د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

د ښځو شبکه: که د سولې پروسه کې ښځو ته ونډه ورنه‎کړل شي دا پروسه به نیمګړې وي


د افغانستان د ښځو شبکه د هېواد د سولې د روانې پروسې په مذاکراتو کې د ښځو په ګډون ټنیګار کوي.

دا شبکه وايي، که د افغانستان د سولې په روانه پروسه کې ښځو ته عملي برخه ورنه‎کړل شي، دغه پروسه به نیمګړې وي.

د دغې شبکې غړیو او د ښځو د حقونو یو شمېر ښځینه فعالانو د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۷» په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، که افغان حکومت له وسله‎والو طالبانو سره د سولې په پروسه کې د ګډون حق ورنه‎کړي، دغه پروسه به نیمګړې او دوی به یې ونه مني.

د افغانستان د ښځو د شبکې مشرې پلوشې حسن وویل، د سولې او پرمختګ په نامه هره هېوادنۍ او بهرنۍ هڅه او حرکت چې د افغانستان د ښځو ۱۷ کلنې لاسته راوړنې زیانمنې کړي، د دوی له کلک غبرګون سره به مخ شي.

پلوشه حسن
پلوشه حسن

نوموړې وویل:

"د سولې پروسه جدي مشارکت ته ضرورت لري، ښځې باید د مذاکراتو په مېز کې حاضرې وي. دا چې دا مشارکت د ښځو په دریځ څومره تأثیر کوي دا هغه وخت معلومېږي چې ښځې په مذاکراتو کې شاملې وي. د ښځو مشارکت کیدای شي په مختلفو برخو او مختلفو سطحو کې وي."

په‎دې ورځ د افغان مېرمنو شبکې یوه اعلامیه هم خپره کړه چې په‎کې راغلي وو، افغان مېرمنې نه غواړي چې حکومت، سیاسي ګوندونه، نړیواله ټولنه او داسې نور اړخونه یې د معاملو قرباني کړي.

دوی ټینګار وکړ چې د دوی حقونو ته دې د افغانستان د اساسي قانون، د بشري حقونو د سازمانونو، د ښځو د حقونو اړوند د نړیوالو معیارونه په رڼا کې پام وشي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په اړه د افغانستان د ښځو د شبکو په ګډون له ټولو قشرونو سره خبرې شوي دي.

د سولې د عالي شورا غړي ایوب رفیقي ازادي رادیو ته وویل، دغه پروسه په ډېر ابتدایي پړاو کې ده او کله چې په‎کې لږ څه پرمختګ وشي د افغانستان ټول قشرونه به په‎کې ځان وویني.

نوموړي وویل:

"هغه بستر او واحد ذهنیت چې د سولې لپاره ضروري دی، تر اوسه رامنځته شوی نه‌دی، دا ډېره وختي خبره ده. زه دا نه وایم چې د سولې په پروسه کې دې د ښځو ونډه له نظره ولوېږي خو ډېر لوی مسایل شته چې باید لومړی پر هغو بحثونه وشي."

د افغانستان د ښځو شبکه په داسې حال کې د سولې په مذاکراتو کې د ښځو په مشارکت ټینګار کوي چې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۷» د افغانستان د سولې د عالي شورا یو پلاوی چې د دغې شورا مرستیال حبیبه سرابي هم په‌کې شامله ده، مسکو ته لاړه چې د افغانستان او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو لپاره په لومړنیو خبرو کې برخه واخلي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG