د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د جُرمي شبکو او ترورېستانو له لوري اختطاف شوي کسان تر جدي کشفي او استخباراتي تعقیب لاندې دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د جُرمي شبکو او اختطافچیانو په وړاندې د حکومت دریځ دومره جدي دی لکه د ترورېستانو په وړاندې چې جدي دی.
د دغه وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل یادې ټولې ډلې د کشفي او استخباراتي ارګانونو تر څار لاندې دي.
نوموړي زیاته کړه:
"زموږ امنیتي، کشفي، استخباراتي، جنايي او اوپرتیفي برخې تر بل هر وخت اوس غښتلي شوي، د جُرمي شبکو پر وړاندې زموږ دریځ دومره جدي دی لکه په هېواد کې چې د ترورېستانو په وړاندې چې جدي دی، ټولې جُرمي شبکې زموږ تر کشفي او استخباراتي ارګانونو تر څار لاندې دي چې ځینې یې نیول شوي او یو شمېر نور د نیولو په حال کې دي، ټول هغه کسان چې جُرمي شبکو او یا هم له ترورېستانو سره یرغمل دي، هغه زموږ تر جدي تعقیب لاندې دي."
دا چې په څومره شمېر کې کسان په ټول افغانستان په ځانګړي توګه په کابل کې اختطاف شوي، د کورنیو چارو وزارت یې په اړه معلومات نه ورکوي.
خو د منظمو جُرمي شبکو او وسلهوالو ډلو له لوري د بهرنیانو په ګډون یو شمېر شمېر افغانان اختطاف شوي.
د افغانستان امریکایي پوهنتون دوه تنه استادان کیوین کېنګ او تیموتي جان وېکس د طالبانو لهخوا د ۲۰۱۶ میلادي کال د اګسټ په۷مه د کابل له دارالامان سیمې وتښتول شول چې تر اوسه یې هم برخلیک نهدی څرګند دی.
دا پهداسې حال کې ده چې د کابل امنیه قوماندانۍ وايي چې تازه یې د کابل په باګرامیو ولسوالۍ یوه جرمنۍ تبعه د اختطافچیانو له منګلو ژغورلې ده.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې ژغورل شوې نجلۍ یې په کابل کې د جرمني سفارت استازو ته سپارلې ده.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه:
"کله چې استخباراتي او کشفي تحقیقات بشپړ شول، عملیات مو وکړل چې په ترڅ کې یې د رابعه په نوم دغه نجلۍ مو له اختطافچیانو وژغورله، نجیب چې یاده نجلۍ یې تښتولې وه اوس په نظارت خانه کې دی، راخلاصه شوې رابعه موږ تېره ورځ په کابل کې د جرمني سفارت استازو ته وسپارله."
د امنیتي چارو کارپوهان هېوادوالو او په افغانستان کې بهرنیو کارکوونکو ته سپارښتنه کوي چې د خپل امنیت د خوندیتوب لپاره د خپل کار او اوسېدنې د ځای په اړه له افغان امنیتي ارګانونو سره معلومات شریک کړي، څو د جُرمي شبکو او اختطافچیانو په لومو کې راګېر نهشي.
د دغو کارپوهانو له ډلې باري عارض وايي، ټول افغانان دې د اختطافچیانو د ځایونو او د دوی د پلانونو د معلومو په برخه کې له کشفي او استخباراتي ادارو سره مرسته وکړي.
راپور: رحمت الله افغان