د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۱

د سولې شورا د مسکو غونډه کې د امریکا د استازي ګډون مهم پرمختګ بولي


د افغانستان د سولې عالي شورا د مسکو په غونډه کې د امریکا د یوه استازي ګډون یو مهم پرمختګ بولي.

په افغانستان کې د سولې په اړه د بحث لپاره د روسیې په کوربه توب دا غونډه نن د جمعې په ورځ په مسکو کې جوړېږي.

د سولې د عالي شورا سلاکار او د اجرائیه پلاوي غړي محمد اسماعیل قاسمیار پرون شپه له ازادي راډیو سره په خبرو کې د افغانستان د سولې لپاره د متحد ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وروستیو هڅو ته اشاره وکړه او هغه یې بریالۍ وبللې.

ښاغلي قاسمیار د مسکو په غونډه کې د امریکا د استازي ګډون هم یو مثبت ګام وباله او د غونډې د نتایجو په اړه یې خوشبینې څرګند کړه.

محمد اسماعیل قاسمیار
محمد اسماعیل قاسمیار

ښاغلي قاسمیار زیاته کړه:

"یو مهم ټکی دا دی چې د امریکا استازی هم په غونډه کې ګډون کوي. هیله مند یو چې له دې غونډې یو اوچت او روښانه پیغام راووځي چې موږ ورته بین الافغاني ډیالوګ یا خبرې اترې وايو ځکه چې د افغانستان سوله او ثبات په سیمه او ټوله نړۍ کې د سولې او ثبات په معنا دي."

د امریکا متحدایالاتو ویلي چې په روسیه کې د امریکا د سفارت یو استازی به هم د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند رابرت پولادینو د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې واشنګټن خپل استازی له افغان حکومت سره په همغږۍ کې د مسکو غونډې ته استوي.

پولادینو زیاته کړه:

"زه کولای شم تاسو ته ووایم چې په مسکو کې د امریکا سفارت به د افغانستان له حکومت سره په همغږۍ کې خپل یو استازی دې غونډې ته واستوي، څو پر بحثونو څارنه وکړي. متحد ایالات دا چمتووالی لري چې د سولې د بهیر د ملاتړ په برخه کې له ټولو لېوالو اړخونو سره ګډ کار وکړي."

ښاغلي پولادینو په عین حال کې دا هم په ډاګه کړه چې د روسیې په ګډون هېڅ هېواد نه‌شي کولای چې له طالبانو سره د مستقیمو خبرو په چاره کې د افغان حکومت ځای ونیسي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا هم پرون پنجشنبې تأیید کړه چې په مسکو کې د امریکا د سفارت استازی به د مسکو په غونډه کې د ناظر په توګه حاضر وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د افغان حکومت استازی په‌دې غونډه کې ګډون نه‌کوي، خو د سولې عالي شورا د یوې خپلواکې ادارې په توګه برخه په‌کې اخلي.

د سولې د عالي شورا د مرستیال حاجي دین محمد په مشرۍ د دې شورا یو څلور کسیز پلاوی پرون روسیې ته ولاړ او په همدې حال کې طالبانو پرون د مسکو غونډې ته د خپل استازي پلاوي د استولو خبر ورکړ.

طالبانو په یوه بیان کې ویلي دي چې د دې غونډې هدف د سولې خبرې نه‌دي بلکې د افغانستان د کړکېچ د حل پر لارو چارو به خبرې په‌کې کېږي.

په پام کې وه چې د مسکو غونډه د روان میلادي کال د سېپټمبر په لومړیو کې پیل شي خو وروسته له هغه تردې مهاله وځنډېدله چې افغان حکومت وویل ګډون نه په‌کې کوي.

د افغانستان حکومت له هماغه وخته تراوسه ټینګار کړی دی چې د افغانستان د سولې په اړه هر راز غونډه به د افغانانو په مشرۍ او مالکیت جوړېږي.

په همدې حال کې ولسمشر اشرف غني پرون ماښام په ارګ کې له یو شمېر سیاسي او مدني فعالانو سره ولیدل او د سولې په اړه د هغو نظریات یې واورېدل.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې وايي، ښاغلي په دې لیدنه کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د بهیر په اړه د ټولنې له بېلابېلو ډلو سره د سلا مشورو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا بهیر په هېواد کې ملي اجماع ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG