د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ څرګندونو په افغانستان کې غبرګونونه راپارولي دي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د امریکا د ځينو ډيپلوماتیکو څرګندونو په اړهيې د هغه هېواد څخه د پالېسیو د وضاحت غوښتنه کړې ده.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د امریکا په رسمي پالېسۍ او څرګندنو کې توپیر لیدل کېږي، نو ځکهيې له هغه هېواده د ډيپلوماتيکو لارو د ځينو پالېسیو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.
ارګ د یوې اعلاميې په خپرولو سره پرته له دې چې د چا نوم واخلي ویلي چې نړیوال ځواکونه په افغانستان کې یوازې د دغه هېواد د امنیت په خاطر نه، بلکې د نړۍ او ملګرو هېوادونو د امنیت په خاطر دي.
ارګ ویلي، افغانانو په تېره هم د دوی امنیتي او دفاعي ځواکونو تر اوسه پهدغه هېواد کې لسګونه زره قربانۍ ورکړي او هڅه کېږي چې افغانستان په خپل ځان بسیا شي.
په اعلامیه کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو پر وړاندې د افغانانو جهاد ته هم اشاره شوې ټینګار يې کړی چې ملګرو ملتونو، د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان او د امریکا ټولو ولسمشرانو په افغانستان د شوروي اتحاد یرغل غندلی و.
له دې سره د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي چې د ټرمپ څرګندونې په افغانستان کې د ناامنیو سبب ګرځي او د امریکا ملګري هېوادونه سخت اغېزمنوي.
د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۳» ازادي راډيو ته وویل:
"د افغانستان د نظام مخالفین، د ناټو او امریکا مخالفین د دا ډول څرګندونو څخه ناوړه استفاده کوي او دا کار به د دوی روحيې پیاوړې کړي، دوی فکر کوي چې امریکا په افغانستان کې ناکامه شوې، دا کار د ټرمپ کمزوری مدیریت ښکاره کوي چې په خپله ناکامۍ اعتراض کوي له دا ډول څرګندونو سره به د امریکا د ملګرو هېوادونو مورال هم کمزوری شي."
دا پهداسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل، په داسې حال کې چې امریکا له افغانستانه ۶۰۰۰ میله لیرې ده ولې پهدغه هېواد کې ده او ولې اوس روسیه، هندوستان او پاکستان هلته نهدي چې د ترورېستانو پر وړاندې جګړه وکړي.
د امریکا ولسمشر دا هم ویلي هغه مهال چې په ۱۹۷۹ میلادي کال کې شوروي اتحاد افغانستان ته په هغو ترورېستاتو پسې ولاړ چې دوی ترې ډارېدل سم کار و.
د ټرمپ په وینا د افغانستان جګړه سخته وه چې شوروي اتحاد يې له مالي ستونزو سره مخ کړ او بالاخره شوروي اتحاد په روسیه بدل شو.
ډونالد ټرمپ طالبان او داعش د امریکا دښمنان ګڼلي او ویلي يي دي چېرته چې خپله دوی په جګړو بوخت وي، نو امریکا ولې هلته ځان ښکېل کړي.
دا چې د دا ډول څرګندونو اصلي هدف څه دی؟
په اړهيې د سیاسي چارو کارپوه ودیر صافی وايي:
"ټرمپ په سیمه کې تر ډېرې کچې خپل معلومات بشپړل کړي او هغه نظر چې دوی ارائه کړی پهدې خاطر دی چې په افغانستان کې د امریکايي جنرالانو سره دقیقه محاسبه کوي چې له داعش او طالبانو سره د جګړې لپاره د دوی حضور حتمي دی کهنه؟"
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د دغه هېواد له لوري په افغانستان کې د سولې هڅې هم له بل هر وخته ګړندۍ شوې دي.
که څه هم د ټرمپ څرګندونې د ځينو افغان کارپوهانو لهخوا خواشیني کوونکي بلل شوي، خو له بلې خوا د سولې بهیر د بریالیتوب لپاره هیلې هم ډېرې شوې دي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ