د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

حکومتي سرچینې: د ولسمشرۍ ټاکنې به د څو میاشتو په ځنډ سره ترسره شي


ارشیف، د افغانستان د رأیې ورکونې یو مرکز
ارشیف، د افغانستان د رأیې ورکونې یو مرکز

ځيني حکومتي سرچینې په ولسمشریزو انتخاباتو کې د درې میاشتني ځنډ د احتمال خبره کوي.

په داسې حال کې چې تر دې مهاله ۴۰ تنو په ولسمشریزو انتخاباتو کې د نوماندېدو لپاره معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړي، ځینې سرچینې وايي چې د ولسمشرۍ انتخابات به د وري يا حمل په ۳۱مه نېټه تر سره نشي.

په افغان حکومت کې يوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ملي امنیت شورا ته يوه داسې طرح وړاندې کړې چې له مخې به یې ولسمشریزې ټاکنې د حمل د ۳۱مې پرځای درې میاشتې په ځنډ سره تر سره شي.

د دغې سرچینې په خبره، دغه طرحه د ملي امنیت شورا له خوا نه ده منل شوې او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته د نوې طرحې د وړاندې کولو ویل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، ټاکل شوې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر راتلونکو څو ورځو پورې په ولسمشریزو انتخاباتو کې د ځنډ موضوع رسماً اعلان کړي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړي سید حفیظ الله هاشمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د انتخاباتو اړوند مسایل د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون له ځانګړو صلاحیتونو څخه دي او دغه کمېسیون د ولسمشریزو انتخاباتو د ځنډ په تړاو کومه طرحه حکومت ته نه ده وړاندې کړې.

خو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ولسمشریزې ټاکنې به د حمل په ۳۱مه نېټه وشي او که نه؟ ښاغلی هاشمي وايي چې په دې اړه له دخیلو اړخونو سره مشورې روانې دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړی سید حفیظ الله هاشمي
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړی سید حفیظ الله هاشمي

ده وویل:

"مشورې مو پیل کړي او هیله لرو چې نن شپه ناوخته او يا هم سبا ته په دې اړه د افغانستان خلکو ته اعلامیه ورکړو، مشورې په دې دي چې درې ورځې کېږي چې کمېسیون اماده دی او په ولسمشریزو انتخاباتو کې د نوماندېدو لپاره ۴۰ تنو معلوماتي کڅوړې هم ترلاسه کړي، خو کوم کس لا نوملیکنه نه ده کړې، څو نوماندانو ته لږ نور وخت ورکړل شي چې خپل انتخاباتي ټکټونه په ارام فکر سره جوړ او د يو بل فرصت سره نوملیکنه وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزو انتخاباتو مهالوېش اعلان کړی و.

د دغه مهالوېش له مخې، ولسمشریزې ټاکنې د حمل په ۳۱مه نېټه ترسره کېږي او دا شان له تېرو درېیو ورځو راهیسې د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې بهیر هم د دغه کمېسیون له خوا پيل شوی دی.

له دې وړاندې اوسني ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي امنیت د شورا پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر او د احمد شاه مسعود ورور احمد ولي مسعود په ولسمشریزو انتخاباتو کې خپلې نوماندۍ اعلان کړې دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي، خو اجرائیه ریاست وايي چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له لوري هره نېټه چې اعلان شي، حکومت له دغه کمېسیون سره همکارۍ ته چمتو دی.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امېد میثم په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امېد میثم
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امېد میثم

"که د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړي چې ټاکنې په ځنډ سره ترسره کېږي، موږ ویلي دي چې انتخابات که هر وخت، په مخکني تاریخ او يا هم په ځنډ سره تر سره کېږي، حکومت اماده دی چې د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره خپل رول ولوبوي."

خو د اساسي قانون له مخې، د ولسمشر دنده د پنځم کال د جوزا په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي او ولسمشریزې ټاکنې د ولسمشر د دندې له پای ته رسېدو يوه يا دوه میاشتې مخکې تر سره کېږي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG