د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

ولې ختیځ او جنوب کې د پولیو پېښې ډېرې دي؟


که د ناامنۍ خبره کېږي، نو د افغانستان په شمال کې هم په یو شمېر ولایتونو کې جګړې روانې دي، خو تر اوسه د پولیو یا ګوزن کومه پېښه په‌کې نه‌ده ثبت شوې.

په هلمند ولایت کې د بُست روغتون د واکسین څانګه د جمعې پرته په نورو ټولو ورځو کې فعاله وي.

په دې روغتون کې واکسیناتوران که څه هم ماشومانو ته تر ډېره ډول ډول نور واکسینونه ورکوي، خو هغه کوچنیان چې د پولیو له واکسینه پاتې وي هم واکسینېږي.

په هلمند کې که تازه د شري د واکسین لس ورځنی کمپاین پای ته رسېدلی، د روغتیا د ریاست مسؤلین وايي، د پولیو د واکسین خلاف چې په یوازې ډول‌يې طالبان په خپلو سیمو کې نه‌پرېږدي، دا ځل د شري واکسین په ټول هلمند کې تطبیق کړی دی.

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي په دې اړه مفصل راپور لري چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:16 0:00

XS
SM
MD
LG