د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

په افغانستان کې د انساني قاچاق په وړاندې د مبارزې انلاین ډيټابیس جوړ شو


په افغانستان کې د انساني قاچاق او غیر قانوني مهاجرتونو په وړاندې د اغېزمنې مبارزې لپاره انلاین ډيټابیس پرانيستل شو.

په افغانستان کې د انساني قاچاق او غیر قانوني مهاجرتونو پېښو او قربانیانو ته د رسېدنې په هدف، د افغانستان د عدلیې وزارت او يو شمېر نړیوالو مرستندویو بنسټونو په مرسته د لومړي ځل لپاره ځانګړی ډيبابیس پرانيستل شو.

د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور د يکشنبې په ورځ په کابل کې د دغه ډیټابیس د پرانيستې مراسمو ته وویل چې دغه وزارت په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د انساني قاچاق او غېر قانوني مهاجرتونو پر وړاندې د اغېزمنې مبارزې لپاره ګڼ نور پروګرامونه هم پلې کړي دي.

ده وویل:

"په تېرو درېیو څلورو کلونو کې مو لویې لاسته راوړنې لرلې دي، موږ توانېدلي یوو چې د يادو پدېدو سره د جدي مبارزې لپاره يو لړ تقنیني اسناد جوړ او ګټور پروګرامونه پلې کړو، زموږ د کارونو په يوه مهمه برخه کې چې نن يې پرانيسته کېږي، هغه د انساني قاچاق او له غیر قانوي مهاجرتونو سره د مبارزې انلاین ډيټابیس دی."

ښاغلی انور انساني قاچاق او غیر قانوني مهاجرتونه د اندېښنې وړ بولي، خو په دې برخه کې د اړوندو بنسټونو په مرسته د جدي مبارزې ډاډ ورکوي.

د انساني قاچاق او غیر قانوني مهاجرتونو انلاین ډيبابیس چې د امریکا د متحده ایالاتونو نړیوالې پرمختیايي ادارې يا (USAID) او د مهاجرت نړیوال سازمان IOM په مالي او تخینکي همکارۍ جوړ شوی چې په کې به د انساني قاچاق او مهاجرتونو د پېښو د قربانیانو او قاچاقبرانو په اړه معلومات ثبتېږي او د يادو پېښو د څېړلو په تړاو به عدلي او قضايي ارګانونو ته لازم معلومات ورکول کېږي.

د مهاجرت د نړیوال سازمان د مسؤلینو په خبره، د دغه ډيتابیس په مرسته به د انساني قاچاق او غیر قانوني مهاجرتونو په اړه دقیقې شمېرې به هم اړوندو ارګانونو ته په لاس ورشي.

د دوی په خبره، انساني قاچاق او غیر قانوني مهاجرتونه هغه دوه لویې ستونزې دي چې په اړه يې د لازمو معلوماتو د نشتوالي له امله مبارزه ټکنۍ پرمخ روانه ده.

که څه هم په افغانستان کې د غیر قانوني مهاجرتونو او انساني قاچاق په اړه دقیقې شمېرې نه دي معلومې، خو په افغانستان کې د مهاجرت نړیوال سازمان د پروګرامونو مدیرې مینه پوډل ازادي راډیو ته وویل چې د تېرو کلونو په پرتله په دې ورستیو کې په افغانستان کې انساني قاچاق او غیر قانوني مهاجرتونه زیات شوي دي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې د شبکې رئیس شبیر صافی د دغه ډيټابیس پرانيستل يو مثبت ګام ګڼي، خو په دې برخه کې پر لا زیات کار ټینګار کوي.

دی زیاتوي:

"دا سېستم موږ ته ډېر اړین و، کومه تجربه چې موږ لرو، له دې وړاندې داسې سېستم موجود نه و او د عدلیې وزارت کارکوونکي په دې نه پوهېدل چې قضیې چېرته او څنګه ثبت کړي او چاته يې وسپاري، په دې اړه کوم معلومات نه وو، نو دا سېستم به له دوی سره مرسته وکړي چې قضیې څنګه ثبت او چېرته یې وسپاري."

ښاغلی صافی ناامني، بېکاري او لوږه د انساني قاچاق او غیر قانوني مهاجرتونو اساسي لاملونه بولي او په دې برخه کې له حکومته د لازمو اقداماتو غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په چنګاښ میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انساني قاچاق په اړه په خپل خپاره شوي کلني راپور کې افغانستان یو له هغو هېوادونو ګڼلی و چې په وینا يې، حکومت یې نه دی توانېدلی چې د انسانانو د قاچاقو د مخنیوي لپاره لږترلږه ټاکل شوي نورمونه رامنځته کړي.

له دې مخکې په کابل کې د امریکا سفیر افغانستان د ټرانزیټ او قاچاقو بنسټ او مرکز بللی او ویلي يې دي چې په هغه هېواد کې چې قانون نه پلی کېږي، خلک يې د همدې پدېدې قرباني کېږي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG