د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

چارواکي: د کندهار په ټولو برخو کې د پولیو ویروس نښې موندل شوي


د کندهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت په ټولو برخو کې د پولیو ویروس نښې موندل شوې دي.

دا څرګندونې چارواکي پر داسې مهال کوي چې نن د اکټوبر ۲۴مه په ټوله نړۍ کې د پولیو د محوې نړیواله ورځ ده.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت د پروګرام مشر عبدالشکور نصرت ازادي راډیو ته وویل چې د کندهار ښار په ټولو برخو کې د پولیو ویروس نښې موندل شوي چې دا د جنوبي ولایتونو د ماشومانو لپاره د خطر زنګ دی.

نصرت زیاتوي چې د کندهار ښار ټولې برخې يې د پولیو ضد واکسین د کمپاین تر پوښښ لاندې نیولي او هڅه کوي چې ټول تر پنځه کلني کم عمره ماشومان واکسین کړي.

دی وايي:

"ویروس موجود دی په مختلفو ساحو کې څلور ساحې په کندهار کې لرو چې هلته د ویروس نښې نېښانې موندل شوي، د روراباد ساحه، د مرکزي پاتوا ساحه، خندق ساحه، کاروان کوڅه او لویه ویاله."

چارواکي دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې نن د اکټوبر ۲۴مه په ټوله نړۍ کې د پولیو د محوې نړیواله ورځ ده.

په ورته وخت کې د کندهار دیني عالمان وايي چې د پولیو ناروغۍ د مخنيوي واکسین د اسلام له نظره منل شوی او باید ټول خلک په‎دې برخه کې د واکسین د رضاکاره ټیمونو سره مرسته وکړي.

د حمادیه مدرسې مشر مولوي عبدالهادي حماد له ميندو او پلرونو غواړي چې خپل تر پنځو کلونو کم عمره کوچنيانو ته د پوليو د واکسين دوه څاڅکي ورکړي، څو د دايمي معلوليت څخه وژغورل شي.

ښاغلي حماد زیاته کړه:

"زموږ د تحقیقاتو او د اسلامي هېوادونو د بنسټونو تحقیقات څخه دې نتیجې ته رسېدلي یو چې د پولیو په نوم یو ویروس یقیني شته او د هغه علاج یو خاص واکسین دی او دغه واکسین که د دغه مرض د علاج لپاره وکارول شي د اسلام له نظره جایز دي."

د ګوزڼ په خلاف د شفیق مرید ښکلې سندره
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:58 0:00
مستقیم لېنک

بل‎خوا د کندهار اوسېدونکي د پولیو د واکسین د ښه تطبیق لپاره پر عامه پوهاوي ټینګار کوي.

دوی په‎دې برخه کې د مسجدونو له ملا امامانو او قومي مشرانو غوښتنه کوي چې خلک د پولیو ضد واکسین په اهمیت پوه کړي.

د روان ۲۰۱۸ عیسوي کال د پیل راهیسې په جنوبي ولایتونو کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د پېښو شمېر ۱۱ ته رسېدلی چې ۸ پېښې په کندهار، دوه په هلمند یوه په ارزګان ولایت کې ثبت شوې ده.

راپور: صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG