د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۱

دنیا: د افغانستان سوله هم لکه د جګړې په څېر یې، د بهرنیانو په لاس کې ده


کابل چاپ ورځپاڼو په ځپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د سولې د موضوع په اړه ګڼ مطالب لیکلي دي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې لیکلي، د جمعې په ورځ په مسکو کې د افغان سولې په تړاو ناسته ترسره شوه، په دې ناسته کې د افغانستان د حکومت او امریکا پلاویو ګډون نه و کړی، خو له کابله د سولې د عالي شورا یوه پلاوي او د واشنګټن په استازیتوب په مسکو کې د امریکا یوه ټیټ پوړي ډیپلومات ګډون کړی و.

ورځپاڼې لیکلي چې د طالبانو د قطر دفتر استازیو هم په دې ناسته کې برخه واخیسته.

خو په سر مقاله کې راغلي چې بل خوا د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم سیمې ته خپل سفر پیل کړی او د افغان سولې په تړاو خبرو ته ادامه ورکوي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د افغانستان سوله هم د دغه هېواد د جګړې په څېر د بهرنیو هېوادونو په لاس کې ده او امریکا ده که روسیه، هر یو غواړي خپلې ګټي پکې تامین کړي.

دی لیکي، د سولې په اړه د سترو هېوادونو دا هڅې د سولې په تړاو رامنځته شوي فرصتونه زیامنوي او افغانستان به د سولې پر ځای د جګړې په تاوده ډګر بدل کړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپانې په خپل یو مطلب کې لیکلي دي، په افغانستان کې د جګړې او د سولې د ټینګښت په اړه د روسیې او امریکا تر منځ د سیالۍ او تربګنۍ موضوع په یوې جدي اندېښنې بدله شوې او د سیاسي چارو افغان کارپوهان له حکومته غواړي چې د دغو دواړو لویو قدرتونو تر منځ په دې اړه د یوې همغږۍ رامنځته کولو ته کار وکړي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یوه مطلب کې لیکلي، د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد افغانستان، پاکستان، قطر او عربي اماراتو ته خپل دوهم سفر پیل کړی دی.

ویسا لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپله یوه اعلامیه کې ویلي، خلیلزاد هیله مند دی چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د سولې د ناستو لپاره د با صلاحیته پلاویو د ټاکلو پر لور منظم ګامونه پورته کړي وي.

په مطلب کې راغلي، دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرۍ ماڼۍ تېره اوونۍ د سولې په برخه کې د یو پراخ ملي مشورتي بورډ د جوړولو خبر ورکړ.

اصلاح:

اصلاح دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي چې هر هېواد باید د افغانستان د سولې د پروسې په تړاو ناستو کې د افغانانو په مالکیت موضوع ته درناوی وکړي، ځکه د سر مقاله لیکونکي په خبره، دغه هېواد دا مهال د اساسي قانون او یو مشروع نظام او دولت خاوند دی.

اصلاح لیکلي چې د مسکو له ناستې دې د سولې خبرو ته د اساتیاوو برابرولو په هدف کار واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG