د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

په هلمند کې د پولیو درېیمه پېښه هم پیدا شوې


ډاکتر عصمت‌الله همت د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي پوښتنې ځوابوي
ډاکتر عصمت‌الله همت د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي پوښتنې ځوابوي

په هلمند کې د پولیو درېیمه پېښه هم پیدا شوې ده.

۱۵ ورځې وړاندې د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې یوه مثبته پېښه پیدا شوې وه.

د هلمند د کتلوي معافیت مسؤلین وايي، اوس یوه بله پېښه هم ثبت شوې ده، په دې سره په هلمند کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر درېیو ته ورسېد.

ویل کېږي د هلمند په ډېرو ولسوالیو کې د تېرو ۶ میاشتو راهیسې واکسین نه‌دی تطبیق شوی.

د هلمند د کتلوي معافیت مسؤل ډاکتر عصمت‌الله همت وايي، تر هغو چې د وسله‌والو طالبانو سره د واکسین د تطبیق پر ستراتېژۍ هوکړې ته ونه‌رسېږي، یاد مرض به نور هم پراخ شي.

ویل کېږي طالبان یاد واکسین د کور په کور پر ځای جومات په جومات غواړي، خو د عامې روغتيا مسؤلین وايي، که کور په کور نه‌شي، د دوی نه ډېر ماشومان بې‌واکسینه پاتې کېږي.

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د ډاکتر عصمت‌الله همت سره مرکه کړې او په سر کې د دغې نوې پېښې په اړه‌یې ترې معلومات غوښتي.

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:07:27 0:00

XS
SM
MD
LG