د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۰

ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوم‌لیکنې په ۵مه ورځ هم چا نوم‌لیکنه نه‌ده کړې


ارشیف، په بامیان کې یو ځوان د ولسي جرګې په ټاکنو کې خپله رأیه کاروي
ارشیف، په بامیان کې یو ځوان د ولسي جرګې په ټاکنو کې خپله رأیه کاروي

د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د نوم‌لیکنې په پنځمه ورځ هم تر اوسه هېڅ‌چا نوم‌لیکنه نه‌ده کړې.

د افغانسان یو شمېر سیاسي ګوندونه او جریانونه وايي، تېرو انتخاباتو ته په کتو ځکه‌یې تر اوسه ولسمشریزو انتخاباتو ته رسمي نوم‌لیکنه نه‌ده کړې چې کمېسیون نه‌شي کولای، شفاف انتخابات ترسره کړي.

د افغانستان د لوی ملي ائتلاف ویاند فضل‌الرحمن اوریا د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۵» له ازادي راډيو سره په خبرو کې یو شمېر نورو لاملونو ته هم اشاره وکړه چې په وینا یې تر اوسه د دغه ائتلاف نوماند نوم‌لیکنه نه‌ده کړې.

د افغانستان لوی ملي ائتلاف ویاند فضل‌الرحمن اوریا
د افغانستان لوی ملي ائتلاف ویاند فضل‌الرحمن اوریا

نوموړي زیاته کړه:

  • "لومړی لامل دا دی چې ممکن د نوم‌لیکنې لړۍ وغځېږي.
  • دوهم دا چې کېدای شي ولسمشریزې ټاکنې یو څه شاته وغورځېږي.
  • درېیم کېدای شي د سولې پروسه مخکې شي.
  • څلورم لامل‌یې دا دی چې په کمېسیون باور نه‌شته چې دا کمېسیون دې رڼې ټاکنې ترسره کړي."
تر اوسه هېڅ یوې ښځې ولسمشریزو انتخاباتو ته د کاندیدېدو معلوماتي کڅوړه نه‌ده اخیستې.

نوموړي وویل، له دغو ستونزو سره سره بیا هم دغه ائتلاف په سلا مشورو بوخت دی او وروسته به په‌دې اړه پرېکړه وکړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د نوم‌لیکنې نن پنځمه ورځ ده، خو تر اوسه هېچ‌چا راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو ته نوم‌لیکنه نه‌ده کړې.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند بیا وايي، له روانو ستونزو سره سره به بیا هم دوی ډېر ژر د ولسمشریزو ټاکنو په اړه خپل دریځ اعلان کړي.

د دغه ګوند د مطبوعاتي ټيم غړي فضل غني حقمل ازادي راډيو ته وویل:

"د افغانستان حزب اسلامي به له یو شمېر سیاسي ګوندونو سره په ګډه د جمهوري ریاست د ټکټ په اړه په راتلونکو دوو درېیو ورځو کې خپل دریځ روښانه کړي."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشر محمد اشرف غني، محمد حنیف اتمر، حکمت خلیل کرزي، لطیف پدرام، زلمي رسول، ګلبدین حکمتیار، بشیر بېژن او د ځینو نورو سیاسي څېرو استازو معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړې دي.

دغه کمېسیون وايي، تر اوسه هېڅ یوې ښځې ولسمشریزو انتخاباتو ته د کاندیدېدو معلوماتي کڅوړه نه‌ده اخیستې.

د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوم‌لیکنې لړۍ د روان کال د جدي په لومړۍ نېټه پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۱۲مې پورې به دوام وکړي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق‌پرست له ازادي راډيو سره په خبرو کې د نوم‌لیکنې په پروسه کې تر ډېره د عامه پوهاوي مسئله مهمه ګڼي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق‌پرست
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق‌پرست

نوموړي زیاته کړه:

"تر ډېره بریده مهمه دا ده چې دوی باید اګاهي ولري، موږ ورته معلوماتي کڅوړې ورکړي او دا موږ ته د اندېښنې وړ مسئله نه‌ده، ځکه په‌دې پوه یو چې په نږدې ورځو کې کېدای شي چې نوماندان راشي نومونه ثبت کړي او دا هم ناممکنه نه‌ده چې تر دولسم د جدي حتی د یوه دوه ورځو په اوږدو کې هم کولای شو چې ټول نوماندان ثبت کړو."

  • د افغانستان د تابعیت لرل.
  • په جرمونو نه‌محکومېدل.
  • د ۴۰ کلنۍ عمر.
  • او د یو لکو رأیو ورکوونکو ملاتړ لرل د جمهوري ریاست د انتخاباتو د کاندیدانو لپاره مهم شرطونه دي.

پخوا تر دې د افغانستان اوسني ولسمشر محمد اشرف غني، د ولسمشر د ملي امنیت د شورا پخواني سلاکار حنیف اتمر او د احمد شاه مسعود ورور احمد ولي مسعود اعلان کړی چې په دغو انتخاباتو کې برخه اخلي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو د څار ځیني بنسټونه وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په خپلو پلانونو کې له جدي ګډوډیو او ستونزو سره مخ دی.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي، د جمهوري ریاست د انتخاباتو لاره روښانه نه‌ده او کمېسیون له نړیوالې ټولنې او حکومت سره د همغږۍ ستونزه هم لري.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG