په پاکستان کې د مذهبي ګوندونو اتحاد چې متحده مجلس عمل ورته ویل کېږي، نن جمعه د نوومبر۹مه، په خېبر پښتونخوا ایالت کې خلک د جمعې تر لمانځه وروسته مارش ته را وبلل.
د متحده مجلس عمل غړو دا مارش د اسیه بي بي په نوم د هغې عیسوۍ ښځې د ازادۍ پر خلاف را بللې چې تقریباً اته کاله اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په جرم په زندان کې وه.
اسیه بي بي په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د پاکستان یوې محکمې د "تحفظ ناموس رسالت" قانون پر اساس، په اعدام محکومه کړه.
خو د پاکستان سترې محکمې وویل چې د اسیې بي بي د جرم د اثبات لپاره کافي اسناد نهشته او د اکټوبر په ۳۱مه یې د هغې د ازادۍ حکم وکړ.
د دې خبر تر خپرېدو وروسته، د تحریک لبیک پاکستان په څېر سخت دریځو ډلو اعتراضي مظاهرې پېل کړ.
د تحریک لبیک پاکستان مشر خادم حسین رضوي وویل چې د سترې محکمې هغه قاضیان چې د اسیه بي بي د ازادۍ حکم یې کړی باید ووژل شي.
د دې ډلو د اعتراضونو د کرارولو لپاره د پاکستان حکومت مجبور شو چې له تحریک لبیک پاکستان ډلې سره معامله وکړي.
د رپوټونو پر اساس، د عمران خان په مشرۍ حکومت له هغوي سره ژمنه وکړه چې د اسیه بي بي نوم به له پاکستانه د ممنوع الخروج وګړو په لېست کې شامل کړي.
د عفوې د نړیوال سازمان غړي، عمر وړایچ د دې معاملې په اړه د فرانسې خبري اژانس ته وویل:
"پاکستاني سیاستوالو لپاره د محکمې او قانون له حکمه سرغړونه تر دې اسانه ده چې له یوې اسلامپالې ډلې سره زور وازمويي او په خلکو کې د اسلام مخالف رنګ خپل کړي."
عمر وړیاچ وویل، د عمران خان حکوم مجبور و چې معامله وکړي ځکه نه یې غوښتل چې غیر اسلامي معرفي شي.
تر دې وروسته په پاکستان کې ځینې رسنیو وویل اسیه بي بي د هغې د امنیت په خاطر له خپلې کورنۍ سره یوه بهرني هېواد ته ایستل شوې ده.
دا مسئله د اروپايي پارلمان د مشر انتونیو تیاني تردې ټویټ وروسته چې "اسیه بي بي امن ځاي ته ایستل شوې" لا زیاته لانجمنه شوه.
انتونیوتیاني د نومبر په ۸مه ، په یوه ټويت کې ولیکل چې په "نږدې ورځو" کې د هغې د لیدو په تمه دی.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، محمد فیصل په همدې ورځ دا خبر رد کړ او په اسلام اباد کې يې خبریالانوته وویل:
"اجازه راکړئ چې په وضاحت درته ووایم، اسیه بي بي په پاکستان کې او په امن ځای کې ده، زه د رسنیو له استازو هیله لرم چې داسې خبرونه دي له بشپړ تصدیق وروسته خپروي."
یو شمېر پاکستاني رسنیو چې له پاکستانه داسیې بي بي دوتلو خبر یې خپور کړی وو، په نننیو خپرونو کې معذرت غوښتی دی.
خو داسې څرګندېږي چې په پاکستان کې د اسلامپالو ډلو اتحاد متحده مجلس عمل دې خبر نه دی قانع کړی.
دې اتحاد د پنجشنبې په مازدیګر د پاکستان په ستر ښار، کراچۍ کې د "میلیون مارش" په نوم غونډه وکړه چې زرګونه کسانو برخه په کې اخېستې وه.
په متحده مجلس عمل کې د "جمعیت علمای پاکستان" ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن په کراچۍ کې مارش ته وویل چې اسیه بي بي د پاکستان پر فدرالي دولت د بهرنیو هېوادونو د فشار له امله خوشې شوې او دوی یې نه مني.
مولانا فضل الرحمن زیاته کړه:
"موږ ته داسې هېڅ پرېکړه د منلو وړ نهده چې د نړیوال فشار له کبله به کېږي. د یوه اسلامي جمهوریت د سترې محکمې دا څرنګه پرېکړه ده چې ټوله اسلامي نړۍ یې بې قراره کړې ده او غیر مسلمان هېوادونه یې ستاینې کوي."
مولانا فضل الرحمن پرون په کراچي کې مارش ته وویل چې پر دې مسئله له هېڅ لوري سره جوړجاړی نهشي کولای.
په پاکستان کې د اسلامپالو ډلو اتحاد، متحده مجلس عمل پر خلکو غږ کړی چې د نوومبر په ۱۵ مه، په لاهور او په ۲۵مه، د سند ایالت په سکر سیمه کې د احتجاج څرګندولو لپاره مارش وکړي.
د پاکستان حکومت وايي چې اسیه بي بي په امن کې ده خو د استوګنې ځای يې پټ ساتل شوی دی.