ایا ولسمشر غني او د امریکا لوی درستیز مارک مایلي د افغانستان په اړه د ولسمشر ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه څه ویلي او که نه دي.

یو شمېر افغان کارپوهانو هم د ولسمشر ټرمپ څرګندونې حیرانوونکي بللي دي.

د سیاسي چارو کارپوه انتظار خادم وايي چې ښاغلي ټرمپ د خپلو خبرو پر عواقبو فکر نه‌دی کړی.

د سیاسي چارو کارپوه انتظار خادم
د سیاسي چارو کارپوه انتظار خادم

د ښاغلي خادم په وینا په اوسني وخت کې د ټرمپ څرګندونې کېدای شي منفي اغېزې ولري.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي هم انتظار خادم ته ورته نظر لري او وايي چې د ښاغلي ټرمپ له څرګندونو د ناټو او امریکا مخالفان ناوړه ګټه اخېستلی او د هغوی روحیه پیاوړې کولی شي.

XS
SM
MD
LG