د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

د کډوالۍ د تنظیم او د غیرقانوني کډوالۍ د مخنیوي لپاره یو تړون تصویب شو


ملګرو ملتونو د کډوالۍ د تنظیم او د غیر قانوني کډوالۍ د مخنیوي لپاره یو تړون تصویب کړ.

سره له دې چې یو شمېر هېوادونه اوس هم په خپلو هېوادونو کې د کډوالۍ له پدیدې سره مخالفت کوي ، خو ملګري ملتونه وایي، دا د نړیوال خوندیتوب لپاره یو مهم اقدام دی.

د امریکا په ګډون ۱۵ هېوادونو د دغه تړون څخه ډډه کړې.

دا تړون د دوشنبې په ورځ په مراکش کې د نړۍ د ۱۵۰ مشرانو او استازو په غونډه کې تصویب شو.

دغه تړون چې د خوندیتوب لپاره نړیوال قرارداد نوم ورکړل شوی تر ۱۸ میاشتو خبرو وروسته په جولای کې نهایې شوی و او په رسمي ډول په مراکش کې د ملګرو ملتونو دوه ورځني کنفرانس په ترڅ کې تصویب شو.

خو د امریکا متحده ایالاتو او ۱۵ نورو هېوادونو یا له دغه تړونه ډډه وکړه او یا یې په اړه اندیښنې څرګندې کړې. ځینو دغو هېوادونو ادعا وکړه چې دغه تړون یې د ملي حاکمیت نقض دی.

د کډوالۍ د مدیریت لپاره د لومړني نړیوال سند په توګه دغه تړون ۲۳ هدفه رانغاړي چې د قانوني کډوالۍ لپاره زمینه برابره او په غیر قانوني توګه له پولو د تیرېدو مخه ونیسي، ځکه د هغو کسانو شمېر چې په نړیواله سطح د حرکت په حال کې دی، تر ۲۵۰ میلیونه ډېر دی.

  • ملګري ملتونه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش دا د بې نظمیو او ځورونې د مخنیوي لپاره یوه نقشه بللې ده او وایي، د هغه څه د مخنیوي لپاره به هڅې وکړي چې ده د دغه تړون په اړه شایعات وبلل.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش

په‌دې کې داسې ادعاوې هم شاملې دي چې دا تړون به ملګرو ملتونو ته اجازه ورکړي چې پر یو شمېر هېوادونو د کډوالۍ پالیسۍ تحمیل کړي.

ښاغلي ګوتیریش وویل، دا تړون قانوني مجبوریت نه‎دی بلکه د نړیوالې همکارۍ لپاره یو داسې چوکاټ دی چې په ځانګړي ډول د دولتونو د حاکمیت پر قاعدې ټینګار کوي. دی وایي:

"موږ باید وېرې او ناسمو څرګندونو ته تسلیم نه‎شو."

  • جرمني

په‎دې غونډې کې د جرمني صدراعظمې انګیلامرکل ددغه تړون په دفاع کې وویل چې په هېواد کې یې نازیسم خلکو ته ډېر درد ورکړی دی او دا چې د عمومي ستونزې د ځوابولو لپاره باید ګډ تعهد وي.

د جرمني صدراعظمه انګیلامرکل
د جرمني صدراعظمه انګیلامرکل

مېرمن مرکل زیاته کړه، دغه تړون د غیرقانوني کډوالۍ هڅول نه‎دي، بلکه د هغه د مخنیوي هڅه کوي.

  • امریکا

د امریکا متحده ایالاتو د جمعې په ورځ د دغه تړون سره مخالفت وښود او هغه یې د دولتونو د حاکمیت د حق په بیه د ملګرو ملتونو له‌خوا د نړیوالې حکومتوالۍ د پرمختګ هڅه وبلله.

دا لومړنی هېواد و چې له تېرکال راهیسې دغه مذاکرات ردوي. له هغه وخته استرالیا، اتریش، چک جمهوری ، هنګري، لاتویا، پولنډ او سلواکیا له دې پروسې وتلي دي.

له امریکا نیولې تر اروپا او نورو ښي اړخو عوامګرا مشرانو په وروستیو کلونو کې د کډوالۍ د مخنیوي لپاره اقدامات کړي دي.

د ملګرو ملتونو دا نوی تړون د کاتولیکا کلیسا له خوا وستایل شو او د کډوالو د اړتیا پوره کولو په برخه کې یو مهم اقدام وبلل شو.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دغه تړون کې د ذکر شوېو موادو عملي کیدل به دا زمینه برابره کړې چې هیوادونه د ماشومو کډوالو سره داسې چلند وکړي چې هغوی زده کړې او روغتیایې خدماتو ته لاسرسی ولري او دغه ماشومان به له تاوتریخوالي او بې لارۍ څخه خوندي شي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله به د ډسمبر پر ۱۹ یو پریکړه لیک صادر کړې او دا تړون به رسماُ تایید شي.

XS
SM
MD
LG