د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

په افغانستان کې د انساني قاچاق پر زیاتېدو د کورنیو چارو وزارت اندېښنې!


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په‌دغه هېواد کې د انساني قاچاق پر زیاتېدو اندېښمن دی.

د کورنیو چارو وزارت وایي، په تېرو دوو میاشتو کې یې ۹۰ کسان یوازې د انساني قاچاق په تور نیولي دي.

د یاد وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۲۹» ازادي راډیو ته وویل، په تېرو دوو میاشتو کې په لسګونه کسان د انساني قاچاق د جرم په تور نیول شوي دي.

نصرت رحیمي
نصرت رحیمي

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"هغه تغییرات چې په‌دې وروستیو کې په کشفي او استخباراتي برخو کې راغلي، د همدغو اصلاحاتو په پایله کې موږ توانېدلي یو چې په تېرو درېيو میاشتو کې ۴۸۳ کسان د جُرمي شبکو غړي او مشران ونیسو او د انساني قاچاق د جرم په تور په تېرو دوو میاشتو کې بیا ۹۰ کسان نیول شوي."

په افغانستان کې د انساني قاچاق سره د مبارزې شبکې د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې افغانستان د نړۍ په کچه د انساني قاچاق په برخه کې د نوملړ په لومړي ځای کې وو، خو د ۲۰۱۷ میلادي کال نه راپه‌دېخوا د دغه هېواد نوم د انساني قاچاق په لېست کې دوهم ځای ته راغلی دی.

که څه هم په افغانستان کې د غیر قانوني مهاجرتونو او انساني قاچاق په اړه دقیقې شمېرې نه‎دي معلومې، خو په افغانستان کې د مهاجرت نړیوال سازمان وایي چې د تېرو کلونو په پرتله په دې وروستیو کې په افغانستان کې انساني قاچاق او غیر قانوني مهاجرتونه زیات شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د هغو ځوانانو او نجونو شمېر چې له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راوستل کېږي او د انساني قاچاق قرباني دي، په چټکۍ زیات شوی دی.

په ټولنیزو شبکو کې ډېر ځله داسې وېډیوګانې هم خپرېږي چې نورو هېوادونو ته په غیر قانوني توګه د قاچاق شویو افغان ځوانانو سره د یادو هېوادونو د پوځیانو ناوړه چلند ښيي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې شبکې غړي الله محمد احمدزي له ازادي راډيو سره هغه لاملونه شریک کړل چې په‌دغه هېواد کې یې انساني قاچاق ته زمینه برابره کړې ده.

نوموړی وايي:

"د امنیتي ستونزو د فقر او بې‌کارۍ د کچې لوړوالی، خلکو ته د عامه پوهاوي نشتوالی او همدارنګه د هغه قانون نه‌پلي کول چې د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره جوړ شو، په ورته وخت کې د انساني قاچاق مجرمینو ته د سزا نه‌ورکول په افغانستان کې د انساني قاچاق لاملونه دي."

ښاغلی احمدزی دا هم وایي چې حکومت باید دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي او د انساني قاچاق د مخینوي لپاره په کور دننه او هغه نړیوالو سازمانونو او ادارو سره په همغږۍ کار وکړي چې په دغه هېواد کې د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره قوي طرحې او پلانونه لري.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG