د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۷

د امریکا د متحده ایالاتو لوی درستیز مارک مایلي کابل ته راغلی


د امریکا د متحده ایالاتو لوی درستیز مارک مایلي
د امریکا د متحده ایالاتو لوی درستیز مارک مایلي

د امریکا د متحده ایالاتو لوی درستیز مارک مایلي کابل ته راغلی.

د ولسمشر مرستیال ویاند صمیم عارف د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۳» ازادي راډیو ته وویل چې نوموړي له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل.

لا تر اوسه د دې لېدنې جزئیات نه‌دي په ډاګه شوي.

تمه ده چې ښاغلی مایلي د افغانستان له اجرائیه رئیس سره هم وګوري.

ښاغلی مایلي په داسې حال کې کابل ته راغلی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل چې روسیه، پاکستان او هند دې د افغانستان په جګړه کې زیات ښکېل شي.

ښاغلي ټرمپ همدارنګه وویل چې افغانستان د پخواني شوروي اتحاد په روسیې بدل کړ ځکه دا اتحاد یې مات کړ.

دا څرګندونې د افغان حکومت له تُندو غبرګونونو سره مخ شوې.

XS
SM
MD
LG