د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۲

د انتخاباتو کمېسیون: د قوس په ۲مه یوازې د ۱۰ ولایتونو د رأیو نتایج اعلانېږي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د قوس په دوهمه به د ټولو ولایتونو نه، بلکې یوازې د ۱۰ ولایتونو د رأیو نتایج اعلان شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، تر اوسه هم د یو شمېر ولایتونو رأیې د ډل‌بندۍ مرکز او همدا شان له بایو مټریک دستګاوو سرور ته نه‌دي داخلې شوي.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق‌پرست د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۳۰» ازادي راډيو ته وویل چې یوازې د ۱۰ ولایتونو رأیې سیستم ته داخل شوي چې نتایج به‌یې د قوس په دوهمه اعلان شي.

میرزا محمد
میرزا محمد

دی وايي:

"د ۱۰ ولایتونو د رأیو لومړني نتایج به د قوس په دوهمه اعلان شي، هڅه کېږي چې په ډېرو لنډو ورځو کې به د قوس له دوهمه پیل په تدریجي ډول د کټه‌ګورۍ په لحاظ د لسو یا پنځو ولایتونو د رأیو نتایج اعلان شي."

دا چې د کومو ولایتونو د رأیو نتایج به د قوس په دوهمه اعلان شي؟

ښاغلي حق پرست‌یې په اړه معلومات ورنه‌کړل.

د انتخاباتي مهالوېش سره سم ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړني نتایج د عقرب په ‍۱۹مه نېټه اعلان شي، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ۳۲ ولایتونو دغه موده د قوس دوهمې او د کابل ولایت د همدې میاشتې ۱۰مې ته وغځوله.

دا چې له ژمنې سره بیا هم کمېسیون ونه‌توانېد چې د ټولو رأیو پایلې یوځای اعلان کړي د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ‌يې دلیل د کمېسیون کمزوری مدیریت بولي.

د دغه بنسټ اجرائیه رئیس یوسف رشید په‌دې اړه اندېښنه وښودله او زیاته‌یې کړه چې د پروسې غځول درغلیو ته لاره هواروي.

یوسف رشید
یوسف رشید

دی وايي:

"زموږ په نظر دا د کمېسیون ناکامي او د مدیریت کمزورتیا ښيي، همدا شان موږ وېره لرو چې د پروسې غځول درغلۍ ته لاره هواره نه‌کړي، اندېښنه دا ده څومره چې لړۍ اوږدېږي، د انتخاباتو په ورځ د شوې درغلۍ بشپړېدو ته لاره هوارېږي او قانوني بڼه خپلوي."

بل‌خوا د کابل ولایت د انتخاباتو کمېسیون مشر ظاهر اکبري له دې امله استعفا ورکړه چې په وینا يې د مرکزي کمېسیون د دارالانشاء چارواکي یې په کارونو کې مداخله کوي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، ظاهر اکبري دوه اوونۍ کېږي چې په‌دغه دنده د سرپرست په توګه ټاکل شوی او استعفا یې لا نه‌ده منل شوې.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق‌پرست وايي چې د ښاغلي اکبري له لوري لګول شوي تورونه به وڅېړي او پایلې به‌یې له ملت سره شریکې کړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG