د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

سیف‌الملوک: اسیه بي‌بي او کورنۍ یې باید ډېر ژر پاکستان پرېږدي


اسیه بي بي
اسیه بي بي

په پاکستان کې له زندانه خوشې شوې اسیه بي بي د پاکستان څخه د وتلو او په کوم لوېدیځ هېواد کې د پناه اخیستلو غوښتونکې ده.

د اسیه بي بي په نوم د یوې عیسوۍ مېرمنې پخواني مدافع وکیل ویلي، دا مېرمن او کورنۍ یې باید ژر تر ژره له پاکستانه ووځي.

دا خبره د نوموړې مدافع وکیل سیف‌الملوک پرون د جرمني په فرانکفورت ښار کې خبریالانو ته وکړه.

پاکستانۍ عیسوۍ مېرمن اسیه بي بي د چم ګاونډ ښځو مقدساتو ته په سپکاوي تورنه کړې وه او له همدې کبله پرې ابتدايي محاکمو د اعدام حکم کړی وی.

نوموړې چې اته کاله‌یې زندان کې تېر کړي په وروستیو کې د پاکستان د سترې محکمې له‌خوا برائت ورکړل شو.

د سیف‌الملوک په وینا اسیه بي بي ته د پناه ورکولو په برخه کې د لوېدیځو هېوادونو ناکامي د دې سبب شوې چې اسیه بي بي او کورنۍ یې لاهم له پاکستانه ونه‌شي وتلی.

مخکې له دې ویل شوي و چې د کاناډا، اسپانیا او فرانسې په شمول څو هېوادونو اسیه بي بي ته د پناه ورکولو وړاندیز کړی، خو اوس څرګنده نه‌ده چې ستونزه چېرې ده؟

سیف الملوک
سیف الملوک

د اسیه بي بي مدافع وکیل چې د نوموړې له خوشې کېدو وروسته خپله هم د سخت دریځو له‌خوا د مرګ له ګواښ سره مخ او له همدې کبله‌یې جرمني ته پناه وړې پرون وویل، هیله‌مند دی چې لوېدیځه نړۍ به د اسیه بي بي د مرستې لپاره اقدام وکړي.

نوموړي وویل چې د اروپايي ټولنې د غړو په شمول له څو هېوادونو سره د اسیه بي بي د برخلیک په اړه خبرې روانې دي، خو ډېر جزئیات‌یې ورنه‌کړل.

د پاکستان د سترې محکمې قاضیانو د نومبر په ۲۱مه نېټه ۵۴ کلنه اسیه بي بي چې د ۵ بچیانو مور ده له زندانه خوشې کړه، خو دا اقدام په پاکستان کې د سخت دریځو ډلو تند او له تاوتریخوالي ډک اعتراضونه راوپارول.

په پاکستان کې د تحریک لبیک سخت دریځې ډلې په ټول هېواد کې مظاهرې وکړې او په عام محضر کې یې د اسیه بي بي د اعدام غوښتنه وکړه.

د دې ډلې مشر محمد افضل قادري د سترې محکمې د هغو درې قاضیانو د وژلو غوښتنه هم وکړه چې اسیه بي بي ته‌یې مقدساتو ته د سپکاوي له تورونو برائت ورکړی دی.

دا مظاهرې چې له تاوتریخوالي سره مل وې وروسته له هغې پای ته ورسېدې چې د پاکستان حکومت له مظاهره‌چیانو سره یو جوړجاړی وکړ.

خو پر دې سربېره هم د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي د سترې محکمې پرېکړه وروستۍ او نه‌بدلېدونکې ده.

اسیه بي بي په ۲۰۱۰ میلادي کال کې وروسته له هغې په مرګ محکومه شوه چې څو تنو ګاونډیو ښځو د اوبو پر سر له لانجې وروسته نوموړې اسلام ته په سپکاوي تورنه کړه.

نوموړې له اته کاله زندان ګاللو وروسته اوس خوشې شوې او د پاکستان په یو ناڅرګند ځای کې د شدیدو امنیتي تدابیرو لاندې ساتل کېږي.

XS
SM
MD
LG